کور / هراړخیز / د هند په لویه وچه د افغانانو حکومت (یو تاریخې ناول ۱۱)

د هند په لویه وچه د افغانانو حکومت (یو تاریخې ناول ۱۱)

سلطان علاؤالدین  خلجیي 
تاسو ددې  ناول  یو لسمه برخه  لولئ….
پرلپسې  … ٭٭٭٭٭۱۷


رنتهمبور کې  چې  کله  سلطان علاؤالدین ته د حاجی  مولا د بغاوت  او سر کشۍ خبره   ور  ورسیده  نو هغه بلکل  چپه خوله پاته شو ، هغه  خپل خلک ددې  خبرې  څخه بې خبره و ساتل  خو تر څنګ  یی د رنتهمبور د کلا د سوبې کولو  هڅې  نورې  هم  ګړندۍ کړې .
داسې  بریښیده  چې  قدرت  هم د علاؤالدین  په لورې  دې . داسې وشول  چې د علاؤالدین  طرفدارانو  بدایانو  دښار   دروازه  پرانسته  او بیرون  را ووتل . کله چې  حاجی مولا  پرې خبر شو نو پر هغوې  یی یرغل  وروړ خوهغو خلکو د حاجی مولا  مقابله وکړه  او په خپله مقابله کې تم شول . ددهلی د ښار نه بیرون  سخت  جنګ  و نښت ، په دې  جنګ کې د علاؤالدین  خواخوږو   حاجی مولا و نیو  او هملته یی وواژه ،اودهغه زیات  شمیر  پلویان یی  له تیغه تیر کړل. کله  چې  داخبر  رنتهمبور کې  سطان  علاو الدین  ته  ورسیدنو هغه سمدستی د باغیانو د ځپلو له پاره  خپل ورور    الماس  بیګ  را ولیږه .  الماس  بیګ هم د  سیلۍ او توپان  په څیر دهلی ته را ورسید او هغو خلکو  چې په بغاوت کې  یی  برخه  اخستې وه ټول  له یوه سره د تیغه  تیر کړ ل، دهغوې کورونه  یی هم وران کړل  او ددې  ټولو  عملیاتو وروسته  الماس  بیګ  بیرته   په رنتهمبور کې د سلطان  علاؤالدین سره یو ځاې  شو .
اوس نو دوې  دوه بغاوتونه په ډیره اسانۍ سره  ځپلي  وو ، او په دې  توګه د علاؤالدین پر خلاف  را ټوکیدلې  دوه  ستونزې  حل  شوې وې  خو هغه دریمه  ستونزه  چې د سلطان  پر خلاف  ولاړه وه هغه د منګولیانو ستونزه وه  او سلطان  دهغوې  د ځپلو له پاره  ملک کافور او کمال الدین  دواړه   د  سترو لښکرو  سره استولی وو. تر څنګ  یی د دیبالپور حاکم   ملک تغلق ته حکم کړې  و  چې  د خپلو لښکرو سره یو ځاې د هغوې   کومک  ته ورشي .  څرنګه  چې ملک کافور او کمال الدین  دواړه  د رنتهمبور  څخه د ملتان  په لور  روان  و  نو په دې خاطر  د ملتان حاکم  ملک  تغلق هم د  ملتان  په لورې  و خوزیدتر څو د ملک  کافور او کمال الدین دلښکرو سره هملته یو ځاې  شي .
د بله اړخه منګولیان د خپل  سالار   کیک  تر مشرۍ  لاندې  د وینو په تویولو او د ابادیو په  خرابولو سره  مخته را  روان و . هغه به  چې د خپل لښکر سره هرې  لورې  ته مخ کاوه  نو په خپله   مخه کې  پروت   لښکر  به یی  په خپلو  پښو کې   مروړه . دهغه یلغار  او د هغه  رفتار   داسې  توپانې  او وینه تویونکې و  چې  هرې  لورې  ته یی  ژوندی  عناصرو ابادۍ    په  هډیرو باندی  بدلولې. هغه په خپله  لاره کې  کلي او کورونه   لوټول  او ژوندی  یی  ترې   وژل  چې په همدې ترتیب  سره  تر ملتانه ورسید.
ملتان  ته  د منګولیانو د ورسیدو  تر مخه د دیبالپور  حاکم ملک تغلق خان  د  ملک کافور او کمال الدین د لښکرو  سره یو ځاې  شوې و . او په دې  توګه  یی  دملتان   په  چاپیریال  کې  دې  درې واړو د خپل متحده لښکر  په واسطه  د منګولیانو  لار  ډپ  کړه .
څرنګه  چې منګولیان   ان  تر ملتانه پورې  پرته له کومه خنډه را غلي و  او  په خپله لاره کې د کوم  ستر جنګي  ځواک  سره نه و  مخ  شوي  نو په دې خاطر  یي  حوصلې  ډیرې  پورته وې. ملتان  ته  د را رسیدو سره سم د منګولیانو  سپه سالار  کیک  د لارې  د بندونکو  سره د  ټکر کولو  هوډ وکړ .
د منګولیانو سره د  جنګ دپیلامې  له  پاره  دوې  درې واړو  ملک کافور د خپلو لښکرو  په منځنۍ برخه کې  و ساته   ، کمال الدین  ښئ   لورې  ته ولاړ  او ددیبالپور حاکم ملک  تغلق د چپ  لورې  قومانده په  غاړه واخسته .
د منګولیانو سپه سالار  چې  کله په خپل مخکې   کمال الدین ، ملک  کافور او  ملک  تغلق د خپلو فوځونو  د لیکو په  جوړولو او منظمولو   و کتل  نو په سترګو کې  یی د وینو  څاڅکی  را پیدا شول ، ځکه د منګولیانو  وینی  د همدې  قومندانانو د ځواکونو په واسطه توی  شوې  وې .
