زه خپله دا لنډه لیکنه هغه د درویش درانی په یوه شعر شروع کوم چې ویلي یې دي:
دښمن په زوره ننوت په کور د پښتانه
خو دغه کار یې هم وکړ په زور د پښتانه
ویړیا به یی هم درکړي که یی زړه وی ستا په کار
خو سر په هر حالت کې دی په پور د پښتانه
ناترسه دښمنان، چې یې سر وړی هاغه مهال
مشغول لکه ماشوم کړي په څه ورور دپښتانه
درویش ورپسې ټول عمر اخیستی وو چراغ
خو هیچیری ونه مونده غمخور دپښتانه
پښتون داسې یو قوم پاتې شوی چې تل یې د خپل ځان په قربانۍ نورو ته د ښه ژوند جوګه شوي او هڅه یې کړې تر څو نور قومونه او خلک د سختیو او ستونزو څخه را وباسي. دا خبره که مونږ د میرویس بابا څخه راونیسو، بیا احمد شاه بابا، خوشحال بابا او تر دې عصره پورې یې دا سې بیلګې شته چې د ځان او مال په قربانۍ یې خپل هیواد او خلکو ته دسوکالۍ زیری ورکړی. دوی همیش خپله سینه پل ګرځولی او نورو ته یې د تېریدو لاره جوړه کړې او د خپلې لویې حوصلې او کلک عزم په درلودلو سره یې د وخت لوی لوی طاغوتیان مات کړي او د وخت نسلونه یی د ددوی د جبر او ناخوالو څخه په امن کړي (دزمان د هر فرعون په وړاندې یې دموسی کردار ادا کړی دی ) .
ولې، نه پوهیږو چې په دغه پښتون قوم چې د نورو د برخلیک لپاره به جنګیدل او د هغوي کوټلی حق به یې تر لاسه کاوه، د ظالم لپاره به یې توره په لاس کې وه او د مظلوم به یې اوښکې وچولې، اوس څه پرې وشول، د چا سترګو نظر کړل او یا هم د کومې ګناه په سبب د کوم چا سپیرې ښیراوې ورته ولګیدلې چی اوس یوازې د خپل قوم برخلیک نه شي معلومولی او دا موجوده نسل یې در په در، بې کوره، بې تعلیمه او په راز راز کړاوونو کې راګیر دی. ټولې نړۍ د دوی په تباهۍ پسې پښې لوڅې کړې او نه یې پریږدي چې خپل سر را پورته کړي او یا هم پخپله د یو او بل د غم او درد دوا شي، لکه چې خوشحال خان خټک ویلي
( د افغان په ننګ مې وتړله توره ــــــــــــــــــ ننګیالی د زمانې خوشحال خټک یم) د یو بل په ننګ توره او یا هم قلم راواخلي او یو بل د ورپېښو کړاوونو نه خلاص او د دغې تورو تیارو نه یې د روڼ سهار په لور راوباسي.
