دا ګرامر چې اوس ستاسې په وړاندې پرانستی دى . په پېښور كې له نن څخه پنځلس كاله وړاندې زما يو استاد وفي الله مياخيل ليكلى وو. ماسره يې يوه كاپي وه .ځكه مې ټايپ او پر ليكه كړ چې يو خو به له وركېدو وژغورل شي او بل به د پښتو ژبې د زده كړې مينه وال د نړۍ په ګوډ ګوډ كې ترې ګټه واخلي .
زه چې هغه وخت دولس كلن ماشوم وم يانې له نن څخه پنځلس كاله وړاندې چې ما په پېښور كې له وفي الله استاد څخه د پښتو د ليك زده كړه پيل كړه دا ګرامر يې د نوټ په توګه راډالۍ كړى وو .حنان حبيب زى
پيژند: د ويېونو( الفاظو ) سمې كارونې ته ژب ښودنه وايي .
يا ژب ښودنه دهغو ارونو اوبنسټونو رښتنې كړۍ ده چې زده كړه يې د ټولنې تر منځ د اندونو د ليږد راليږد لامل ګرځي ، كه څوك هڅه وكړي چې يوه ژبه په بشپړ ډول زده كړي ، ليكل پرې وكړي او څيړنې په كې وكړي نو د ژبښودنې د ارونو له زده كړې وروسته يې پلي كولو ته ارومرو بايد غاړه كيږ دي .
توري ( ابيڅۍ)
له خولې چې غږونه اورو ، يو له بل څخه بيل بيل وي ، او د هر انسان غږ هم يو له بل څخه توپير لري ، دا غږونه د انسان له شونډو ، ژبې ، مرۍ او كو مى څخه د راتيريدو پر وخت بدلون مومي ،چې دې خوزښت ( حركت ) او له خولې راوتلو تورو د غږ بدلون او بيل والي ته هجا وايي ، د دوو يا زياتو تورو له يو ځاى كيدو څخه يو ، ويې ( لفظ ) جوړيږي ، او د بيلا بيلو تورو له يو ځاى كيدو څخه غونډله ( جمله ) رامنځته كيږي .
د بيلګې په توګه :
زه د بلخ د لرغوني ښار اوسيدونكى يم .
ياده شوې غونډله د ويېونو ( الفاظو ) څو برخې لري ( زه ، د بلخ ، دلرغوني ښار ، اوسيدونكى ، يم ) چې هره برخه يې يو ه مانا وركوي ، دپورتنۍ غونډلې هره برخه بيا بيل بيل اوازونه يا غږونه لري چې د پيژندنې لپاره يې نښې هم ټاكل شوي دي چې ډول ډول څيرې لري ، همدا توري ( ابيڅۍ ) ده ،د پښتو ټول يو څلويښت توري دي او په دې منځ كې يې ديرش هغه توري دي چې په دري او عربي ژبو كې دود ( مروج ) دي .
(ا ب ت ث ج ح خ د ذ رز س ش ص ض ع غ ف ق ك ل م ن و ه ء ي ئ) .
د پښتو تورو څلور هغه داسې دي چې په دري ژبه كې شته خو په عربي كې نشته ( پ چ ژ ګ )
او درې توري ( ټ ډ ړ ) يې بيا داسې دي چې نه په دري كې شته نه په عربي كې خو په هندي ، لرغونې ژبې سانسكريټ ، انګريزي ،او اردو ژبو كې شته دي ، دې دريواړو تورو پښتو ژبې ته دا ګټه رسولې ده چې ددې ټكو په كارونې سره طبي ، لاتيني او انګريزي ټكي چې پښتو او نورو سيمه ييزو ژبو كې كټ مټ كاريږي په هماغه اواز ادا كولى شې ، د بيلګې په توګه ، سوډيم ، ايركنډيشن ، خو په نورو ژبو كې بيا دا ځانګړتيا نشته .
(ڼ ) نوڼ هم د پښتو ابيڅۍ يو بل تورى دى خو ځنې يې بيا د دوو تورو مركب ګڼي ځكه يې د مفردو تورو له ډلې څخه نه بولي . له يادو شو تورو پرته چې د پښتو په چم كې په دوديزو ژبو ( دري او نور و) كې هم شته خو څلور نور توري ( ځ څ ږ ښ ) بيا د پښتو ابيڅۍ ځانكړي توري دي ، داتوري د پښتو ژبې د بيلا بيلو لهجو تر منځ پوهاوي راپوهاوي ته لار اواروي ، دې تورو د پښتنو د بيلا بيلو ټبرونو ( قبيلو ) د تلفظ يا د ټكو د كارونې پر وخت د لهجې اختلاف راكم كړى دى ،
– (څ) د (ح) له پاسه دري ټكي وركول كيږي او ځنې خلك يې (چ) او ځنې نور (ث) تلفظ كوي ، لكه (څه) چې ځنې ورته (چه ) او ځني ورته (سه) وايي .
(څادر) چې ځنې يې (سادر) بولي.
(څوك) چې ځنې يې (چوك) او ځني نور يې (سوك) تلفظ كوي .
� (ځ) د (ح) د پاسه چې همزه (ء) وليكل شي (ځې) ترې جوړيږي ، يو شمير خلك د(ج) او ځنې نور بيا د (ز) اواز تري اخلي . د بيلګې په توګه
(ځاى) (جاى) او( زاى )
� (ږ) يو ټكي د (ر) د پاسه او يو لاندي وركول كيږ ي او (ګې ) په وزن د (ژ ) آواز هم وركوي.
لكه
(ږمنځ ) (گومنځ ) او (ژمنځ )
�(ښ) يو ټكى د (س) له پاسه او يو يې لاندي وركولي كيږي او ځنې خلك ( د پښتونخوا اوسيدونكي يې ) په (ش) او د (خ) په غږونو وايي .