 هغه  خاوره  په هوا کې  پورته کړه  او د خپلو  فوځونو  د توپانی حملې  سره یو ځاې  ددې  درې واړو په لښکرو  باندی  را پریوت . تر هغې  چې دمنګولیانو  سپه سالار  خپل  فوځونه مخ ته  راوړل  نو ملک کافور ،  کمال الدین او ملک  تغلق په خپلو کې سره سلا وکړه  اوخپل  فوځونه یی ارام  پریښوول . خو دهغوې د ځواکونو د قهر او غضب  اندازه  هم  دکتلو  وه . شونې ده  چې هغوې به په خپلو منځو کې  د پخوا څخه سلا کړی  وی  چې  هغوې  به  هیڅکله هم منګولیانو ته د حملې  د پیل  له پاره وخت  ورنه کړی . په دې خاطر کله  چې د منګولیانو لښکر مخته راغې  نو ملک   کافور  سمدستی د خپل لښکر سره یو ځاې   حرکت وکړ  او په منګولیانو باندي  یی د یوه  تونداو  تود  توپان په څیر  یرغل  وروست . د ملک کافور د یرغل  سره  سم کمال الدین هم د توپاني څپو  په څیر  په کار پیل وکړ ،  دکما ل الدین وروسته د دیبالپور  حاکم  ملک تغلق هم  د خپل لښکر  سره  د خپل  بدترین  دښمن   په لیکو کې   ور ننوت
منګولیان  په دې  هیله ناست و  او فکر یی کاوه  چې  تر ملتانه پورې  به هیڅ  ځواک  ددوې  مخه و نه  نیسي  او مخته  په ملتان کې  به  د وینو تویولو  په  لوبې  سره  هر څه  لوټ  کړی  او بیرته  به را ستانه شي . خو هغوې  ته په خپلو دغو  موخو کې  هیڅ  ډول  بریا  ور  په برخه  نه شو . ځکه دهغوې  د لارې  د بندولو  له پاره  هملته د ملتان په  چاپیریال کې   ملک کافور ،  کمال الدین او ملک تغلق  دخپلو لښکرو سره  موجود و او هغوې په منګولیان  باندې داسې  ناتار  جوړ کړ  چې دهغې  په واسطه د منګولیانو تر منځ  د وینو سیلابونه  روان  شول ، ځکه  ملک کافور ، کمال الدین او ملک تغلق د هغوې  په منځ کې  خپلو بې  رحمه  حملو ته   په  پوره میړانه  دوام ورکاوه .
دمنګولیانو  سپه سالار   کیک  دخپلې  لورې  هڅه کوله  چې په یوه  ډول  نه یوه ډول  ملک  کافور ، کمال الدین او ملک تغلق  دخپلو لښکرو  څخه را بیرون کړی او  ځواکمن  ګذارونه پرې  وکړی  او دخپلې  مخې  څخه یی په شا تګ  ته  اړ کړی . خو د کیک  هره  هڅه  او هر تدبیر ناکامه او نامراده  شو.  ملک کافور ، کمال الدین او ملک  تغلق د منګولیانو  په لښکرو کې  په ور  ننوتلو سره  د هغوې د وینو د تویولو  یو توپان   جوړ کړې و .
ملک کافور  ،کمال الدین او ملک  تغلق  د خپلو وینه تویونکو  حملو  په واسطه  د منګولیانو د لښکرو  یوه ستره برخه  له منځه وړې وه   او د جنګ  ډګر یي دهغوې  په لاشونو باندې  پوښلې و . د منګولیانو سپه سالار ددې  حالت  په کتلو سره   خپله ماتې و منله ، او دخپلو پاته  لښکرو  سره  د ډګر  څخه  و تښتید . ملک کافور ، کمال الدین او ملک تغلق دخپلو لښکرو سره یو ځاې تر ډیره   ځایه دهغوې  پسې ولاړل  او هر چیرې  یی  چې منګولیان  پیدا کول د تیغه یی تیرول ، بلاخره یی د منګولیانو  سپه سالار  کیک  ژوندې و نیوه  او پاته  منګولیانو  خپلې پښې  سپکې  کړې  اوهرې  لورې ته چې توانیدل  و تښتیدل . ملک  کافور ، کمال الدین او ملک  تغلق   ټول  هغه  مالونه  چې منګولیانو  ملتان  ته د  راتللو په وخت کې  په لارو  کې  لوټ  کړی و هم په خپله ولکه کې واخستل .
منګولیانو ته دماتې د ورکولو نه وروسته  ملک  تغلق  بیرته دیبالپورته  ستون  شو  او ملک کافور او کمال الدین هم دخپلو لښکرو او  د  منګولیانو د بندي سپه سالار   سره  یو ځاې  رنتهمبور  لورې  ته ولاړل.  هغوې  دمنګولیانو  دغه  قومندان  سلطان  ته  وړاندې کړ  او سلطان هم  سمدستې   دهغه  د سر  د قلم کولو  امر ورکړ.
اوس نو ددهلی دښار څخه الماس بیګ  او د ملتان د ښار څخه  ملک کافور او کمال  الدین  بیرته راستانه شوی و او د سلطان  علاو الدین لښکری ځواک ته یي پوره  غښتلتیا ور  کړې وه .  ددې  سالارانو د راستنیدو نه وروسته  علاو الدین یوه  نظامې  غونډه  را وبلله تر څو د رنتهمبور د سوبې  له پاره  خپل منځی سلا مشورې  وکړې . په دغه  نظامې  غونډه کې  الماس بیګ ،  ملک کافور ، کمال الدین  او  یو څو نور واړو او  لوېو   سالارانو  ګډون درلود. کله  چې دوې  ټول د علاؤالدین په خیمه کې سره را ټول شول نو علاؤالدین  ورته وویل :
زما دوستانو ! تاسې  پوهیږئ  چې د رنتهمبور  محاصره  ورځ  په ورځ  اوږدیږي ، که څه  هم د جهاین د کلا نه بهر مونږ  د  رنتهمبور  راجه  همیر دیو  ته  سخته ماتې ورکړې  وه ، خو همیردیو  په رنتهمبور کې  خپل ځان  د محاصره کولو نه وروسته  ډاډمن او  خوندي  احساسوي ، هغه اوس  هم  په دې  غرور کې دې  چې دهغه سره اوس  هم نژدې  یونیم  دوه لکه  فوځ  شته ، او همدې  فوځ  په واسطه کولو شې د رنتهمبور   ساتنه وکړی . تاسو پوهیږئ  چې د رنتهمبور  دیوالونه ډیر  ستر  او ډیر قوی  دی ، ددې  دیوالونو را پرزول  ډیر سخت او ستونزمن کار دې  ،اوس  نو تاسو  فکر وکړئ  چې څه ډول کولې  شو  رنتهمبور  سوبه کړو  ، همغه  تدبیرونه  چې بریالی او کامیابه وی  همغه به  پلې  کوو .  دسلطان  علاو الدین ددې پوښتنې په ځواب  کې ټولو  سالارانو تر یوه وخته پورې  خپلمنځې سلا مشور ې  پیل کړې . بیا وروسته  د سلا مشورو  د علاؤالدین خلجی ورور  الماس  بیګ  علاؤالدین ته وویل :
درونده سلطانه !  مونږ ټول  په یوه  پلان  باندې  متفق  شوی  یو  اومونږ  هیله لرو  چې کومه  مشوره  چې مونږ پرې  اتفاق کړې دې که پر  همغې  عمل وشی نو  مونږ  به په اسانۍ  سره  رنتهمبور سوبه کړو. د خپل ورور الماس  بیګ ددې  خبرو په اوریدو سره  د علاؤالدین په سترګو کې د خوشحالۍ  اوښکې  را پیدا شوې  ، بیا یی  الماس  بیګ ته و کتل  او  ورڅخه یی و پوښتل :
الماس بیګه وروره !  ووایه !  چې تاسې  څه  نتیجې ته رسیدلی  یاست ؟ دهغه د پوښتنې  په اړه  الماس  بیګ  وویل :
درونده  سلطانه !  مونږ  غواړو  چې د خپل هر عسکر  له پاره  یوه کڅوړه تیاره کړو ، دا خریطه  باید  پوره مضبوطه  وی ، د ورځې  له اړخه دې  هر  عسکر  خپله دغه  کڅوړه  دخاورو  ډکه  کړی  او دشپې په وخت  کې دې  هر عسکر  خپله  کڅوړه  د رنتهمبور تر دیوالو  ور سوی او هملته  دې  یی  وا چوي ، تر څنګ  دې  څه  عسکر د شا له اړخه  پهره  کوی ، که  چیرې  د دیوال  د پاسه  پر هغوې  غشي را  ووریږي  نو دوې  دې پر هغوې  ځوابی  غشي ور ووروي  او هغوې دې شاتګ  ته  مجبور کړی .
