کور / تازه خبرونه / ولسمشر:ترهګرۍ خلاف په تګلاره کې بدولون پکاردى

ولسمشر:ترهګرۍ خلاف په تګلاره کې بدولون پکاردى

په اوسنيو حالاتوکې دترهګرۍ سره دمباريزې په کارکې دتګلارې بدلون او بياڅيړنه پريوې جدي او اساسي اړتيا اوښتې ده
ولسمشرکرزي دالمان دولسي جرګې له مشر سره په ليدنه کې وويل چې له تيرو اتوکلونوتجربه ښايي چې دافغانستان په کليو اوبنډو کې جګړه اغيزمنه نه ده اوله ملکې مرګ ژوبلې بله پايله نه لري چې په همدې موخه بايد دترهګرۍ سره دمباريزې پرتګلارې بياغور وشي
ولسمشرحامدکرزي همدا راز جرمني دافغانستان دخلکو ښه اقتصادي همکار وباله او ددغه هيواد دپارلمان له مشر او دهغه له مل پلاوي څخه يې وغوښتل چې خپل پانګوال دي دافغانستان دکانونواو ترځمکولاندې زيرمو راويستلوته وهڅوي