کور / تازه خبرونه / کندهار : د يوه تن ماين ښخوونکي پخپل ماين کي د وژلو ادعا وسوه

کندهار : د يوه تن ماين ښخوونکي پخپل ماين کي د وژلو ادعا وسوه

د کندهار ولايت مقام څخه لراوبر ته په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي يو تن ماين ښخوونکى د خپل ماين ښکار سو . په خبرپاڼه کي راغلي چي نوموړى کس تېره ورځ شاوخوا يوه بجه د ډنډ ولسوالۍ د ماشور په کلي خپل ماين وواژه . د خبرپاڼي په حواله چي نوموړى غوښته د يوې لويي لاري پر سر ماين ځاى پر ځاى کړي . په خبرپاڼه کي همدا ډول راغلي چي د نوموړى جسد د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلى دى. ولايت مقام دا خبر په داسي حال کي ورکوي چي په محله نجات کي شاوخوا ١٧٠٠ بهرني او کورني سرتيري د طالبانو پر ضد په عملياتو بوخت دي .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه طالبانو څه نه دي ويلي .