کله  چې دا د خاورو  ډکې  کڅوړې  یو دبل دپاسه   پریوځې  او پورته  ولاړې  شې نو زه  هیله لرم  چې  دا کڅوړې  به هم  ددیوال  ترڅنګ  یو بل دیوال  جوړ کړی ،تر څنګ  به یی د کڅوړو  یوه   پاتخه  هم  جوړه کړل  شي  تر څو مونږ  پرې  و ر وخیژو او سهار  وختي  پرې د ورختلو سره سم خپله  حمله پیل کړو ، تر هر څه لمړۍ به   په دیوال  باندې ناست  غشې ویشتونکې  له منځه یوسو  او بیا به ښار ته  په ور ښکته کیدو سره د راجه  همیردیو کار  هم  ورخلاص کړو  اوتسلیمۍ ته به  یی مجبور کړو .
علاؤالدین  دغه  مشوره  ومنله ،  په سترګو کې  یې  خوشحالې بیرته را  وګر زیده ،اوبیا یی  په پریکونکې توګه وویل :  زما دوستانو !  دا ډیره  ښه سلا ده ، زه  پوهیږم  که  عمل پرې وشی نو مونږ به  رنتهمبور  ډیر ژر  سوبه کړواودهغې  دفاع کونکې  به  په خپله مخه کې بې  وسې او تسلیمیدو ته مجبور کړو . اوس  تاسې  پورته شئ او د کڅوړو د  جوړولو له پاره  پلان  جوړ کړئ ، هر عسکر ته یوه  کڅوړه  برابره کړئ ، خو هرڅه  چې کوئ  خپل ټول لښکر  پرې  سم و پوهوئ ،او په راتلونکې شپه  کې دا کڅوړې  باید  د  رنتهمبور د دیوال  اړخونو ته ورسیږي  اوکله  چې  شپه  پاې ته رسیږې  نود سهار په وخت کې  به د همدې  کڅوړو  څخه د  جوړ شوی دیوال  دپاسه  په دیوال  باندې  خیژو اوښار ته  به ور ننوځو. دعلاؤالدین ددې حکم د اوریدو سره سم  ټول  سالاران د خیمې  څخه ووتل او د خپلو خپلو لښکریانو لورو ته ورغلل .
۱۸
هغه  پلان چې سلطان علاو الدین د خپلو سالارانو سره یو ځاې  په خپله  خیمه  کې  جوړ کړې  و هغه  په  عملی توګه د پلی کیدو په حال کې و . دپلان  مطابق  دغه  کار په  راتلونکې شپه کې پیلیدونکې و .  په دې خاطر  هر عسکر ته  پوره  غټه  کڅوړه تیاره  کړل  شوې  وه  او دهغې د ډکولو او  هلته دیوال ته  د  ورسولو  له پاره  هر عسکر  لارښوونه  وشوه.
کله چې د شپې  تیاره  خپره  شوه نو  عسکر  په ډله ایزه توګه  د کلا تر  دیوالو پورې تلل او خپلې  د خاورو  ډکې  کڅوړې  یی هملته  ور غورزولې . کله چې دکلا د دیوال  د پاسه د همیردیو  عسکرو  شک  و کړ نو سمدستي  یی  غشي ویشتل پیل کړل  خو سلطان  علاؤالدین لا د مخکنې  خپل عسکر هلته پټ کینولی  و  تر څو د غشي ویشتونکو  ځواب  ورکړي . کله  چې دوې ځوابي غشي ویشتل پیل کړل نو د همیردیو  غشي ویشتونکی   عسکر  یی  شاته  تمبه کړل   نو په دې  اساس د  علاؤالدین  لښکریانو په اسانۍ  سره  خپلې  کڅوړې  یو په بل  باندی  ور ایښولې او  د کلا  دیوال  ته یی د  پاتښې په څیر  یو  ستر بل  دیول  جوړ کړ .
کله  چې د شرق  له لورې د سهار  رڼا  را ښکاره  شوه  او په فضا کې  تورې تیارې د سهار  د افق سره   ورغاړې وتلې  نو سلطان  هم د خپل کار  پیلامه وکړه ، الماس بیګ او کمال الدین یی د خپلو لښکریانو سره یو ځاې  ددې   کڅوړو  څخه د  جوړې  شوې   زینې  له  لارې   په دیوال  د ورختلو  حکم وکړ او خپل پاته لښکر یی  په دوو  برخو باندې  وویشه ، دهغوې  یوه برخه یی  له ځانه سره  واخسته   او تر څنګ  یی ملک کافور د خپل  معاون په څیر  و ټاکه . او د لښکر د بلې  برخې  قومندانی  یی   نصرت خان ته  ورکړه . سلطان د خپلې  برخې د لښکر سره یو ځاې د رنتهمبور  شرقی   دروازې   ته  نژدې  ورغې   په داسې  حال کې  چې نصرت خان  دخپلې  برخې  سره د شمال  د دروازې  په لور  ورغې . د کلا په دیوال  د ختلو مخته یی  الماس  بیګ ته دا  لارښوونه کړې وه  چې  هغه دې  ښار ته د ورکیوتلو وروسته د شمال  د دروازې  د پرانستلو  هڅه  وکړی  او کمال الدین دې  شرقي  دروازه پرانیزې . تر څو  لښکر  په پوره  توګه دد واړو  دروازو  له  لارې  ښار ته ور  ننوځي ، او د رنتهمبور په راجه هیمردیو  باندې  داسې  ګذار وکړی  چې  د هغه د زغم  نه پورته  وی او په دې ترتیب   تسلیم شي او خپل ټول  وسایل  زمونږ  لښکر  ته  ور حواله کړې  اود سرکشۍ  او  سر تمبګۍ  څخه  په شا شي .