(ښكلى ) ( شكلى ) (خكلى)
(څښل ) (چشل ) (څخل )
څښل : د دي ټكي تلفظ ځني خلك(سكل) او ځني خلك(سخل) (ثخل) (چشل) (چكل) تلفظ كوي، خو دا چې د كندهار او نورو څيرمه ولايتونو اوسيدونكي يې په (ش ) او د پښتونخوا او ختيځو ولايتونو ځنې اوسيدونكي يې په ( خ ) تلفظ كوي په ليكلو كې يې بدلون نه راځي ، كه تاسو وليكئ چې ( ما اوبه وچشلې ) يا ( ما اوبه وڅخلې ) دلته ( چشلې ) او ( څخلې ) ناسم دى ، كه ( پښتو ) په ( پشتو ) وليكل شي دا هم سم نه دى ، د ورته لهجو ليكنه په هماغه لهجو له كره(سوچه ) پښتو ليكدود سره ټكر لري ، د بيلګې په توګه د پښتو د كره ليكدود له مخې د ( وچشلې ) او ( وڅخلې ) پر ځاى ( وڅښلې ) كاريږي ، كه ليكوال يې د كندهار وي يا له پښتون خوا وي .
د تورو ډولونه
دوه ډلو يې ويشو
-نارينه او ښځينه
-د ليك له پلوه
لومړى به نارينه او ښځينه توري وڅيړو .
الف : نارينه توري
(اج ح ځ د ډ س ش ښ ص ض ع غ ق ك ګ ل م ن )
ب : ښځينه توري
(ب ت ث چ څ خ ر ږ ز ژ ړ ط ظ ف ه ي ې ۍ ى ئ )
– د ليك له پلوه هم په دوه ډوله دي
الف: يو ځاي كيدونكي توري
– هغه توري دي چې له ځانه وروستني توري سره يو ځاى تړلي كيږي
(ب پ ټ ث ج ح چ ځ خ څ س ش ښ ص ض ط ظ ع غ ف ق ك ګ ل م ن ه ي ئ )
ج:نه يو ځاي كيدونكي توري
-هغو تورو ته وايي چې وروستني توري ( راتلونكي هغه ) سره ونه تړل شي
(د ډ ذ ژ ز و).
يادونه: په عربي ژبه كې همزه(ء) د خوزنده الف كار وركوي لكه جرائت، هيئت.
– عربي توري په پښتو كې:
دا توري په ځانګړو عربي ويېونو كې د كارونې وړ وي د كره پښتو په ويېونو (الفا ظو) كې دا توري نه كارول كيږي
(ث ص ض ط ظ ع ف ق )
-دري توري په پښتو كې :
د دري ژبې ځانګړي توري يواځې د دغې ژبې د ټكو يا كليمو د كارونې پر وخت كاريږي .
(پ چ ژ ګ )
-د پښتو ځانګړي توري چې په دري او عربي كې نه راځي
( ټ ډ ړ ږ ڼ ښ څ ځ )
– غږيز يا كمكي توري: لكه ( ا ، و ، ه ، ي ) .
او نور ټول توري غلي ( چوپ) توري بلل كيږي .
۱- كومكي غږونه:
كومكي غږونه په پښتو كښي په دوه ډوله دي يو ډول خوځندي(حركتوالا ) او بل ډول يې توري دي.
– خوځندي (حركتونه)
أ- زور لكه: ور، غر ، غږ
ب- زوركې لكه: شل ، وچ، مچ ،
ت- زير لكه: عالم ، كامل ، ساحل.
ث- پيش لكه: تكامل ، تجاهل.
۲- په پښتوكښي كله كله په يو نيم حركت باندې د اواز زيات فشار او زور راځي چه (غچ) ورته وايو د غچ له لارې د ټكي مانا بدليږي لكه (غوټه) كه د اواز زور په (غ) راشي نو د (ګرې) مانا وركوي او كه په (ټ) راشي نو د پكتيا او خوست ولايتونو د لهجې په بنسټ د (لوې ،سترې ) مانا وركوي .
۳- غړوندى(سكون):
– لاندې ارونه ( اصول ) لري .
الف: پر ساكن توري يې پيل روا دي او دنيم حركت په ډول ويل كيږ ي لكه سپوږمۍ ، لمر ، پسه .
ب: په پښتو كې تر درې ساكنو پورې هم يو ځاى راتلى شي خو پدې شرط چې لومړى ساكن يې كومكي تورى وي لكه مياشت ، څلويښت ، پنځوس .
كومكي توري: په پښتو كې كومكي توري څلور دي خو هغه وخت كومكي توري گڼل كيږي چې ساكن وي او مخكې ترې كومكي توري نه وي .
۱ � ا (الف) د ټكي ( كليمې ) تر منځ او پاى كې راځي كښي داځي لكه: اكا ، انا ، مانا او نور.
۲ � و(واو) په څلور ډوله دي:
a- نرم (واو): چې پوست او نرم ويل كيږي او مخكې تورى يې زور ولري لكه : لو ، پلو ، چلو .
b- څرگند و (واو): مخكې تورى يې څرگنده او دروند پيښ ولري لكه: چاكو ، الو ، تالو…
c- اوږد (واو): چې اوږد او نرم ويل كيږي او مخكې تورى يې اوږد پيښ ولري لكه: كور ، مور ، خور …
d- كوچني (واو): چې مخكې تورى يې سپك او لنډ پيښ ولري لكه : تاسو ، لومرى .