دا نړۍ او د دې نړۍ خلک خو پریږده چې اسمان هم په دوی په قهر دی او نه پوهیږو چی په کومه ګناه یې دا بیوزله پښتون را ګیر کړی دی. په دې وختونو کې خو اسمان هم په پښتون قوم خپل زړه ښه تش کړ او په میلیونو پښتانه یې بې کوره او در په در کړل، د پښتون قوم تور سرې، واړه او بوډاګان یې دې ته اړ کړل ترڅود موټر لارو په سر خپلی خیمی او څپرکې جوړې کړي اودورڅې تر سره لمر او دشپې تر شنه اسمان لاندې د نهیلۍشپې او ورځې تېرې کړي. د دې ټولو کړاوونو سره سره د وخت دولتونه ورته د میرنۍ ورور په سترګه ګوري او په دې نړۍ کې هیڅوک نه شته چی پر ټپونو پټی کیږدي له هر لوری ورسره دشپږمې ګوتې چال چلند روان دی او دهغه شاعر خبره کټ مټ دسړی سترګو ته اودریږي چې وایې :
کچکول مو کړو هر چاته ژوند چې زوند به پکې راکړی ــــــــــ خو هرچا راته ویل چې ژوند له ښاره کډه وړې
دغې بیوزله قوم څه کړي، څه ګناه یی ده چی ټول ورته یوه خوله شوي دي او هر یو غواړي چی د دنیا د مخ نه دا قوم ورک کړي، دا ولې د ټولو په سترګو کې خار ګرځیدلی دی، دا ځګه چې په دې قوم کې احمد شاه ابدالي او خوشحال خان غوندې د جنګ د ډګر زمري تېر شوي، دا ځکه چې په دې قوم کې د میرویس خان بابا غوندې مبتکر تیر شوي، دا ځکه چې په دې قوم کې د جماالدین غوندې نابغه تیرشوي، دا ځکه چې په دې قوم کې د عبدالرحمن، حمید او الفت غوندې شاعران او لیکوالان تیر شوي، دا ځکه چې په دې قوم کې وزیر اکبر خان او غازي محمد جان خان او ایمل خان بابا غوندې غازیان تېر شوي، دا ځکه چی په دې قوم کې د زرغونې او ملالۍ غوندې غیرتي او زړه ورې میرمنی تېرې شوې ، او که دا ځکه چې پښتون قوم د هند تر ډهلي، د ایران تر اصفهان پورې حکومت کړی او که نه هم دا ځکه چې پښتون قوم په خپل اسلام ، ناموس او وطن باندې سر ورکړی او ورکوي یې او د بل هیڅ اجنبي قانون ته یې سر نه دی ټیټ کړی او په دې یی عقیده درلودلې چې: مات می تندی ټول عمر ساتلی دی ـــــــ ایښی مې هیچاته په درشل نه دی . او یا هم دا چې :
داسر ربه مات شوی خو ټیټ شوی چاته نه دی ــــــــــ یو تاته یی پنځه وخته محراب کې راولم .
او یا هم داسې نور دلیلونه شته چې نړۍ د دې قوم په ورکېدو پسې یې بډې وهلې ترڅو د نړۍ له مخ څخه یې ورک کړي. دې قوم خو هر څه د خپلو قربانیو او وینو په توییدو لاس ته راوړي او هیڅکله یې نور قومونه او خلک د خپل ځان قرباني ندي کرځولي او خپل حق یې په خپله لاس ته راوړی، نو بیا ولې ورته دا ټوله نړۍ پورته شوې او نه یې پریږدي ترڅو به خپله کیږدۍ کې په آرامه شپې او ورځې سبا کړي. دا کړیدلی قوم خو په هر نامه وژل کیږي او هره ورځ یې میندې کونډې او بوریږي، څوک یې د القاعده په نامه، څوک یې د طالب په نامه او څوک یې هم د فنډمینټلیسټ په نامه وژني. دا ولې؟ دا ولې؟ دا ولې؟ اې د نړۍ خلکود خدای (ج) لپاره نور پدغه قوم ظلم مه کوي او پریږدي تر څو خپل برخلیک په خپله د خپل دین، ایمان او کلتور په رڼا کې وټاکي ځکه اوس خو په ټوله نړۍ کې د دیموکراسۍ نغارې ډنګول کیږي خو د پښتون لپاره اوس هم دیموکراسي په اور کراسی بدله شوې.
د پښتنو اوسنیو مشرانو ته که هر ځای دي، که لر دي او که بر دا خواست دی چې نور دې خپل قوم، د خپلو خلکو او د خپل کهول د جوړولو فکر وکړي او پر ینږدي ترڅو د پردو د لوبو قرباني شي، ځکه ستاسو دا ټولې کړنې به د تاریخ په تور قلم لیکل کیږي او دالله (ج) په حضور کې به د دوی پوښتنو ته ځواب وایی. ای د پښتون قوم مشرانو مه پریږدي ترڅو نور ستاسو د قوم پر برخلیک لوبې وکړي او د دوی د برخلیک په ټاکلو کې خپلې هڅې او هاند خپله ایماني او وجداني دنده وبولی او پښتون قوم ته د ورپیښو ستونزو د خلاصون سبب وګرځي.