د پاكستان سترې محكمې په 3م نومبر 2007 باندې بيړني حالات اعلانولو اقدام سم بللو تفصيلي پريكړه خپره كړه يو سلو يوولس پاڼې باندې مشتمله پريكړه دسترې محكمې درئيس قاضي عبدالحميد ډوګر لخوا نوشته شويده ديادونې وړده چې ټكاخان او وطن ګوند لخوا دپوځ دمشر دبيړنيو حالاتو داعلانولو په ضد دوسيه په ستره محكمه كښې داخله كړې وه سترې محكمې پر23 نومبر 2007 باندې مختصره پريكړه اورولو سره بيړني حالات او دپى سي او اقدام سم وباله وو په تفصيلي پريكړه كښې ويل شويدي چې ولس مشر وفاقي حكومت او انتخابي كميسون دي داساسي قانون ترمخه په هېواد كښي دصفا انتخاباتو كار تر سره كړي په پريكړه كښې زياته شويده چې لوى عدالتونه دغه حق لري چې دپوځ دمشر او ولس داقداماتو په لړ كښې جاج واخلي چې كومو قاضيانود pco لاندې سوګند وانخست هغه نور دندې نشي تر سره كولې.