۳ � ي (يا): په پښتوكښي (ياګانې ) پنځه ډوله ده:
a- نرمه (ى): دا ډول ( يا ) هيڅ ټكي نه لري . پسته ويل كيږي او دمخې تورى يې (زور) ولري لكه: منى ،ژمى ،كړى ، او نور ……..
b- څرگنده (ي): دا ډول (يا) لاندې دوه ټكي لري .چې د مخې تورى يې دروند او څرګند (زير) ولري لكه: ښكلي ، ښادي ، سپين…………………..
c- ښځينه (ۍ): زوركي والا (يا) هم ورته ويلى شو او لكۍ والا (يا) يې هم بللى شو يانې د مخې تورى يې زوركى لري او يواځې د كليمې په پاى كې راځي لكه: هګۍ ، خولۍ ………………………….
d- د جمعې يا د فعل (ئ) د پاسه همزه (ئ) خوري په نوم يا صفت كې د (ۍ) په څير لوستل كيږي.
e- اوږده (ې) اوزده ويل كيږي او د مخې تورى يې اوږد زير لكه: شيدې ، مستې ، …………
۴- (هه) په پښتوكې په دوه ډوله ده:
a – څرگنده او لويه (هه) چه د مخې تورى يې زور لري لكه: پياله ، وزه، جامه …..
b- پټه او كوچنۍ (هه) د مخې تورى يې زوركى لري لكه: پسه ، نيكه…..
تاسو پوهيږئ ٰ چه هر مانا لرونكي ټكي ته كليمه وايي او د يوې موخې( هدف ) د څرگندو لو لپاره اړ يو چې څو كليمي سره يو ځاي كړو. ددغو ټكو ( كليمو) له يو ځاى كېدو څخه غونډله يا جمله جوړيږي .
په پښتو كې نوم د كليمې له ډولونو يا د كلام له توكو سره يو ډول دي.
لكه لمر ، زوى ، ورور ، چرګ ، ميوند .
د مانا له مخې د نوم ډولونه:
نوم د مانا له مخې په پنځه ډوله دى:
۱ � ځانګړى نوم:
چې خاص سړى يا يو ځانګړى شى راپيژني ( معرفي كوي ) لكه: احمد شاه بابا، رحمن بابا، كابل، حمزه بابا …
۲ � عام نوم:
هغه دى چې يو خاص شى ترې نه مراديږي بلكې پر خپلو ډولونو يوشان دلالت كوي لكه : لرګى ، پاڼه ………………………
۳ � د جنس نوم:
هغه دى چې پر لږ او ډيرو باندې يو ډول دلالت وكړي لكه:اوبه ، غوړي ، غنم ، تيل.
۴ � ډله ييز نوم:
هغه دى چې په لفظ كې مفرد وي او په مانا كې د يوې ډلې لكه: لښكر، جرګه، رمه ، ټولى ، ولس او داسې نور و لپاره وركارول شي .
دا نوم د ډيرو ډلو په شتون يا يې يادونه جمعه كيږي لكه: جرګې ، رمې ، ډلې او نور .
۵ � مجرد نوم:
هغه دى چې هغه څيز په سترګو نه ليدل كيږي لكه: عقل،پوهه،ويره او داسې نور .
نوم د جوړيښت له پلوه په دوه ډوله دى :
� مركب نوم: چې له دوو يا زياتو كليمو څخه جوړ شوي وي .
لكه: شيرپور، كندهار ، شيرشاه مينه ، بريكوټ او نور مركب نومونه كله كله په مخفف ډول هم راځى لكه: ترله (دتره لور).
۲ � بسيط نوم : دا داسې نوم دى چې له يوې مفردې كليمې څخه جوړ يږي او نور توكي نه لري
لكه : كټ ، لاس ، سر ، زړه ، خوله او داسې نور ………… ….
توري ( ابيڅۍ)
له خولې چې غږونه اورو ، يو له بل څخه بيل بيل وي ، او د هر انسان غږ هم يو له بل څخه توپير لري ، دا غږونه د انسان له شونډو ، ژبې ، مرۍ او كو مى څخه د راتيريدو پر وخت بدلون مومي ،چې دې خوزښت ( حركت ) او له خولې راوتلو تورو د غږ بدلون او بيل والي ته هجا وايي ، د دوو يا زياتو تورو له يو ځاى كيدو څخه يو ، ويې ( لفظ ) جوړيږي ، او د بيلا بيلو تورو له يو ځاى كيدو څخه غونډله ( جمله ) رامنځته كيږي .
د بيلګې په توګه :
زه د بلخ د لرغوني ښار اوسيدونكى يم .
ياده شوې غونډله د ويېونو ( الفاظو ) څو برخې لري ( زه ، د بلخ ، دلرغوني ښار ، اوسيدونكى ، يم ) چې هره برخه يې يو ه مانا وركوي ، دپورتنۍ غونډلې هره برخه بيا بيل بيل اوازونه يا غږونه لري چې د پيژندنې لپاره يې نښې هم ټاكل شوي دي چې ډول ډول څيرې لري ، همدا توري ( ابيڅۍ ) ده ،د پښتو ټول يو څلويښت توري دي او په دې منځ كې يې ديرش هغه توري دي چې په دري او عربي ژبو كې دود ( مروج ) دي .
(ا ب ت ث ج ح خ د ذ رز س ش ص ض ع غ ف ق ك ل م ن و ه ء ي ئ ) .
د پښتو تورو څلور هغه داسې دي چې په دري ژبه كې شته خو په عربي كې نشته ( پ چ ژ ګ )
او درې توري ( ټ ډ ړ ) يې بيا داسې دي چې نه په دري كې شته نه په عربي كې خو په هندي ، لرغونې ژبې سانسكريټ ، انګريزي ،او اردو ژبو كې شته دي ، دې دريواړو تورو پښتو ژبې ته دا ګټه رسولې ده چې ددې ټكو په كارونې سره طبي ، لاتيني او انګريزي ټكي چې پښتو او نورو سيمه ييزو ژبو كې كټ مټ كاريږي په هماغه اواز ادا كولى شې ، د بيلګې په توګه ، سوډيم ، ايركنډيشن ، خو په نورو ژبو كې بيا دا ځانګړتيا نشته .
