کور / سپورټي / کرکيټ: چورنګي الفتاح کلب د ځوان کرکيټ اکاډمۍ ته ماتي ورکړه

کرکيټ: چورنګي الفتاح کلب د ځوان کرکيټ اکاډمۍ ته ماتي ورکړه

 ځوان افغان کرکټ اکاډمۍ لوبډلې د رمضان په کپ کې لومړۍ لوبه بایلودلهبیګا شپه د افغانستان د ځوان کرکټ اکاډمۍ لوبډلې ته د پاکستان چورنګي الفتاح کرکټ کلب په درې ویکټو ماتې ورکړه.
د ځوان کرکټ اکاډمۍ لوبډلې پچه وګټله او توپ وهنه یې غوره کړه په شل اورنو کې د ۷ لوبغاړو په سوزیدلو ۱۱۶ منډې جوړې کړي.
له لږې دمې وروسته د کورنګي الفتاح لوبډلې په توپ وهنه پېل وکړ او د ۱۹ اور په څلورم توپ يې ټاکل شوی هدف د ځوان افغان کرکټ اکادمۍ لوبډلې ته پوره کړ.
د ځوان افغان کرکټ اکاډمۍ لوبډلې د منډو شمېر پاڼه:
شپږیزېڅلوریزېمنډېتوپونهلوبغاړی
 ۳۲۸۱۴سمیع الله شینواری
  ۰۱خالق داد نوري
  ۱۳۱۶شفیق الله شفیق
 ۱۲۲۲۱محمد نبي عیسی خېل
  ۰۱بادشاه حسین
  ۲۰۱۵اصغر ستانکزی
  ۱۹۱۲جاوید احمدي
 ۳۱۳۱۳محمد شهزاد


 
د ځوان افغان کرکټ اکاډمۍ لوبډلې د توپ اچونې شمېر پاڼه:
ویکټېمنډېاورونهلوبغاړی
۱۱۹۴عبدالله مزاري
 ۲۱۳خالق داد نوري
۴۲۰۴شاپور ځدران
 ۱۲۳محمد نبي عیسی خېل
۱۲۶۳.۴حمید حسن
۱۱۹۳سمیع الله شینواری

                                                                                                                         
د ځوان افغان کرکټ اکاډمۍ لوبډلې کپتان خالقداد نوري په بیګانۍ لوبه نیوکې لري او وايي(( د چورنګې الفتاح سره باید بیګانۍ لوبه په ۱۱ بجې د شپې پېل شوې و خو داسې ونشول او لوبه یې په ۱ بجه د شپې پېل کړه، لوبه یې ځکه ناوخته پېل کړه چې تلویزیون د پاکستان د ملي لوبډلې لوبه په ژوندۍ بڼه د کرکټ مینوالو ته وړاندې کوله)).
همدارنګه خالقداد نوري په لوبڅارانو نیوکې وکړي چې د ځوان افغان کرکټ اکاډمۍ لوبډلې په خلاف یې پریکړې کولې، تر اوسه لا معلومه نه ده چې د ښاغلي نوري په لوبڅارانو نیوکې څومره حقیقت لري خو وايي(( لوبڅار زموږ د توپ اچونکو صحیح توپونه چې وایډ نه ول او وایډ به یې ورکول او د چورنګي الفتاح وایډ توپونه یې وایډ نه ورکول. نوري دا هم وايي چې د ځوان افغان لوبډلې د توپ اچونکو ۳ ویکټې چې باید سوځیدلې یې ورکړې وي خو لوبڅار ورنکړي نو همد لامل شو چې لوبه د چورنګي الفتاح په ګټه تمامه شوه)).
د ځوان افغان کرکټ لوبډله نن شپه ۱۱ بجې په کراچۍ کې د میلر جم خانې کرکټ کلب لوبډلې سره لوبه لري، په میلر جم خانه کې د پاکستان د ملي لوبډلې لوبغاړي یونس خان،عبدالروف، فیروز خان او خالد لطیف هم لوبه کوي.
د رمضان کپ د اګست په ۲۰ نېټه پېل شوی د ځوان افغان کرکټ اکاډمۍ کلب پکې لومړۍ لوبه د چورنګي الفتاح په خلاف وبایلله او نن  د اګست به ۲۸ نېټه د میلر جم خانې کرکټ کلب سره د شپې په ۱۱ بجې سیالي لري.
د ځوان افغان کرکټ کلب  دریمه لوبه به سبا شپه ۱۱ بجې  د اګست په ۲۹ نېټه د ملک اټیر کرکټ کلب سره وي.
د ځوان افغان کرکټ اکاډمۍ سره په دې سیالیو کې د اوسنۍ ملي لوبډلې ۹ لوبغاړي  او د ملي لوبډلې ۲ پخواني لوبغاړي هم لوبه کوي.
د ځوان افغان اکاډمۍ لخوا د رمضان کرکټ سیالیو ته غوره شويې لوبډله په لاندې ډول ده:
۱-  خالق داد نوري( کپتان)۲- اصغر ستانکزی۳- شهزاد محمدي۴- محمد نبي۵- شاپور ځدران ۶- حمید حسن۷- جاوید احمدي۸- عبدالله مزاري۹- سمیع الله شینواری۱۰- بادشا حسین۱۱- خان محمد۱۲- جمعه ګل۱۳- شفیق الله۱۴- ایمل هوتک.
د ځوان افغان کرکټ اکاډمۍ لخوا د دې سیالیو لپاره غوره شوي ادري ډله:
شفیق الله عصمت ستانکزی ( د لوبډلې مدیر)اسد الله خان ( د لوبډلې روزونکی)حق داد نوري ( مرستیال روزونکی)حمزه لامع ( د همدې سفر مشر )کاظم بشیر( د  ځوان افغان د کرکټ د اکاډمۍ د ویب پاڼې مسؤل )
د ځوان کرکټ کرکټ اکاډمي په ۱۹۹۷ز کال کې جوړه شوي او په کورني کرکت کې یې په هیواد کې د کرکټ د پرمختګ لپاره ډېرې هلې ځلې کړي، د ځوان افغان کرکټ اکاډمۍ  کرکټ کلب په ګاونډیو هیوادونو کې د کلب کرکټ په کچه پخوا هم لوبیدلی، هندوستان، سریلینکا او پاکستان ته يې سفرونه کړي چې د افغانستان په استازيتوب د کلبونو په کچه ښه ځلیدلي کرکټ کلب دی. د ځوان کرکټ اکاډمۍ لوبډله د افغانستان کرکټ بورډ سره راجستر شوي اکاډمي دي په افغانستان کې د کرکټ د ودې، پرمختګ او د کرکټ اړوندو چارو ټول مسؤلیتونه د افغانستان کرکټ بورډ په غاړه لري.
 
د کرکټ مینوال کولای شي په لاندې رسنیو کې د  ځوان افغان کرکټ اکاډمۍ د دې سیالیو ژوندی حال تر لاسه کړي:د جیو سوپر تلویزیون لخوا په ژوندۍ بڼه خپریږي.
شمشاد تلویزیون هم پتیلې چې د  ځوان افغان کرکټ اکاډمۍ د  لوبډلې حال په ژوندۍ بڼه د کرکټ مینوالو ته وړاندې کړي.د ځوان افغان کرکټ اکاډمۍ د ویب پاڼې مسؤل هم هوډ کړی چې د کرکټ مینوالو ته نیغ په نیغه د  ځوان افغان  کرکټ اکاډومۍ لوبډلې د سیالیو تازه حال د خپل ویب پاڼې له لارې وړاندې کړي.www.ayccricket.com