لومړي پيښه ماښام شاوخوا اته بجي ديخ کاريز په سيمه کي دپوليسو پر يوه رنجر گاډي دسړک دغاړي ماين له امله رامنځته سوه .
يوه امنيتي سرچينه دنوم نه ښودلو په شرط وايي چي په پيښه کي ٦ پوليس ټپيان سوي او ګاډي يې ويجاړه سويده.
په کندهار کي د ميرويس روغتون نوکريوال ډاکټر وايي چي د پيښي له ځايه يي دوي ته ٦ تنه ټپيان ور وړي چي ټول يي پوليس دي .
دوهم پيښه په ورته وخت کي دکندهار لويديځ پلو دشااغا دزيارت په دوه لاري کي رامنځته سويده.
ديوي امنيتي سرچيني په وينا چي په پيښه کي دوتنه وژل سويدي چي ويل کيږي يويي پوليس قومندان اوبل دهغه ساتونکي دي.
دميرويس روغتون نوکړيوال ډاکټر وايي چي دوي ته يي دوتنه مړي وروړي خو دهغوې دپيژندګلوي په اړه ناخبري ښي.
ددواړو پيښو په اړه تردي دمه نه دکندهار امنيتي چارواکو او نه هم په سهيل کي دوسلوالو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي څه ويلې.