د هلمند ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند وايي چي د هلمند ولايت په ګرشک ولسوالۍ کي د يوې شخصي امنيتي کمپنۍ درې تنه ساتونکي ووژل سول . نوموړى وايي چي وسلوالو طالبانو د پوليسو په جامه کي نوموړي کسان وژلي .
نوموړي د پيښي سره د تړاو په تور د کوم کس د نيولو خبر ور نه کړ خو وايي چي په اړه يې پلټني پيل کړي دي .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر دې دمه طالبانو يا کومي بلي ډلي څه نه دي ويلي .