( ڼ ) نوڼ هم د پښتو ابيڅۍ يو بل تورى دى خو ځنې يې بيا د دوو تورو مركب ګڼي ځكه يې د مفردو تورو له ډلې څخه نه بولي . له يادو شو تورو پرته چې د پښتو په چم كې په دوديزو ژبو ( دري او نور و) كې هم شته خو څلور نور توري ( ځ څ ږ ښ ) بيا د پښتو ابيڅۍ ځانكړي توري دي ، داتوري د پښتو ژبې د بيلا بيلو لهجو تر منځ پوهاوي راپوهاوي ته لار اواروي ، دې تورو د پښتنو د بيلا بيلو ټبرونو ( قبيلو ) د تلفظ يا د ټكو د كارونې پر وخت د لهجې اختلاف راكم كړى دى ،
– (څ) د (ح) له پاسه دري ټكي وركول كيږي او ځنې خلك يې (چ) او ځنې نور (ث) تلفظ كوي ، لكه (څه) چې ځنې ورته (چه ) او ځني ورته (سه) وايي .
(څادر) چې ځنې يې (سادر) بولي .
(څوك) چې ځنې يې (چوك) او ځني نور يې (سوك) تلفظ كوي .
� (ځ) د (ح) د پاسه چې همزه (ء) وليكل شي ( ځې ) ترې جوړيږي ، يو شمير خلك د(ج) او ځنې نور بيا د (ز) اواز تري اخلي . د بيلګې په توګه
(ځاى) (جاى) او (زاى )
� (ږ) يو ټكي د (ر) د پاسه او يو لاندي وركول كيږ ي او (ګې ) په وزن د (ژ ) آواز هم وركوي.
لكه
( ږمنځ ) (گومنځ ) او (ژمنځ)
� (ښ) يو ټكى د (س) له پاسه او يو يې لاندي وركولي كيږي او ځنې خلك ( د پښتونخوا اوسيدونكي يې ) په (ش) او د (خ) په غږونو وايي .
(ښكلى ) ( شكلى ) (خكلى )
(څښل ) (چشل ) (څخل )
څښل : د دي ټكي تلفظ ځني خلك(سكل) او ځني خلك(سخل) (ثخل) (چشل) (چكل) تلفظ كوي، خو دا چې د كندهار او نورو څيرمه ولايتونو اوسيدونكي يې په (ش ) او د پښتونخوا او ختيځو ولايتونو ځنې اوسيدونكي يې په ( خ ) تلفظ كوي په ليكلو كې يې بدلون نه راځي ، كه تاسو وليكئ چې ( ما اوبه وچشلې ) يا ( ما اوبه وڅخلې ) دلته( چشلې ) او ( څخلې ) ناسم دى ، كه ( پښتو ) په ( پشتو ) وليكل شي دا هم سم نه دى ، د ورته لهجو ليكنه په هماغه لهجو له كره(سوچه ) پښتو ليكدود سره ټكر لري ، د بيلګې په توګه د پښتو د كره ليكدود له مخې د ( وچشلې ) او ( وڅخلې ) پر ځاى ( وڅښلې ) كاريږي ، كه ليكوال يې د كندهار وي يا له پښتون خوا وي .
ښځينه او نارينه
په پښتوكې ټول نومونه د كيفيت او جنسيت له مخې پر دوه ډوله دي او پر ښځينه او نارينه نومونو ويشل كيږي دغه دوه ډوله ځنې نښې هم لري چې په لاندي ډول ښودل كيږي:
-دنارينه نوم نښي :
هغه نومونه او صفتونه چې په پاى كې يې لاندينۍ نښې او توري راشي نارينه ګڼل كيږي :
۱ � نرمه(ى ) لكه: لرګى، منګى ، سړى ، نوى ، وږى ، تږى …….
۲ � څرګند واو لكه: تالو ، بانو ، چالو .
۳ � نرم واو لكه : پلو ، چلو ، كنډو .
۴ – كوچنۍ(هه) لكه : تره ، وراره ، زړه ، نيكه.
۵ � هغه ټول نومونه چې په پاى كې يې اصلي توري راغلي وي نارينه ګنل كيږي .
لكه : ميز ، لاس ، غل ، مل .
– دښځينه نوم نښي:
هغه نوم يا صفت چې په پاى كې يې دغه وروسته نښې راغلې وي مونث (ښځينه) نوم ګنل كيږي .
۱ � څرګنده(هـ)لكه : اسپه ،لښته ، پنبه ، پوښتنه ، توره ، سپينه ، .
۲ � ښځينه يا زور كۍ ولا (ۍ ) لكه : خولۍ ، ډوډۍ ، څپلۍ ، څوكۍ ، .
۳ � الف : ژړا ، خندا ، نڅا ، ملا ، شا ، ښوروا ، .
مګر الف د بې سا نومونو په پاى كې ښځينه نښه ګڼل كيږي .
۴ � اوږد(واو) لكه :ښارو،ځانګو ، لامبو .
۵ � څرګنده (ي) لكه: بياتي ( قيچي ) دوستي ، ښادي ، وروري ، خوري ، خپلوي.
مګر په نسبتي صفتونو كې څرګنده (ي) د نارينه لپاره راځي لكه : دوبي ، موچي، ډولچي ، ربابي .
۶ – اوږده (ې) لكه : ادې ، ناوې ، ملګرې ، تږې .
مفرد او جمع نومونه
نوم د شمير او كميت له مخې په دوه ډوله دي مفرد او جمع .
مفرد: هغه دى چې پر يو شي يا يو كس باندي دلالت كوي لكه: هلك ، ونه ، لرگى .