کله چې  الماس بیګ او کمال الدین د خپلو لښکرو سره یو ځاې  دشګو  د کڅوړو  په کومک  سره دکلا پر دیوال   ورختل  نو د کلا  د دیوال  ساتونکو  پرې  په پوره تندۍ  سره  یرغل  وکړ.  د رنتهمبور  د راجه همیر دیو  عسکرو  د خپله اړخه  پوره  پوره  هڅه وکړ ه تر څو کمال الدین او  الماس  بیګ د خپلو لښکرو سره  په دیوال د ورختلو  څخه  منه کړي  خو کمال الدین  او الماس  بیګ  هم د پوره هوډ  سره   د توپان په څیر په دیوال  ورختل . هغوې د  همیردیو د راجه د عسکرو  هره هڅه  او هر کوشش  د ناکامۍ  سره مخ کړ  او دغشو او تورو په باران کې  یی  بالاخره  د دیوال  یوی   برخی ته لاره   پیدا کړه  او پرې  ور  وختل .  په دیوال د  ورختلو وروسته  الماس  بیګ او کمال الدین د خپلو  جنګي تجربو  بهترینه  نمونه  وړاندې کړه  او هغه دا ډول  چې  ،  په هر ځاې کې  به  چې دوې  پر دیوال  ورختل  نو  هلته به یی  خپل جنګی  تجربه  لرونکې  عسکرو دلګی  پریښول  تر څو  هغوې  ددې  سوبه  شوې  ځاې  ساتنه وکړي. دهمدوې د ساتنې  په پایلو کې دهغوې  نور  لښکر  هم په ډیره  خوندي توګه  په دیوال  ور وخوت  اوس نو الماس بیګ د خپلې  برخې د لښکر سره یو ځاې  ددیوال  د پاسه د خپلې مخې ته پروت  دښمن  باندې  یرغل  پیل  کړې و او تر شماله پورې  یې  خپل ځانته لاره  برابروله  ، په داسې حال کې  چې کمال الدین  د شرق  په لورې  خپل  ځانته  ګودر  لټاوه .
لږ څه مخته په تللو سره د کمال الدین او الماس  بیګ   مخته تګ  تم  شو  ځکه  چې د ښار  دننه  څخه د وسله والو کسانو  او جنګجویانو  یو هجوم  راغې ،کمال الدین او  الماس  بیګ ددې  هجوم په کتلو سره  خپل  مخته تګ  و دراوه ، تر دې وخته  پورې دهغوې  هغه  فوځیان  چې  د دیوال  د  ورختلو  وروسته  ددوې سره را ټولیدل ،کله چې  دوې  خپل  ځواک  را ټول   کړ  نو بیا یی دخپل کار پیلامه وکړه .
هغه وخت  چې د  الماس  بیګ  سره خپل ټول  ځواک  را یو ځاې شو نو الماس  بیګ  په لوړ   اواز  د تکبیر  شعارونه  پیل کړل  او دا  ددې  اشاره وه  چې  هغه اوس په خپل دښمن   یوه  زور  وره  حمله  کول  غواړی ، ددې  شعارونو سره سم  الماس بیګ  د همیردیو په لښکر باندې  لکه د یوه  تیاره توپان  په څیر  ور  پریوت. د الماس  بیګ  حمله دومره ځواکمنه وه  چې د  راجه همیردیو  هغه لښکرو چې ددوې  پر مخ  کې  خنډ شوې وې ددې  حملې  ځواک  یی و نه شو  زغملې . مجبور  شو شاته ولاړ شي ، هغه  هم دهغوې د په شاتګ  څخه ګټه پورته کړه او تر اخره   یی  شاته  و تمبول  .
هلته کمال الدین هم دخپل  کار پیل  همداسې کړې و . کله یی  چې  جنګی  ځواک  تر څنګ  را ټول  شو  نوهغه هم د الماس  بیګ  په څیر  خپل  کار پیل  کړ  داسې  څرګندیده  چې  په دې  اړه   الماس بیګ او کما ل الدین  په خپلو منځو کې  لا  دپخوا  څخه سلا  کړې وه .
کله   چې کمال الدین وکتل  چې  ټول  لښکر یی ورسره  را یو ځاې  شوې دې او اوس  په دښمن د حملې کولو  له پاره   ترور  دي نو هغه هم د الماس  بیګ  په څیر  په زوره  د تکبیر  اواز  پورته کړ  او سمدستې د راجه همیردیو  په  هغه  لښکر  باندې  چې ددوې  مخه یې  تم کړې وه  ور  پریوت . دکمال الدین او الماس بیګ ددغو دوه اړخیزه  حملو په واسطه د را جه  همیردیو  لښکریان  د سختې  وار خطایی  سره  مخ کړی و . کمال الدین او  الماس  بیګ  په خپلو  یرغلونو کې  د  تکبیر د اواز  په پورته کولو سره نوره  هم تیزي  را وستې وه ، او په دې  توګه یی  په خپل مخ کې پروت  لښکر  د وینو په تویدو سره په شا و تمباوه .
کمال الدین اوالماس بیګ  دخپل  پلان  شوې  پروګرام  له مخې   دهیمردیو  لښکر  د دیوالو  څخه  په شا وتمباوه  او ان تر دې  چې  ټول  یی د دیوالونو څخه  را کوز  کړل  اوهمدا  د هغوې  یو  هدف  و . بیا کمال الدین په خپل مخ کې  د هیمردیو  لښکر  په شا تمباوه  ان تردې  چې د شرقی دروازې   پورې یی ورساوه ، هلته یی   په ولاړو   ساتونکو  حمله وکړه  هغوې  یی  له منځه یوړل او  دا ستره   شاهی  دروازه  یی  پرانسته ، الماس  بیګ  هم د کمال الدین په څیر  د همیردیو  لښکر  له  تباهۍ  سره مخ کړې  و او   خپل ځان  یی د شمال  د دروازې  لورې  ته  ورساوه،  هغه هم د شمال  په دروازه  کې  په ولاړو  ساتونکو  باندې  حمله وکړه  او د شمال  شاهی  دروازه  یی  پرانسته . 
