نیټه: ۳۰ / ۰۸ / ۲۰۱۰زکال
څومیاشتی کیږی چی دهیوادپه ټولوښارونوکی دولسی جرګی دټاکنولپاره غټ غټ انځورونه دځانګړوشعارونواودولس سره درنګارنګ وعدوپه لیکلوپه مختلفو ځایونوکی ځوړنددی. هرنومانددځان لپاره دوټونودخپلولوپه موخه داسی څه لیکلی دی چی دعهدی څخه وتل یی ډیرګران کاردی. ولی دنوماندلپاره دامهمه نه ده چی په راتلونکی کی څه کولای شی که نه؟ ولی دامهمه ده چه دراتلونکی دوری دپاره دولسی جرګی غړیتوب ترلاسه کړی. البته داخبره عامه نه ده، په هیوادکی زړه سواندی خلک زیات شتون لری چی په رښتیاغواړی دهیوادلپاره درښتینی چوپړ هڅی ګړندی کړی. ولی ستونزمنه ده چی په روانوحالاتوکی داسی دهیوادپالنی موخی ته ځان ورسولای شی. زموږګران هیواددومره ستونزی لری چی سړی نه پوهیږی چی له کومه ځایه څخه یی پیل کړی. زه دلته دټاکنوپه اړوند یوه رښتینی کیسه لیکم اوقضاوت تاسولوستونکوته پریږدم چی څنګه به په داسی حالاتوکی ولس دولسی جرګی ټاکنی رښتینی وبولی؟
څوورځی مخکی می یودوست په ټلیفون کی پوښتنه راڅخه وکړه چی غواړی خپلی کورنی ته تذکری واخلی ایاداچاره به امکان ولری؟ ماپه ډیرډاډه زړه ورته وویله چی ولی نه. اوس خودولسی جرګی دټاکنووخت هم دی، داچاره نه تنهاډیره اسانه ده، بلکه اړینه هم ده. کیدای شی چی اړوندمامورین به ډیره مرسته درسره وکړی اوافرین به هم درته ووایی ځکه دتذکری اخیستل په اوسنی وخت کی په ټاکنوکی دبرخی اخیستلولپاره یوډول تیاری ښودل کیږی، که څه هم څوک تذکره دبلی موخی لپاره اخلی. دوست می دهلمندپه ولایت کی دتذکری ورکولواداری ته مراجعه وکړه. هلته یی داسی جواب ترلاسه کړ چی تاسودګرشک دولسوالی اوسیدونکی یاست، بایدهلته ولاړشی. دوی هم دګرشک پرلوری روان شوه. هلته یی دښځی لپاره دپلاردتذکری غوښتنه کوی، اوداولادونولپاره یی دمیړه دتذکری غوښتنه کوی. په خواشینی بایدوویل شی چی میړه یی دکندهاردولایت دی، نو اولادونه یی بایدهلته ولاړشی. داسرګردانی پوره (۲۰) ورځی کیږی چی جریان لری. که څه هم مادځینودوستانوڅخه غوښتنه کړی وه چی مرسته ورسره وکړی که نه چی څه معامله به ورسره شوی وای؟ تراوسه یی دموټرانوپه کرایه هم ډیری روپی لګولی دی، زه اړیم چی مالی مرسته ورسره وکړم ځکه ماورته ډاډورکړی وه چی دادومره ستونزه نه ده. یوه ورځ می په هغه سیمه کی خپل یودوست ته تلیفون وکړی. زمادوست په یوه دولتی اداره کی په پرتلیزه توګه دڅه لوړمقام خاونددی. په ډیره ګیله می ورته وویله چی داولس چیرته ولاړشی ؟ ( ماارویدلی دی چی ددولت دکارکوونکودناسالمو کړنواوبډواخیستلو په خاطر خلک دستونزود حل لپاره دطالبانومشرانوته ورځی چی ستونزی اودعوی یی ورته خلاصی کړی) زمادوست داسی پلمه راته وکړه چی ګواکی مراجعین ډیردی اونور……. ولی نوموړی به یی کارورته خلاص کړی. نن سهارتیلفون زنګ وواهه. دوست می تیری ستونزی راته بیان کړی اودایی هم وویله چی اوس باید یوملک پیداکړم چی لاسلیک وکړی.ولی دسیمی ملک څوورځی مخکی ووژل شو…. زه ددی ستونزو حل عاجزه کړم اولنډجواب می داوه چی خدای دی دافغانستان دخلکوناره واوری چی په خپل هیوادکی بیګانه دی. که تذکره نلری، ښکاره ده چی دقوانینوڅخه تیری دی اوکه تذکره غواړی دومره ستونزی ورته جوړی دی چی حل یی ناشونی ښکاری.یوازی دموټرانو کرایی اوماته دتلیفون کولولګښتونه دیومعمولی هیوادوال توان نه ورباندی رسیږی. غواړم په هیوادکی داډول ستونزوته یوه ځغلنده کتنه وکړمه :
دهیوادمشران په دی باندی پوره خبردی چی(۳۰) کلنی جګړی هرڅه دعادی حالت څخه ایستلی دی. ډیرلږکلیوالی خلک تذکری لری، ښځی خوپه ډیره لږه کچه په ځانګړی ډول په کلیوالی اوپښتنی اویاغرنی سیموکی تذکری لری. کیدلای شی چی دتذکری درلوونکوشمیره په داسی سیموکی په هیڅ کی حساب شی. نواړینه خبره ده چی په داسی ځانګړوحالاتوکی ددولت مشران دټولنی دعینی شرایطوپربنسټ اسانه اوبسیطی لاری پرانیزی. زموږدهیوادډیری خلک نالوستی دی، که یی پلارمړوی دهغه تذکره اویانوراسنادیی څوک نه ساتی. په تیروجګړه ایزوحالاتوکی چی خلک دبمباریواوجګړوڅخه دتیښتی په حالت کی وه، نواسنادبه یی چيرته ساتلی وی. زه نه پوهیږم چی له یوی خوادټاکنوناری اوسوری وهی چی خلک ګډون ورپکښی وکړی. چی دمرګ ویره یوی خواته اوچارواکوته دبډوورکول بله ستونزه ده. زه نه پوهیږم چی ولی زموږواکداران تراوسه هم د خپل هیوادوالولپاره ددوی طبعی حق چی ددی هیواددی نه ورکوی اوددغه حق لپاره هم بایدبډی ورکړی. ایادابس نه ده چی دهیواددژغورولولپاره اوهم داوسنی واکدارانودپایښت لپاره په میلیونوزلمیان قربانی شوه. زموږدزلمیانو، پلرونواونیکه ګانوپه وینوباندی دګران هیوادهره ډبره لړلی ده ولی بیاهم بایدزلمیان اوښځی یی په اثبات ورسوی چی ددی هیواداستوګن دی. زه نه پوهیږم چی پردغه نظام دکومی دموکراسی اویاانسانی عدالت نوم کښیږدم، ولی بیاچارواکی ګیله کوی چی خلک یی پرضدپاڅون کوی. اوکه داهم ددرواغوخبری دی! داسی معلومیږی چی دغه چارواکی ولس مجبوره کوی چی جګړه وګړی چی دوی په مختلفونومانو د بهرنیانوڅخه روپی راټولی کړی اوپه بهرنی بانکونوکی یی ذخیری یوڅه زیاتی شی اونور……
داوه یوه رښتینی کیسه ده. ددی کیسی پایله به هم ستاسوپه اطلاع ورسوم .
ستاسوهیوادوالوڅخه پوښتنه کوم چی داولس چاته وژاړی، چیرته پناه یوسی اوڅنګه دیومعمولی ژوندلاری چاری ولټوی.
په درناوی