جمع: هغه دى چې له يوه نه پرزياتو شيانواو كسانو دلالت كوي لكه: هلكان ، ونې ، لرگي .
په پښتو كې ټول جمع نومونه له مفرد و هغو څخه دځينو نښو په راوړلو جوړيږ ي :
د نارينه جمعي نښې دا دي : ي ، گان ، يان ، ان ، ونه .
د ښځينه جمعونښې دا دي : ې ، ۍ ، گانې ، وې .
د نارينه جمعو د جوړولو ارونه ( اصول ) .
۱ � هر مفرد نوم او صفت چې په پاى كې يې نرمه (ى ) راغلي وي په جمع كښي دغه (ى ) په څرگنده (ي) بدليږي لكه :
مفرد: ستورى ـ لوښى ـ پرونى . مفرد: پلى ـ تلى ـ لرگى .
جمع : ستوري ـ لوښي ـ پروني. جمع: پلي ـ تلي ـ لرگي.
په دي ډول نومونو كې سا كن نومونه يا صفتونه د مفرد په پاى كې د (ان) په راوړلو سره هم جمع كيږي لكه:
جمع : مېږي ، كابلى .
مفرد: ميږيان ، كابليان،
۲ � هر نوم او صفت چې په پاى كې يې څرګند اصلى (واو) يا (الف) يا څرګنده اصلي (هه) راغلي وي د (گان) په كارولو سره جمعه كيږي:
لكه : تالو ـ تالوگان
چاكو ـ چاكوگان
باړخو ـ باړخوگان
ماما ـ ماماگان
بوډا ـ بوډاگان
ساده ـ ساده گان
يادونه: د واو په نومونوكې په (ان) او د الف په نومونو كې ځنې وخت په (يان) هم جمع كيږي لكه : مېرزايان،آشنايان،ملايان،كچالان،كدوان،پټوان .
-سا كښ صفات چې په پاى كې يې څرگنده (ي) يا څرگند (واو) راغلى وي د (ان) په كارولو سره جمعه كيږي.
لكه: مفرد : موچي ـ دوبي ـ لاپو ـ خيټو .
جمع: موچييان ـ دوبيان ـ لاپوان ـ خيټوان .
۴ � هر صفت چې په منځ كې يې ( واو ) يا ( يا ) راغلي وي په ښځينه كې دا ( واو ) او ( يا ) غورځيدلي وي ، نو په جمعه كې په الف بدليږي او په پاى كې يې كوچنۍ ( هه ) زياتيږي .
لكه : جمع: پښتون ـ ړوند ـ تريخ ـ تريو ـ روڼ .
مفرد : پښتانه ـ ړانده ـ ترخه ـ تروه ـ راڼه .
۵ � ځنې دوه توريز او درې توريز صفات د كوچنۍ (هه ) په زياتولو سره جمعه كيږي .
لكه: جمع: غل ـ مل ـ مړ ـ سور ـ شين ـ اوم ـ اوږد.
مفرد : غله ـ مله ـ مړه ـ سره ـ شنه ـ اومه ـ اوږده.
۶ – هغه نومونه او صفتونه چه په پاى كې يي اصلي حرف راغلى وي كه ساكښ وي په ټوليز ډول د (ان) په زياتولو او كه بي ساوي (ونه) په زياتولو سره جمع كيږي.
لكه: مفرد: چرګ ـ ا وښ ـ ځوان ـ مين .
جمع: چرګان ـ اوښان ـ ځوانان ـ مينان .
مفرد: كور ـ كال ـ پور ، راز .
جمع:كورونه ـ كلونه ـ پورونه ، رازونه .
ښځينه جمعي
د ښځينه جمعو د جوړولو لارې چارې او نښې نښانې .
۱ � هر مفرد ښځينه نوم چې په پاى كې يې (واو) او (الف) وي د ( گانې ) په زياتولو سره جمع كيږيږ ي . لكه :
مفرد: زانگو ـ پيشو ـ ورشو ـ ژړا ـ غوا ـ رڼا .
جمع: زانگوگانې ـ پيشو گانې ـ ورشوگانې ـ ژړاگانې ـ غواگانې ـ رڼاگانې.
ځني پښتانه د (الف) نومونه د (وې) په راوړلو جمع كوي لكه :
ژړاوې ـ رڼاوې ـ غواوې ….
۲ � هر مفرد ښځينه نوم چې په پاى كې يې څرګنده (ي ) يا زوركي واله(ۍ) راغلي وي كه سا كښ وي په (گانې ) جمع كيږي او كه بي ساوي نو جمع يي په زوركي واله (ۍ) راځي لكه:
مفرد: مامي ـ انۍ ـ بوډۍ .
جمع: مامي گانې ـ اني گانې ـ بوډۍ گانې .
مفرد: دوستي ـ وداني ـ ښادي.
جمع: دوستۍ ـ ودانۍ ـ ښادۍ.
۳ � كوم نومونه چې پاې كې يې اوږده (ې) راغلې وي په ټوليزو ( عمومي ) صفتوكې جمعه نه لري بلكې د مفرد او جمع لپاره يو شان كاريږي لكه :
مفرد:ورغومي ، ناوې .
جمع : ورغومي ـ ناوې .
۴ � هغه مفرد ښځينه نومونه چې په پاى كې يې (هه) وي په جمع كې (هه) په (ي) بدليږي لكه : مفرد : گټه ـ پاڼه ـ مالګه ـ چرګه ـ پخه .
جمع : گټې ـ پاڼې ـ مالګې ـ چرګې ـ پخې .
يادونه :
ټول سماعي موُ نثات په اصل كي (هه) لري نو ځكه يي جمع په آخركې د (ې) په راوړلو سره راځي لكه : مفرد: غيږ ـ لار ـ لمن ـ څنگل .
جمع: غيږې ـ لارې ـ لمنې ـ څنگلې .