د ښار  ددواړو  درواز  د پرانستو سره  سم  ،پخپله علاؤالدین دخپل  لښکر سره د شرقي  دروازې څخه  په پوره  عزم او هوډ سره  را ننوت  او  خپل مخته  راتلونکې دهمیر دیو  لښکر یان  یو په بل پسې  له منځه وړل.
د بله اړخه نصرت خان هم وروسته پاته  نه شو ،هغه د شمالې  دروازې  له لارې  ښار  ته را ننوت .او دهمیردیو په لښکرو  یی  یلغار  راوست .
اوس نو په  رنتهمبور  کې په یوه وخت کې  په دوو  محاذو کې  جنګ  روان  و . په یوه محاذ کې  سلطان علاؤالدین او کمال الدین و  او په بل  محاذ  کې   نصرت خان او الماس  بیګ  .  همیردیو  هم  خپل  لښکر  په دوو  برخو باندې وویشلې و ،تر څو  یرغل کونکې  تم کړې او بیرته یی دښاره  و کاږی . اوس  نو  د رنتهمبور  راجه همیر دیو خپل ټول  توان  په دوو  برخو ویشلې و او د بریاو  په  لور  یی  سترګې  نیولې وې  ،  علاؤالدین هم خپل لښکریان دوه   ځایه کړې و تر څو همیر دیو ته ماته ورکړی .  همیردیو  فکر کاوه  چې  څرنګه  چې د ښار دننه دهغه  فوځیان د ښار په  کوڅو  اولارو کې  ښه بلدتیا  لري  نو هغوې  به  په اسانۍ سره وکولاې  شي  چې د ا اجنبی  عناصر   دښاره   بیرته   بیرون کړي  خو دهمیردیو  هره  هڅه د ناکامۍ سره مخ  شوه . تر ډیره وخته پورې د ښار په منځ کې  سخت  جنګ  روان و ، د وینو ویالې  بهیدې ، دنفرتونو اوکرکې  زهر  شیندل کیدل ، خو په ډیره  چټکۍ  سره  څرګنده  شوه  چې د  را جه  همیردیو  خوب  دتعبیر وړ  نه دې  اولښکریان یی  د  سختې وارخطایی سره مخامخ دي .
ان تر دې  چې په دې  جنګ کې  همیردیو او  لښکریانو یی  ډیره  بده  ماته وخوړه ،بلکه د همیردیو لښکر بلکل له منځه ولاړ او پخپله همیردیواودهغه  کورنۍ  ټوله  ژوندی و نیول شول.
په دې  جنګ کې د علاؤالدین یو باغی  سردرا  هم  نیول  شوې و .دا هغه کس  و  چې ددهلی  څخه   جالور ته  راتښتیدلې و او بیا د علاؤالدین له ویرې  یی  جالور  هم پریښودې و او  رنتهمبور ته راغلې و.  هغه ته دلته پناه ورکړل  شوې  وه ، ددې باغې نوم  سردار  میرمحمد و .
سردارمیر محمد  په دې  جنګ  کې د راجه همیردیو په پلوۍ  جنګیدلې و  او زخمی  شوې  هم و . کله یی  چې هغه په زخمی حالت کې  د سلطان  مخې ته راوړ  نو سلطان د  سردار  میر محمد په لور وکتل او ورته یی وویل :
که  چیرې مونږ ستا علاج وکړو او د مرګ  نه  درته نجات  درکړو  نو د روغتیا  وروسته به ته زمونږ سره  څه ډول  سلوک کوې؟  د سلطان  د ځواب  له پاره  سردار میرمحمد خپلې سترګې  را وویستې  او ویی ویل :
که زه  روغ  شوم  نو تا  به  ووژنم  او  رنتهمبور  به د راجه  همیردیو  زامنو ته ورحوال کړم .
علاو الدین ددې ځواب  په اوریدو سره  ډیر زیات   قهر شو  او سردار امیر محمد یی هملته  له منځه یوړ .په همدې ترتیب  یی  د رنتهمبور  راجه  همیر دیو د خپلې  ټولې کورنۍ  سره  وواژه .  سلطان  علاؤالدین دخپلې دې   سوبې  وروسته  تر ډیره  هملته  په  رنتهمبور کې پاته شو ، دهغې  وروسته یی  خپل  ورور  الماس  بیګ د رنتهمبور  حاکم و ټاکه  اوپخپله د  خپل  لښکر  سره یوځاې ددهلي په لور  و خوزید .
۱۹           


کنپل دیوی او کولاب  دیوی  دواړو په خپلو لاسو کې  د ګلونو هارونه نیولې واو دحویلۍ نه ووتلې ، هغوې دکمال الدین د حویلۍ په لور  روانې وې . کیداې  شي  چې  هغوې  به کمال الدین ته د رنتهمبور  څخه د فاتح په څیر  په راګرزیدو مبارکی ویله  ، او غوښتل یی دهغه ډیر  ښه   استقبال  وکړی . کریم الدین هم له دوې دواړو سره ملګری و . هغوې  لا د خپلې حویلۍ  څخه  څو قدمه  مخکې نه وې تللې  چې  حیرانې  و دریدې ، مخامخ  شهزادګۍ  کیتهل  ددوې  لورې ته  را ځغاستل . دهغې  حالت  ډیر  خراب  و . سترګې  یی  لکه د سمندر په څیر د اوبوډکې وې .
د  شهزادګۍ کیتهل  ددې حالت  په کتلو سره  نه یواځې کریم الدین بلکه  کنپل دیوی اوکولاب   دیوي  هم ډیرې  اندیښمنې شوې . هغوې  هم بیرته د کیتهل تر شا  حویلۍ ته  را ننوتلې . کله چې دوې ټول  سالون  ته ور ننوتل  نو وی کتل  چې   شهزادګۍ کیتهل  هلته ناسته  ده او  په سورو سورو  ژاړی . هغې خپل مخ  په خپلو لاسو  پټ کړې و  او څټ یی  ښه را ښکته کړې و ان تردې  چې  سر  یې   غیږې ته  ور زوړند شوې و .
