دا چي تيره ورځ د ننګرهار په ښار جلال اباد کي شاهي قصر ته څيرمه د موټر بم چاودنه وسوه او په ترڅ کي يي د لالپوري ولسوال سيدمحمد پهلوان ووژل سو او کله چي خبريالان د پيښي څخه د رپوټ چمتو کولو دپاره ورغلل پوليسو ډير سخت او ناوړه چلند ور سره کړي او ډبولي يي دي .
دا ناوړه چلند د ننګرهار کليد راډيو د خبريال او د اريانا تلويزيون خبريال سره سوي چي د کليد راډيو خبريال او موټر چلوونکي پوليسو ډبولي وه او د اريانا تلويزيون خبريال ته يي سپکي سپوري ويلي وي .
په کندهار کي د سهيلي حوزي په کچه ميشت خبريالان د ننګرهار د خبريالانو سره سوى چلند په کلکو ټکو کي غندي او دا د بيان پر ازادۍ بريد بولي .
موږ د کورنيو چارو له وزارت څخه غواړو چي په جلال اباد کي د پرونۍ پيښي او نور هغه کسان قانون ته وسپاري ،څوك چې خبريالان تهديدوي او يا يي ډبوي .
د ننګرهار خبريالانو ! موږ د لوي کندهار خبريالان ستاسو سره په هر ډول ناوړه چلند ، ګواښ او تهديد خواشيني يو او ستاسو سره د خپل ګډ مسلک له مخي هر ډول ناوړه چلند او منفي وضيعت په کلکو ټکو غندو .
په درنښت
دسويل دخبريالانوپه استازيتوب
په کندهار کي د پريس کلب ( د خبريالانو د ګډ کور ) اوپه سويل كې دسفما مشر
او د اشنا راډيو خبريال فضل الرحمن