۵ � د نسبتي صفاتو او شريكو صفاتو ښځينه جمعې له نارينه جمعو څخه د (ې) په زياتولو جوړيږي لكه :
مذكرجمـع: دوبيان ـ ساده گان ـ آشنايان ـ خواران ـ كابليان .
مونث جمع : دوبيان ـ ساده گان ـ آشنايانې ـ خوادانې ـ كابليانې.
۶ � د معنوي مونثاتو جمعې د يوې قاعدې لاندې نه راځي لكه
مفرد: مور ـ خور ـ لور ـ نجلۍ ـ ترور .
جمع: ميندې ـ خويندې ـ لوڼې ـ نجونې ـ ترورياني.
د نوم حالتونه
په عمومي ډول دوه حالتونه لري : معنوي او لفظي.
اول : معنوي حالت : د نوم مشهور حالتونه څلور دي .
۱ � فاعلي حالت : كوم نوم چې په جمله كې فاعل وي يانې له هغه څخه يو كار صادرشي يا ورپوري تړلي وي هغه حالت ته فاعلي حالت وايې لكه :
ځلمى خط ليكي تورپيكۍ كورته ځي چې په دې جملو كې زلمي او تورپيكۍ دواړه فاعلي حالت لري .
۲ � مفعولي حالت : بريالى ډوډۍ خوري ملالۍ سبق وايي . په دي جمله كې ډوډۍ او سبق په مفعولي حالت كې دي .
۳ � ندايي حالت : كه چيرې يو نوم ته غږ او ندا وركړى شي نو هغه نوم په نداي حالت كې دي لكه : اي وروره ا هلكه ا خوركۍ ا تاته وايم.
په دي جملو كښي ورور ـ هلك او خوركۍ نداي حالت لري.
۴ � ارتباطي حالت: كه چيرې يو نوم د ارتباط له حروف سره وكاريږي او د ارتباط توري ور څخه د مخه او وروسته راشي نو هغه نوم ارتباطي حالت لري لكه : له كوره راغلم .
بازارته ځم ملالۍ ته قلم وركړه. په دې بيلګو كې كورـ بازار او ملالۍ ارتباطي حالت لري او د ارتباطي توري په كي .
په پښتوكې د اړيكي ( ارتباط ) توري دي بې ـ په ـ پر ـ د ـ تر ـ له ـ ته ـ لره ـ څخه ـ ځنې ـ سره .
كه چيرې دوه نومونه د (د) په واسطه له يو بل سره ارتباط پيداكړي نو هغه وخت ورته اضافي ارتباط وايي . په اضافي ارتباط كې لومړى مضاف اليه او وروسته مضاف راځي لكه : د اختر ورځ ـ د زروگوته ـ او كه مضاف اليه د ( مې ـ دي ـ يي ) ضميرونه وي نو بيا مضاف د مخه راځي لكه : قلم مي راكه كتاب دې څه شو . زړه پريشان دى .
دوم : د نوم لفظي حا لتونه :
په پښتو كې نومونه د پاى د بدلون له پلوه .
۱ � هغه نوم چې په نرمه (ى) ختم شوي وي په ندايي حالت كښي مفتوح راځي او فتحه (زور) په ( ه ) ليكل كيږي په فاعلي او ارتباط حالت كې د جمعې په شكل اوړي يعني نرمه ( ى ) په څرگنده (ي) بدليږي او په نورو حالاتو كې په اصلي شكل راځي لكه :
ندايې حالت : اي زلميه ! ، اي سړيه ! .
فاعلي حالت : زلمي خط وليكه ، توريالي سبق ووايه .
ارتباطي حالت: په منگي كې اوبه نشته ، ته څه وايې ، توريالى يې بوته .
۲ � كوم نومونه چې په صحيح حرف پاى ته ورسيږي او جمع يې په (ان ـ ونه) راځي په ندايې حالت كې مفتوح او په نورو حالاتو كې په اريز (اصل ) ډول راځي لكه :
اې ځوانه ! ، اې هلكه !.
اې باده ! ، اې كوره ! .
۳ � هغه صفت چې په منځ كې يې (واو) وي په ندايي حالت كې يې مفتوح او په فاعلي او ارتباطي حالت كې د جمعې په صورت كې راځي لكه :
اې پښتونه ، كوچني هلك وخندل .
بې ننګي د پښتانه مرگ دى .
يادونه: دغه راز د (له ـ تر ـ بې ـ نا) له حروف سره هم مفتوح راځي لكه : بي فكره سړى دى ، ناشكره دى ، تركوره پورې ځم ، له كوره راغلم.
۴ � سماعي مونث او په (هه) او څرگند (ي) مختوم مونث په ندايي ـ فاعلي ـ ارتباطي درې واړو حالتونو كې په جمعه بدليږي لكه : اې ميرمنې! دښمنۍ ډير كورونه وران كړل ، نن د ښادي ورځ ده . ، اې ملګريه ! هغوى لاړل يا نن د مياشتې شلم دى .
۵ � هغه معنوي مونث چې په صحيح حرف ختم وي په ندايي حالت كې يي پاى پر اوږدې (ې ) زياتيږي د (له ، بې، تر) سره مفتوح او په نورو حالتوكې په خپل شكل راځي لكه : اې مورې ! اې خورې! له موره بل څوك خوږ نشته.
دا هلك بې موره دى .، داډالۍ ( تحفه ) ترموره ورسوه .
۶ � اسم جنس او جمع نومونه چې په څرگنده (ي) يا (ه) مختوم وي ندايي ، فاعلې او ارتباطي حالاتو كې د پاى (ي) او (هه) په اوږده (واو) بدليږي لكه : اې سړو! ميلمنو ډوډي وخوړه .
دغوړو بيه زياته شوې ده . زما خويندو ميندو ! اې ښځو! خپل حقونه وغواړئ .
