لراوبر ته د آى جې سي عامه پوهاوي د دفتر له لوري لراوبر ته په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي د طالبانو يو قوماندان يې په خوست کي تېره ورځ نيولى . په خبرپاڼه کي راغلي چي نوموړى قوماندان چي د حقاني شبکې غړى دئ او همدې شبکې ته به يې پيسې ، وسلې او په همدې سيمه کي به يې د حقاني شبکې جنګياليو ته تجهيزات برابروله د افغان او بهرنيو ځواکونو په ګډو عملياتو کي نيول سوئ .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تراوسه پوري د حقاني شبکې وياند څه نه دي ويلي .