کریم الدین د  شهزادګۍ کیتهل  تر مخ کیناست  او کولاب او  کنپل دهغې  ښې او چپ  اړخونو ته کیناستې. بیا کنپل  کیتهل  خپلې خوا ته راوړاندې کړه  او په تندې  یی  ښکل کړه او  ورته یی وویل :
کیتهل  خورې !  ولې ژاړې او واویلاکوې ؟  ووایه  څه درپیښ شوي دي ؟ ایا ته خو د کمال الدین  ورورسره دکتلو وروسته  نه یي  مړژواندې  شوې ؟ یا  دې  د هغه سره د لیدلو وروسته  زړه  مات  شوې  دې ، دکنپل په دې دلاسه  کیدو سره  کیتهل  خپلې  اوښکې وچې کړې ، خپل  ځان  یی  سنبال کړ  او بیا یی په ژړغونې  اواز  سره وویل :
کنپل خورې !  داسې  بریښي  چې  زما د زړه په  هیڅ  اړخ  کې د وصل  خوشبوی  نه شته . زما په مینه  کې  یواځې  د ګلونو  اغزې  نښتي دي ،  زما په برخلیک کې  نه د سهار  هیلې او نه  د ماښام ښایست  شته . زما برخلیک  زما د مقدر  په واسطه  په قفس کې  د غمجن  روح  په څیر  تړل  شوې دې .  زه داسې  احساسوم  چې زما د وینې   په هغې  ګرمې  خوږلنۍ  کې  د شپې  له  سره د مرګ څپې  ر ا ننوتې  دي . او ددې ژوند  څخه زما   خوراک  څښاک  او مال  و شتمنی  هر څه  قدم  په قدم  له منځه  وړي .
کیتهل د لږ څه  ځنډ نه  وروسته  تم شوه  خو  یو ځل بیایی په خپل  ژړغونی  اواز  کې   په خبرو پیل وکړ  او ویی ویل :  کنپل خورې ! د حالاتو نه دا  ډاګیزه کیږي  چې زه کیتهل  د فولادې  دیوالونو تر منځ  د تیږو  سره د سر د وهلو په خاطر  پیدا شوې یم . حالات  برملا کوی  چې  ټولې  غوښتنې  دنا هماهنګه   سلا ګانو په  څیر وي ، ما ته نن  ډاګیزه  شوه  چې  زه د مینې  د څـپو  څخه بې  برخې  یم   او هسې  په هسې  ددرد اوغم  نوي  هیلې  په زړه کې پالم . زه یوه  بې  اوازه ،  ژړونکې  ، یواځې او د یواځې اوسیدو  له پاره  پیدا شوې  یم .
کنپل خورې ! هغه هستې  چې زما بې  نوره  سترګو ته  رڼا  ورکولې شي ، هغه محبت  چې زما  ډوب  شوو آندونو ته تکیه  او روښنایی ورکولې  شي  او هغه  چې  زما  بام او  زما  دښتې او صحرا په ښه ډول  و پیژنی  ، هغه  چې ما ته  د ناوې  په څیر   زړه  را ښکونکې  منظر را بښلې  شی  هغه له ما څخه نا خوښه  او  ګیله من  دی.  هغه په خپل کړچار کې  ریښتونې ، د خپله مخه  روښانه ،  او د هغه محبت  د خپل  ذات  مالک  دې ، دخپل محبت د سیورو  په اړه خپلواکه دې. ما غوښتل   هغه  ته  ښه راغلاست  ووایم ، خو هغه  زه  وانه  خستلم .  اوس  به نو  زه  څه ډول دهغه  په  انتظار کې   د زندان د بندو  دروازو په څیر  اوږده  او نه  ختمیدونکې  اذیت ناکه  ژوند ته   دوام ورکوم . دهغه  مینه  زما په و جود کې  خپره  شوې  اوبیا کنپل خورې !  مینه کومه  سوادګری  هم نه ده  ، نه  پلورل کیږی او نه  اخستل کیږي .  اوس  به نو زه  په کومو حالاتو او څه ډول  ددې مینې  په لاسته راوړو  کې بریالۍ شم .او بیا  دداسې  چا سره  چې  زما  په اړه د نفرت او کرکې  پرته نور څه په زړه کې نه لري ، کله چې  هغه د خپلې  حویلۍ  دروازې  ته راغې  نو ماورته له ځانه سره  د ګلونو  هار  هم    راوړې  و ، خوهغه  له   ما سره  دهیڅ  ډول میلان  په ښکاره کولو  کې  زړه  ښه نه کړ . هغه دخپله آسه کیوت  ، د حویلۍ  دروازی ته ور ننوت  او په  طنزیه توګه یی ماته وکتل   او  دکرکې په ښوولو سره یی  را ته وویل  چې  ستا دغه ګلونه او ښه  راغلاست  کمال الدین  ته نه بلکه د شاهین  له پاره دي .
کنپل  خورې ! زه  شاهین  څه کوم ؟ هغه  خو یوه دوکه او یو  فریب  و . اوزه  پخپله کمال الدین  په هغه دوکې او فریب کې  ور اچولې وم . که چیرې  په  همغه ورځ د  جمنا د دریاب په  غاړه  کمال الدین زما مخې ته راغلې وای  نو ما به ولې   په یوه منډه شاهین ته ځان  رساوه  او دهغې  څخه به مې  غیږه  چاپیروله . اوس  په داسې حال کې  چې  واقعیت  زما مخې ته راغلې دې  نو زه  به اوس  ولې د شاهین په لورې  ورځم ، زه به  ولې دخپلې  لارې  څخه  اخوا قدم  ږدم او  د  کنډوالو په لور  به  مخه کوم .
د شهزادګۍ  کیتهل ددې  ټولو خبرو د اوریدو وروسته  کریم الدین دخپله ځایه پاڅید  او  ویی ویل :
کیتهل  خورې ! تا ته  په دې اړه د  اندیښنې  او  غمژن  کیدو  اړتیا نه شته . زه  همدا  اوس د کمال الدین لورې  ته ورځم  او ستا په اړه  ورسره  سپینه خبره کوم . ما تر اوسه  پورې  دهغه  سره په دې اړه خبرې نه دې  کړی ، زه  اوس  دا  ډیر ه اړینه ګڼم  ، په  جنګونو کې   ورسره هم  برخه  اخلم ، زه  به ووینم   چې  څنګه کولې شم هغه ستا لورې  ته راوګرځوم .
