کور / تازه خبرونه / کندهار : په دويمه چاودنه کي د حج او اوقافو رئېس ووژل سو

کندهار : په دويمه چاودنه کي د حج او اوقافو رئېس ووژل سو

د کندهار ښار د ننۍ ورځي دويمه چاودنه چي د لسو بجو په شاوخوا کي رامنځ ته سوه په پايله کي يې د حج او او قافو رئېس محمد حسن تيموري ، د هغه موټروان ووژل سول او څلور تنه نور پکښي ژوبل سول . د يوتن عيني شاهد په وينا چي چاودنه په يوه موټر سايکل کي د ځاى پر ځاى سوو چاودېدونکو توکو له کبله رامنځ ته سوې .
د يادوني وړ ده چي تر دې مخکي هم يوه چاودنه د سردار مدد خان چوک ته نژدې د جوړنۍ پر سړک وسوه چي په پايله کي يې دوه تنه مکي وګړي ژوبل سول .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه پوري کوم چا څه نه دي ويلي .