د کندهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه لراوبر ته په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي تېره ورځ د ميوند ولسوالۍ د کلاشامير په سيمه کي دوه ماينونه چاودېدلي چي لومړى يې نه کوم مالي او نه کوم زياني تلفات لري خو دويم يې د ملکي وګړو په يوه تراکتور سوى چي په پايله کي يې درې تنه ملکي وګړي ژوبل سوي دي .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه طالبانو څه نه دي ويلي .