د کندهار امنيتي اداره وايي پرون يې د دوهمي او دريمي ناحيې ترمنځ د تصفيوي عملياتو پر مهال د بارودو اووه ډبې او درې حلقې ماينونه نيولي دي، د پنجوايي ولسوالۍ د ناخوني په کلي کي يې ماين تر چاودني دمخه کشف کړئ او يو ځانمرګى چي غوښتل يې پر امنيتي ځواکونه ځان وچوي، په ډزو وژلى دئ.