په ننګرهار ولايت کي د ناټو ځواکونو يو لارۍ موټر د طالبانو لاسته لوېدلئ چي وايي د ناټو ځواکونو په شرابو بار وو.
د توري بوړي د طالبانو وياند قاري سجاد لراوبر ته ويلي چي نيول سوي شراب يې له منځه وړي او د P ١٣٩٤ موټر چلوونکى مزمل او د هغه کلينر شفيق د طالبانو تر تحقيق لاندي دي.
قاري سجاد وايي دغه موټر يې د اګست پر لسمه د ننګرهار د بټي کوټ ولسوالۍ د پارم چار په سيمه کي نيولى دئ.
په داسي حال کي چي د دې موټر له نيولو ١٧ ورځي تيرېږي، خو دا لا معلومه نه ده، چي د نيول کېدو خبر يې ولي په دونه ځنډ ورکول کېږي.