کور / z_buitenland_news -- 5 / مشرف:انتخابات به په صفا ډول تر سره شي

مشرف:انتخابات به په صفا ډول تر سره شي

پرويز مشرف  ولس ته ډاډ وركړ  چې  په 18 فبروري  به په صفاتوګه انتخابات تر سره شي  په انتخاباتو كښې  حكومت  د هيڅ  يوه ګوند ملاتړ نه كوي اسلام اّباد  كښې  د اطلاعاتو د وزارت لخوا په تر تيب شوي سيمينار كښې  د وينا پرمحال  ولس مشر زياته كړه چې  اوسني انتخابات  د هېواد لپاره ډېر زيات ارزښتناك  دي  ولې  چې  د دغو انتخاباتو سره زمونږ راتلونكۍ تړلۍ دى ولس مشر دغه خبره  ومنله چې  هېواد  له ستونځمنو حالاتو سره مخامخ دى   خو مونږ به په برياليتوب  سره له دې څخه تيريږو په جمهوريت  باندې  باور لرم جمهوريت  د پرمختګ  لار ده پدغه  لار مونږ پرمختګ  كولې  شو داسي جمهوريت  غواړم چې هېواد پرمختګ  وكړي  ولس مشر زياته كړه چې  دجمهوريت  دپياوړي كولو لپاره بلدياتي ادارې پرانستل شوې چې  ډيره وده  يې  كړيده  ولس او ښځوته  خپلواكۍ وركړل شويده رسنۍ په خپل  كار كښې  خپلواكه دي نيشنل سكورټى  كونسل  اداره  رامنځته كولو سره مو په نظام كښې  ښه والۍ راوستۍ.