اې ملګريه !دمېلمنو كوټه چېرې ده .
۷ � جمع مذكر او اسم جنس چه په صحيح حرف ختم وي په ندايي ، فاعلي او ارتباطي حالاتوكې يي پاى ته كوچنى (واو) زياتيږي لكه : اې هلكا نو ! نورو هلكانو سبق ووايه ، اې ځوانانو ! دغو ځوانانو ډير كار وكړ .
مصدر
مصدر په لغت كې سرچپه منبع ته وايي او په ژب ښوونه كې هغه كليمه ده چې د كار كېدلو يا نه كېد لو ا ظهار تري كيږي او د زماني تعلق ورسره نه وي .
لكه :تلل، كتل ، نيول ، او داسې نور : په پښتوكې د مصدر نشه (ل) دى چې دكليمه په پاى كې راځي .
د مصدر درې ډولونه لري .
۱ � وضعې مصدر يا اصلي مصدر.
۲ � تركيبي مصدر.
۳ � جعلي مصدر.
لومړى(وضعي يا اصلي مصدر)
هغه مصدر ته وايي چې د يوې ځانګړي مانا لپاره وضع شوى وي لكه تلل، وهل ، وژل ، ليدل ، څښل، غوښتل ، رېبل ، خوړل ، او داسي نور.
دوهم (تركيبي مصدر)
تركيبي مصدر يا غير وضعي مصدرونه هغه مصدرونه دي چې د يو اسم په پاى كې د كول يا كيدل په زياتولوسره جوړيږي لكه : كار كول ،ډاډه كېدل، كله كله يواځې د (ول) يا (يد ل) په زياتولو سره جوړيږي لكه: خندول ، جوړيدل .
تركيبي مصدرونو جوړول لپاره كومه ټوليزه (عمومي) لار ( قاعده ) نشته په دوديز ډول ( عموما ) په ځنې اسمونوكې لږ شان بدلون راځي خو دلازمي فعل لپاره (ول) او (يدل) اضافه كيږي .
د اسم بدلول په مصدر باندي په لاندې ډول دي .
۱ � د اصلي مطلق صفت د پاى په توري زور كيږي بيا (ول) ورسره اضافه كيږي اولازمي افعال په لاس راځي لكه:
تلل ـ تللي دي ـ تللي به وي ـ تللي وو ـ ځم به ، ليكونه وليكه ـ ته به ليك وليكې .
ايسار = ايسارول خلاص = خلاصول لږ = لږول
پاك = پاكول خوشحال = خوشحالول لوړ = لوړول
پټ = پټول ډك = ډ كول مات = ماتول
يخ = يخول نرم = نرمول
تش = تشول ډنگ = ډنگول ياد = يادول
تور = تورول زيات = زياتول
ټول = ټولول ژوبل = ژوبلول
جوړ = جوړول سپين = سپينول
خړ = خړول غوړ = غوړول
او كه چيرې وغواړو متعدي فعلونه لاس ته راوړو د مطلق صفت په آخر كې ( يدل) ورسره اضافه كيږي لكه:خنديدل، وليدل، لړ زيدل .
يادونه: څو محدود متلق صفتونه شته چه ځنېيواځې لازمي فعل او له ځنو تورو يې يواځې متعدي فعلونه لاسته راځي. لكه: راشه درشه ، راشه درشه كول .
۲ � د صفت هغه اسمونه چې دري يا څلور توري لري او يو تورى (و) يا(ي) وي د جمعې د جوړولو لپاره دا (و) يا (ي) په الف بدليږي.
د مصدر دجوړولو لپاره پورتنى (واو) او (ي) له منځه ځي يا حذف كيږي او د پورتنۍ قاعدي لاندي راځي.لكه :
موړ = ماړه = مړول = مړيدل
دروند = درنول = دريندل
كوږ = كاږه = كوږول = كوږيدل
تريخ = ترخه = تريخول = تريخيدل
۳ � دجمعې اسمونه په پاى كې (كول) او (كېدل) اضافه كيږي لكه :
اوبه = اوبه كول = اوبه كېدل.
اوږه = اوږه كول = اوږه كېدل.
بوره = بوره كول = بوره كېدل.
چاپ = چاپول = چاپ كېدل .
دريم (جعلي مصد ر)
هغه كليمې ته وايي چې د مصدر مانا وركوي خو نور فعلونه ترې انشقاقيږي او هم يې په پاى كې د مصدر نښه يانې (ل) نه راځي .
دا مصدرونه د اسم يا صفت د اضافه كولو سره مينځ ته راځي او نښې يې دادي (يا ، زړه، نا زړه، وړتيا، كمزورتيا.
ميئن ، مينتوب
والي ، پلن ، پلنوالى ، سپك ، .
ولې ، تربوره ، تربور ولي ،توكم ، توكم پالنه ، ميلمه ، ميلمستيا ،….
پيژند ( تعريف )، پيژند گلوي ، ورور، ورورگلوي …..
يادونه: كله كله د پاړسي له صفتي اسمونوڅخه ورسته (ي ) وركول كيږي ، نرم ، سخت ، سختي ، څرخ ، نه څرخي .
دمصدر ډولونه د جوړښت له پلوه په دوه دى :
– (تام او ناقص ، يدل مصدرونه ) .
۱ � تام مصدر � هغه مصدرته وايي چې د فعلونوټولې له صيغې څخه جوړيږي لكه: رايه ، تا رايه وركړه ، ته به رايه وركړې ، ته رايه وركوې ، تاووژل ، ته به ووژني .
۲ � ناقص مصدر � هغه مصدر ته وايي چې دفعلونو ټولې صيغې ترې جوړيږي او د ځينو صيغو لپاره له بل مصدر څخه كار اخيستل كيږي. لكه:
تلل،تللي دي ، تللي به وي ، تللي وو ، ځم به ، نه به ځم .
