کور / تازه خبرونه / په افغانستان کي د امريکا لوى سفير د کندهار والي سره وکتل

په افغانستان کي د امريکا لوى سفير د کندهار والي سره وکتل

په كندهار كي به امنيت، ښه حكومت داري او پرمختيايې چاري لا هم ګړندى سي.
دغه ټكي په افغانستان كي د امريكا لوى سفير او ور سره ګډ پلاوي د كندهار والي پوهنوال ډاكټر توريالي ويسا په كاري دفتر كي د هغه سره ديوځانګړي مجلس پر مهال يادكړل .
مخكي كندهار والي پوهنوال ډاكټر توريالي ويسا پخپل كاري دفتر كي، په افغانستان كي د امريكا له لوى سفير ، په جنوب لويديزه حوزه كي د امريكايي ځواكونو پوځي قومندان ، د افغانستان په سطحه د امريكا هيواد د حكومت دارۍ مشري او نورو امريکايي چارواکو سره وکتل .
د امريکا هيواد لوى سفير وويل چي موږ به د کندهار محبس په اساسي ډول جوړ کړو . خو کندهار والي وويل چي نوموړى محبس د نړيوالو اسانتياوو سره برابر دئ خو بيا هم دحياتي اړخه خورا اړين دئ او بايد کار پکښي وکړل سي . نوموړى د امريکا د لوى سفير او نورو راغلو کسانو څخه په کندهار کي د يوې محکمې او په ولسواليو کي د توقيفخانو جوړولو غوښتنه وکړه . راغلي پلاوي ورته ژمنه ورکړه چي تر خپله وسه به په دې اړه هڅي وکړي .