کور / تازه خبرونه / د يوې موسيسې ٢ تنه کارکوونکي او ٢ تنه ساتونکي وتښتول سول

د يوې موسيسې ٢ تنه کارکوونکي او ٢ تنه ساتونکي وتښتول سول

د فارياب ولايت حکومتي چارواکي وايي چي په دغه ولايت کي د يوې موسيسې دوه تنه کارکوونکي او دوه تنه ساتونکي د حکومت د وسلوالو مخالفينو له لوري وتښتول سول . د دې ولايت د والي مرستيال عبدالستار مبارز د يادوو کسانو تښتول تائيدوي او وايي چي دغه تښتونه تېره ورځ رامنځ ته سوې ده . نوموړى وايي چي ياد کسان تېره ورځ سيمي ته د يوې پروژې د کار ترسره کولو په موخه تللى ول چي د يادي پيښي سره مخ سول . نوموړى وايي چي په دې اړه يې پلټني پيل کړي دي خو تراوسه يې درک نه دئ معلوم سوى .
د يادوني وړ د ه چي په دې اړه تر دې دمه د حکومت وسلوالو مخالفينو څه نه دي ويلي .