کنپل او کولاب دیوی  هم دخپلو ځایو  څخه را پورته شوې  ،بیا  کنپل  شهزادګۍ  کیتهل  ته وویل :  کیتهل  خورې  ! ته همدلته اوسه ، زه  به د کریم الدین او کولاب  خور  سره یو ځاې د کمال الدین په لور  ورشو . زه به پخپله هم  په همدې  لړ کې ورسره خبرې وکړم .ته ډاډمنه اوسه  زه به تا دخپلې  لارې  کږیدو ته  پرینږدم . ددې سره سم کنپل ،کولاب او کریم الدین د سالون  څخه  ووتل ، خو په  همدې  ساعت کې   راج کنور  هم حویلې ته را ننوتې و. هغه هم غمګین او اندیښمن و. کولاب دیوی  د هغه  لورې  ته  ورمنډه کړه او ترې  ویی  وپوښتل  چې  څه  پیښه شوې ؟ ته ډیر  عمژن او خفه یی.  دهغې په دې خبره  راج کنور  په  قهریدلې  اواز  سره وویل :
ما نن د خپل ورور  کمال الدین د حویلۍ په دروازه کې  دکمال الدین او  شهزادګۍ  کیتهل تر منځ  خبر ې اوریدلې دی . هغې خبرو  زه  اندیښمن  او غمژن کړې  یم . دهغه  په ځواب کې کولاب  وویلې :
ته دې  خپل  آس  په اخور  و تړه ،  لاس  او مخ  پریمنځه ، شهزادګۍ  کیتهل هلته په سالون کې ناسته ده ،مونږ  هم دهغې په اندیښنو پوهیدلی  یو . اوس  زه  او کنپل او کریم  الدین  درې  واړه هملته  کمال الدین ته  ور روان یو او په همدې  لړ کې ورسره د خبرو کولووروسته  بیرته را ستنیږو .
د کولاب  دیوي ددې خبرو سره د راج کنور   په مخ کې  لږ  څه  خوښي  راپیدا شوه ، بیا یی دخپل  آس  واګې  په لاس کې و نیولې  او  تر  اخوره  پورې یی یوړ، په داسې  حال کې  چې  کریم الدین ، کولاب دیوی او کنپل  درې واړه دکمال الدین   دحویلۍ په  لور روان شوی و .
کله  چې  کریم الدین ، کولاب دیوی او کنپل  درې واړه د کمال الدین  حویلۍ ته ور  ننوتل  نو کمال الدین  په  میلمستون کې ناست و ، هغه د آس د تړلو  وروسته  خپل مخ  او لاسونه  پر یمنځلی  و او ګمان کیده  چې کومې  لور ې  ته  به درومي ، کمال  الدین د هغوې درې واړو  په کتلو سره  را پورته شو ، مخته ورغې  او کریم الدین سره یی  غیږه ورکړه، بیا یی کریم الدین  ته  مخ  کړ او ورته  یی وویل، ښه شو  چې تاسو  درې واړه راغلئ  او که نه زه همدا  اوس  ستاسې  لورې ته درتلم .
کریم الدین د کمال الدین تر څنګ  کیناست ، کولاب  دیوی او  کنپل دیوی   ورته مخامخ  کیناستې  بیا  کنپل دیوي خپلې  خبرې  پیل کړې .
کمال الدینه ! زه غواړم نن په ډیره مهمه موضوع  له تاسره  خبرې وکړم . کمال الدین  ورته وخندل او  ورته یی وویل  چې  زه  پوهیږم ، چې د څه  په اړه خبرې کول  غواړې . کنپل ورته وویل چې ډیر ښه   نو اوس  ووایه  چې  زه څه  ویل  غواړم . کما ل الدین ورته وویل  چې  ته  حتما د شهزادګۍ  کیتهل  په اړه  غواړې  خبرې وکړې . کنپل  ځان  را ټول کړ  او ورته یی وویل :
زما وروره !  ستا خبره  درسته ده . زه  غواړم  د شهزادګۍ  کیتهل  په اړه  درسره و غږیږم . هغه بې  چاره  خو ددې ځایه  په ژړا  او واویلا  تللې ده ، او اوس هم هلته په میلمستون کې ناسته  ده او ژاړي . هغه د لیونتوب  تر پولو  تا غواړي  ، له  تاسره مینه کوي ، ته ولې  د هغه نه کرکه کوې . کمال الدینه  وروره  !  تر دې ځایه  زه  په  حقه یم  چې ووایم   په کومو  حالاتو کې  چې  هغه را و نښته  هغه هم ټول  ستا د لاسه و.
تا هغې ته  طعنه ورکړې  چې ستا  ښه راغلاست او ستا ګلونه  د شاهین  له پاره دی ، کمال الدینه  وروره !  د شهزادګۍ کیتهل او شاهین  تر منځ  څه  دي ؟ ایا ته داسې کوم  ثبوت  وړاندې کولې شې  چې  د ملتان  څخه تر دهلی پورې  ستا د راتلو تر مخه ، کله هم  شهزادګۍ  کیتهل د شاهین  سره  څه ډول  مینه ښکاره کړې ؟ که  چیرې د  جمنا د دریاب   په غاړه  باندې  ته  پخپله د شاهین په ځاې د هغې  مخې ته راغلې وې نو اوس  به دا حالات  نه و راپیدا شوي. هلته خو تا  د خپل  ځان  په ځاې  شاهین   شهزادګۍ  کیتهل ته  را ولیږه .  تا نه یواځې  په هغې ظلم او تیرې وکړ بلکه هغه دې  دخپلې  اصلې  لارې  څخه  کنډوالو  باندې  ورسر کړه ،اوس  چې  حالات  په څرکنده توګه  ډاګیزه شوی دي  نو هغه بیچاره د کنډوالو نه په راوتلو سره د خپل  اصلي  منزل  په لور تلل  غواړي  نو ته ولی  بیرته  هغه بیچاره  همغه  کنډوالو ته  ور ټیل وهې؟
تر دې ځایه دخبرو   وروسته کنپل  لږ  څه  تم  شوه   او بیا یی وویل :
کمال الدینه  !  ته  ما خپله خور ګڼې . اوخویندې په ورونو  باندې  ډیر حق لري . زه غواړم  په دې اړه درته  څه  ووایم  خو ته به راسره ژمنه کوې  چې  زما هیلې  به  نه مړاوې کوې، کمال الدین ورته سمدستی وویل :
کنپل  ! ته  خو  زما خور یي . وایه – څه ویل  غواړې . کنپل سمدستي په خبرو  پیل وکړ. کمال الدینه وروره !  سر د نن  نه به له ماسره  ژمنه کوې  چې د شهزادګۍ  کیتهل  څخه به کرکه  نه کوې ، بلکه هغه به د خپلې  مینې  اومحبت  سره   پالې.  په یاد ساته   چې  که چیرې  ته د هغې  څخه  همداسې نفرت او کرکه کوې  نو هغه بې چاره به  ځان  ووژني  او په کوم  کوهی  کې به ځان   ور  وغورزوي ، او یا به همداسې  خپل ځان  مرګ  ته ورحواله  کړي . زما وروره  !  که  چیرې  هغه همداسې وکړي  نو تا ته به یی ګټه څه وي ؟ کمال الدین د کنپل ددې خبرو  نه ډیر  زیات  اغیزمن  شو او غوښتل یی  چې څه ووایی  خو کریم الدین  پرې  را مخته شو  او ویی ویل :
کمال الدینه  وروره ! کومې  خبرې  چې  کنپل  دیوی وکړې  هغه یواځې دهغې خبرې نه دي  بلکه  ستا د ورور کریم الدین ،  راج کنور  او کولاب  دیوي  له اړخه هم دی . مونږ  څلور واړه  له  تا څخه  هیله  لرو  چې د شهزادګۍ کیتهل  زړه  مه  ماتوه ، تر څو هغه په دې توګه  ژوندۍ  پاته شي .
