کور / شعر / غزل

غزل

ولاکه يو هم وي په کار په سړي سر ګرځوي
چرس دي سګرټ دي که نصوار په سړي سر ګرځوي
د هيچا زوى به نه وي ته به ورته غذر کوې
کله ناکله دا ريبار په سړي سر ګرځوي
چې توره شپه وي ډيوه مړه وي ترې خولګۍ وغواړې
بيا نو په دې وخت کې انکار په سړي سر ګرځوي
کم عقل ښه وي چې ته څه وايې هماغه کوي
ښکلى چې لږ شولو هوښيار په سړي سر ګرځوي
چې ته ترېنه  شاته يې روان او درپسې راګوري
يره د ښکلو دغه کار په سړي سر ګرځوي
د چا دادا به درنه خوله واخلي او غېږه واخلي
ستا خو يوازې تش ديدار په سړي سر ګرځوي
اى! لېونى به شې مئن دى خانده مه ورپورې
ګوره ددې سړي ازار په سړي سر ګرځوي
هاغه لاسونو کې منګي هاغه شنې سرې لوپټې
په هاغه پوله ها کتار په سړي سر ګرځوي
( يرغله ) يو ځلې غېږ واخله نور د خداى لپاره
ستا ددې کار تکرار تکرار په سړي سر ګرځوي