کور / شعر / غزل

غزل

دګل له پاڼو دګلاب په لمن
ږدمه خالونه دشباب په لمن

چې لونګینې نغمې وزېږوي
زلفې ګنډمه درباب په لمن

دا لېوني دې راته مه رالېږه
وژني امام مې دمحراب په لمن

چې لږ دمه شم په کې تا ووینم
درځمه نور دانقلاب په لمن

ستومانه ته چې بې وفا غوندې شوې
ژوندون مې تېر شو دعذاب په لمن