مصد ر د مانا په لحاظ په دوه ډوله دى: ( لازمي ، متعدي )
اول � لازمي او متعدي .
۱ : لازمي – لكه : راغلل ، هغه راغى ، خندل ، ته به خاندې .
۲ : متعدي � هغه مصدرونه ته وايي چې له فاعل سر بيره ( علاوه )مفعول ته هم اړه لري .
مفعول: لكه � ليكل ، هغه وليكل .
– خوړل ، هغه ډوډي خوري.
دوم � هغه تركيبي مصدرونه چې په پاى كې (يدل)وي كه چيري د صفت يا له اصلي كامې څخه وروسته اضافه شي مضارع لاس ته راځي (بېلېدل) .
غايب � واحد � هغه بېل شي.
جمع � هغوى بېل شي.
حاضر � غورځنګ دې بيل شي � رڼا او ملګرې يې بېل شي .
جمع : دوي بېل شي � هغوى بېل شي .
مخاطب � واحد � ته بېل شې � دابيله شي .
جمع : تا سو بېل شئ � دوي بېل شي .
متكلم � زړګيه ! زه بيل شم � ته بېله شه .
جمع: مونږ بېل شو � مونږ بېلې شو.
قيود
دا هغه كليمه ده چې فعل يا صفت يا بل قيد په مكان ، زمان ، حالت ، او يا اندازه قيدوي او له فعل سره يو ځاى كيږي ، په يوه حالت يې اړ باسي د بيلګې په توګه په دې جمله كې (زلمى راغى) هيڅ قيد نشته اوكه ووايو چې ( زلمي ته خندا راغله ) نو دلته يو بل شى هم پيداشول چې د راتلو فعل يېورپورې وتاړه ( مقيد كړ ) او هغه د خندا حالت دي .
قيود په پښتو كې ډير ډولو نه لري او دبېلا بيلو مصدرونو لپا ره راځي مشهور ډولونه يې دادي:
۱ � زمان قيود : چې يو فعل ته د زماني او وخت قيد وركوي لكه :
پرون ولاړم اوس راغلم، هر كله راشې، نېكمرغه اوسې، زه تل كارته له وخت سره سم ځم .
۲ � د ځاى او مكان قيود : لكه دلته كېنه ، پاس وخيژئ، ښكته راشه، نژدې راشه .
۳ � دشك قيود : لكه گوندې ( ښايي ، كېداى شي ) راشى ، ښايي سبا ته ولاړ شم .
۴ � د علت قيود : لكه: څه له ځي ؟ ولې نه كېنې؟
۵ � د وضعيت او حالت قيود: لكه : ژر ژر راځه ، په منډه منډه( چټك ) ځه، ولې ورو ورو ځې ؟
ځنې نور قيود هم شته چې د بيلا بيلو مصدرونو لپا ره كار يږي او د فعل مانا ته يو مانيز ( معنوي) قيد وركوي لكه : نا څا په ولاړ ، سبا ارومرو راشه ، دا مضمون په پرله پسې توګه خپريږي ، افغانان ډير زړور دي او د ټاټوبي ساتنه يې په تش لاس كوي .
ياد ونه : په پښتو كې صفات هم دقيد په ډول كاريږي لكه : يواځې مه ځه له عمران سره ملگرى ولاړشه ، پرون له ما پټ ولاړې، زلمى هلته غلى ناست دى ، لكه يو صفت هم دبل صفت لپاره د قيد دنده تر سره كوي لكه : زلمى ډير تږى دى .
جانان لږ ناروغ دى ، مېرويس ښې خوږې خبرې كوي .
ضمير
ضمير هغه كليمه ده چې د تكرار د مخنيوى او د غونډلې د لنډولو لپاره د نوم پر ځاى كاريږي ، لكه :
محمد جان زمونږ هټۍ ( دوكان ) ته راغي ،هغه زما تر څنګ كېناست ، د چاى له څښلو څخه يې وروسته د خپل سفر كيسه وكړه .
په پورتني مطلب كې د (محمد جان ) نوم درې ځله راغى ، چې د تكرار د مخنيوي لپاره يې يو ځاى ( هغه ) او بل ځاى ( يې ) غايب ضمير وكارول شو . كه ضمير كارول شوى نه واى نو غونډله ډيره بدرنګه ښكارېده ،لكه : محمد جان زمونږ هټۍ ته راغى ، محمد جان زما ترڅنګ كېناست ، د چاى له څښلو څخه وروسته محمد جان د خپل سفر كيسه وكړه .
د يادونې وړ : هغه ضمير چې د نوم لپاره كاريږي نوموړى نوم د هغه ضمير ( سر چينه ) يا مرجع بلل كيږي ضميرونه د مرجع له پلوه په څلور ډوله دي .
لومړى : هغه ضميرونه چې د هغو كسانو يا نومونو لپاره وكاريږي چې د خبر و پر وخت شتون ونه لري ( موجود نه وي ) غايب ضمير بلل كيږي چې په دوه ډوله دي .
-مفرد لكه هغه.
– جمع: هغوي.
دوهم : هغه ضميرونه چې د هغو كسانو يا نومونو لپاره استعمال شي چې د خبرو پر وخت شتون ولري خو ويونكي يې خبرې له بل چا سره كوي يانې دوي مخاطب نه وي د غايب (قريب) ضمير بلل كيږي لكه دوي ، دا ، دى .
دريم : هغه ضميرونه چې يو خبرې كوونكي يي دخپل نوم پر ځاىوكاروي ،د (متكليم ضمير) په نامه ياديږي لكه : زه ، مونږ .
څلورم :هغه ضميرونه چې د اوريدنكي د نامه پر ځاى استعماليږي د مخاطب ضمير ونه بلل كيږي لكه : مفرد: ته .