دنيمروز ولايت چارواکې دنشه يې توکو دقاچاق په تور د دوه تنوپوليس افسرانو دنيولو خبر ورکوي
دنيمروز ولايت دامنيي قومندان وايي چې دغوکسانو دقاچاق وړونکو په همکارۍ دکندهار،هلمند،هرات او فراه ولايتونوڅخه نشه يې توکې دنيمروز ولايت ته ليږدول او ددغه ځايه يې بيا ايران ته قاچاق کول
نوموړى زياتوي له نيول شويوکسانوڅخه يوسلوشپيته کيلوګرامه نشه يې توکې او څلور موټرونه ترلاسه کړي دي