لراوبر ته د آى جې سي عامه پوهاوي د دفتر له لوري په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي يو شمېر شکمن کسان يې د يو لړ عملياتو په ترڅ کي چي په دې ولايت کي د طالبانو د هغه قوماندان د خبرپاڼي په حواله چي د سې شنبې په ورځ يې په امر څلور امريکايان وژل سوي ول د نيوليو په موخه ترسره سوي دي . په خبرپاڼه کي د نيول سوو کسانو کره شمېره نه ده په ډاګه سوې او نه هم د قوماندان د نيولو يا نه نيولو خبره سوې ده .