په کندوز کې ميشت دناټوپرمشرۍ نړيوال سوله ساتې ځواکونو(ايساف) مطبوعاتې مسوول ډګرمن ويسيل وايي چې دتيرې شپې عملياتواوچاپوپه ترڅ کې دياد ولايت مربوطاتوکې 9 تنه مشکوک کسان نيولي دي هغه وويل چي نيول شويوکسانودازبکستان اسلامې حرکت سره اړيکي درلودي اوددغه ولايت په يوشميرسيموکې دبدامني لپاره خلک روزل ويسيل همدارنګه زياته کړه چې په دغوعملياتوکي ملکيانوته زيان ندي اوړيدلې همدغه راز دنيول شويو کسانو دهويت په اړه هم څه ندي ويل شوي ِخو ددغونيول شويو کسانو په اړه تراوسه وسلوالو طالبانو خپل نظرندي څرګند کړي چې ايا دغه نيول شوي کسانو دهغوي سره تړاو لري اوکه يا؟ په دي وروستيو کې په ياد ولايت کې دشپې له خوا عملياتو اوچاپو زور اخيستي.