احمد فرزان
زموږ چاواکی ، دپخوانوغوندي نه دی چي عمريي په مطالعه خوړلی ، مغزیي په ډیرو درسونوخراب سوی او د ډیرو ماموریتونو له لاسه یي سترګي پیکه سوي.
زموږ چارواکی خورا غوښن، د بشاش صورت خاوند، د بکرفکرلرونکی ، تازه دماغه ځوان دی .
ده په کوم خاص فن کی زده کړي نه دي کړي ، کوم خاص تخصص هم نه لري اوپه دولتي اداراتوکي د زړه خوړلي تجربي خاوند هم نه دی ، خو بیاترچاکم هم نه دی.
په چاپلوسي کي د پوره مهارت خاونددی، له خارجي نهادونو سره د اړیکو پوره تخصص لري ، په پروژوکي د پیسو پیداکولو او رشوت اخیستلوخوراتجربه لري او هغه د چاخبره د ځان په صفت کولو کي خو بیخي د فصاحت او بلاغت له مکتبه فارغ دی.
زموږ چارواکی دداسي صفاتوخاوند دی چي په ډیرو نوروکسانوکي نه سي پیداکیدای، دی د یوه داسی لوی او بانفوذه قوم سره تعلق لري چي هرو مرو باید په اداره کي لږترلږه لس ریاستونه خوولري، د خان زوی هم دی او په اصطلاح انګریزی مانګریزی یي هم څه نه څه زده ده .
د ځان ستايني د خطابي قوه ، له خارجي یارانوسره د انډیوالی مهارت، د چاپلوسۍ ، پیسو پیداکولو اورشوت اخیستلو، جرئت، دخان زویتوب ، قومی والی او له انګریزي او کمپیوټرسره بلدتیا ، هغه خصوصیات دي چي زموږ د چارواکي لپاره ضروري دي.
هو، دازموږ چارواکی دی ، دی دټولو هغو صفاتو خاوند دی چي باید یولوړرتبه مقام يي ولري.