د افغانستان کرکټ بورډ پتېلې چې د سپتمبر په ۲۵ نېټه د کابل په لوبغالي کې د ۲۴ ولایتونو د لوبډلو ترمنځ شل اوریزه کرکټ سیالۍ په لاره واچوي.
د دغو سیالیو لپاره افغان کرکټ بورډ ښه تیاری نیولی او له پخوانیو سیالیو په نسبت به دا شل اوریزې سیالۍ د کرکټ د معیارونو په درشل کې تر سره کیږي.
د دې سیالیو لپاره د کابل په لوبغالي د کار دویمه میاشت روانه ده، په زرونو تماشه چیانو ته د ناستې ځایونه جوړیدونکي دي، د لومړي ځل لپاره به د کابل په لوبغالي کې د لوبې حال د معلوماتو په تخته ( سکور بورډ) لیکل کیږي، د چمن په شینوالي هم ډیر کار شوي چې د پخوا په نسبت به پکې لوبه خوندوره ښکاري او که لوبغاړی د توپ پسې ولیږي نو د ټپیکیدو امکان به یې کم وي.
د رسنیو د خبریالانو لپاره هم ځای یا د رسنیو بکس ځانګړی شوي دي. ټولې رسنۍ کولای شي چې د افغانستان د کرکټ بورډ د رسنیو د قوانینو او ایجازې سره سم له رسنیو د بکس څخه د کرکټ مینوالو ته معلومات وړاندې کړي.
د لومړي ځل لپاره د کابل په لوبغالي کې د لوبغاړو لپاره د ناستې ځایونه( پیفلین) ځانګړي شوي، د لوبې په وخت کې د دواړو لوبډلو احتیاطي لوبغاړي او اداري مسؤلین پکې ناست وي.
دغه شل اوریزې ولایتي سیالۍ په افغانستان کې د اتصالاتو مخابراتي شرکت او د سوپریم نړیوالې لوجستکي شرکت سپانسر کړي، د دې سیالیو د وړو سپانسرانو له جملي څخه تر اوسه یوازې د ندا د انټرنیټي خدمتونو د وړاندې کولو شرکت دی او د افغانستان کرکټ بورډ نورو وړو سپانسرانو ته هم سترګې په لار دی.
په دې سیالیو کې د ۲۴ ولایتونو لوبډلې برخه اخلي او په ۸ ګروپونو ویشل شوي دي چې په لاندې ډول دي.
الف ګروپ: پکتیا، پروان او زابل.
ب ګروپ:کندوز، پنجشیر او کاپیسا.
ت ګروپ:لوګر،غزنی او بلخ.
ث ګروپ: خوست، بغلان او هلمند.
ج ګروپ:ننګرهار، بدخشان او نورستان.
ح ګروپ:کونړ، پکتیکا او هرات.
خ ګروپ: کندهار، لغمان او جوزجان.
د ګروپ: کابل، وردګ او دریم لوبډله به په څو ورځو کې معلومه شي.
یادونه: ( د ۲۴ لوبډلې لپاره غور، ډایکنډي، بامیان او د کوچانو لوبډله غوراوی کوي، لومړی دا څلور لوبډلې په خپلو کې لوبیږي هرې یوې چې په خپلو کې ډېرې لوبې وګټلې هغه به په راروانو شل اوریزو ولایتي سیالیو کې د ګډون چانس تر لاسه کوي.
په دې ولایتي شل اوریزو سیالیو کې به هره ورځ دوه لوبې تر سره کیږي، لومړۍ لوبه به د سهار په ۹ بجو او دویم لوبه به د ماسپښین په ۱:۳۰ بجه پېل کیږي.
یادونه: د ولایتي شل اوریزو سیالیو مهال ویش به په نزدې ورځو کې اعلان شي.