کور / تازه خبرونه / په محل نجات کي د تصفيوي عملياتو لومړى پړاو پاى ته ورسېد

په محل نجات کي د تصفيوي عملياتو لومړى پړاو پاى ته ورسېد

د کندهار ښار سهېل لويديځ لورته د محل نجات په سيمه کي د پيل سوو تصفيوي عملياتو لومړۍ پړاو پاى ته ورسېدئ.
کندهار والي نن تر غرمې مخکي خبريالانو ته وويل چي د هغو عملياتو لومړى پړاو چي شاوخوا ٩٠ تنه امنيتي ځواکونو برخه لرله او ډېر برخه پکښي د احمدالله نازک او سرحدي لوا د مشر ډګروال عبدالرازق وه او د کندهار په لوېديځه برخه محله نجات کي د وسلوالو طالبانو د ځاليو د له منځه وړولو په موخه پيل سوې ول بشپړ سو . نوموړي وويل چي هغه اوسېدونکي چي د دې عملياتو په موخه يې سيمه پرې اېښې بېرته کولاى سي چي پخپلو استوګنځاى کي واړه وي . نوموړي وويل چي دويم پړاو به د انجينرۍ يا ماين پاکۍ وي تر څو سيمه د ماينونو څخه پاکه سي .
د هيواد د كورنيو چارو وزارت څخه راغلي د پيښو پر وړاندي د مبارزي رئيس ډګر جنرال جميل جنبش د عملياتو په اړه وويل ( د عملياتو رهبري د ولايت مقام والي او د نظامي شوار رئيس پوهنوال ډاكټر توريالى ويسا پر غاړه درلوده چي ټول عمليات د بهرنيو ځواكونو دهر راز مرستي پرته يوازي د افغان امنيتي ځواكونو له خوا پر مخ ولاړل.
په خبرپاڼه کي راغلي چي د يادو چاڼيزو عملياتو په ترځ كي تر دې دمه يو ځانمرګى بريد كوونكى له منځه تللى ، لس ګوني حلقي ماينونه كشف سوي، د ماين جوړولو يوه فابريكه له منځه تللي او همدا ډول د پوليسو يو رېنجر موټر چي وسلوالو له ځان سره وړى و او چاوديدونكي توكي يې پكښي ځاى پر ځاى كړي وه هم له منځه تللى دى .