ددوې دخبرو وروسته کمال الدین  وویل : زه  له تاسې  سره ژمنه کوم  چې پس  له دې  به زه دهغې  نه  نه  نفرت وکړم  او نه به یی  زړه  ازارې  وکړم . اوس  نو تاسو ټول خوشحاله اوسئ ، دکمال الدین د ځواب د اوریدو نه وروسته  کنپل دیوي دخپله ځایه پورته  شوه  ،کولاب دیوی  هم  د خپله ځایه و خوزیده  بیا کنپل دیوي  وویل :  کمال الدینه  وروره  !  زه  همدا اوس  ځم او  شهزادګۍ  کیتهل  ستا لورې  ته را استوم  تر څو  دهغې  ټول  غمونه  ورک  شي . په دې وخت کې کریم الدین وویل :  کنپل دیوی !  لږ ځنډ وکړه،  زه  هم له تاسره  یو ځاې  ځم . تر څو  زمونږ  په  نه  موجودیت  کې  ، هغه څه  چې  کیتهل د کمال الدین سره  ویل  غواړی  په ځانته  ځان  سره یی ورته ووایی. په دې  ترتیب  هغوې درې واړه  را پورته  شول  او د میلمستون  څخه د وتلو  تکل  یی  کاوه  چې  یو وسله وال  ځوان  حویلۍ ته  را ننوت ، دمیلمستون  دروازې  ته راغې  او په   ډیر ادب  سره  یی کمال الدین ته وویلې:
امیر کمال الدین !  تاسې  سلطان   غوښتي یاست . سلطان  د سترو  سالارانو او کوټوال  نه علاوه  قاضی القضات  هم را غوښتې  او تاسې  یی هم سمدستی  وربللي  یاست . کیداې  شي  سلطان  له تاسې  سره په  کومه ډیره مهمه  موضوع  خبرې    او سلا  مشورې وکړي . دهغه په دې  خبره سره کمال الدین  سمدستی دخپله ځایه پورته شو، ځان  یی  تیار  کړ او بیا یی هغه وسله وال  ځوان  ته وویل ، راځه   زه  له تاسره یو ځاې  ځم . په دې ترتیب  هغه وسله وال  ځوان  او کمال الدین دواړه یو ځاې  ووتل .  کنپل دیوی ، کریم الدین او کولاب دیوي درې واړه  هلته تر ډیره وخته پورې  ولاړ وول  ، په خپلو منځو کې یی سلا  مشورې کولې  او بیا دحویلۍ څخه دوې  هم ووتل .
کریم الدین ، کولاب دیوی او کنپل دیوې  خپل میملستون  ته راغلل ، هلته   شهزادګۍ  کیتهل او راجکنور  دواړه  خور او ورور  ناست  وو او په خپلو کې یی  سره په څه  خبره باندې  خبرې کولې. کریم الدین د راج کنور  تر څنګ  کیناست او کولاب دیوی او کنپل دیوی  د  شهزادګۍ  کیتهل  ترڅنګ ښي او  چپ  لورې ته کیناستې . بیا کنپل دیوي   شهزادګۍ  کیتهل ته وویل :
کیتهل خورې  !  ته  خوش  قسمته یی !  مونږ همدا اوس د کمال الدین ورور  سره خبرې  وکړې او دهمغه ځایه راغلو . هغه  زمونږ ډیر  درنښت وکړ ، سر  له نن  به  نه هغه  له تا څخه  کرکه او نفرت کوي  او نه  به   بیزاري .  هغه  اوس  زمونږ تر مخه  پورته شو او  د راج محل  په  لور ولاړ  ، ځکه  سلطان علاؤالدین هغه دکومې  مهمې  مشورې او سلا  له پاره هلته ور غوښتې  و . اوس  به مونږ  ټول  د خوراک څښاک  له پاره  څه  تیار کړو  اوټول  به په ګډه  ډوډۍ  وخورو ، بیا به ته  د کمال  الدین  له پاره له ځانه  سره  دهغه خوراک  یوسې . که چیرې  هغه راغلې و نو پخپله  ورته ډوډۍ  وړاندې کړه  او  که نه و  راغلې نو  ته  هملته په میلمستون  کې کینه اودهغه د راتلو  انتظار وکړه .
د کنپل  په دې خبرو  باندې د  شهزادګۍ په مخ کې  د خوشحالۍ  سمندر  روان  شوې و . بیا هغه  د خپل  ځایه پورته شوه  او تر څنګ  یی کولاب  دیوی او کنپل دیوی  هم دخپلو ځایو  څخه پورته شوې . ټولو یو ځاې  غذا  تیاره کړه  ،  کله  چې  غذا  تیاره  شوه  نو  شهزادګۍ  کیتهل د خپل ځان او کمال الدین له پاره  غذا  په ډیر ښه ترتیب  سره  په لوښو کې  واچوله  او بیا یی خپله او د کمال الدین  ډوډۍ  را واخسته او دحویلۍ څخه بیرون  را ووتله . کله چې د کمال الدین حویلۍ ته را ننوتله  نو ویی کتل  چې  کمال  الدین  لا تر اوسه  پورې  حویلۍته  نه دې  را ستون  شوې . نو په دې اساس  هغه هملته په میلمستون  کې دکمال الدین  درا ستنیدو په انتظار  کیناسته.
پرلپسې لرې…..