د 1893 زیږدیز(میلادی)کال په پای کې د افغانستان خاوره د انګریزانو له خوا تجزیه شوه چې د بیلتون کرښه د دیورند د کرښې په نامه مشهوره شوه د انګریزانووروسته په 1947 کال کې د افغانستان او هندوستان د بیلې شوې خاورې څخه د پاکستان په نامه یوه هیواد جوړه کړه چې تر اوسه پورې د انګرزانو لاس په کې بر دی. په 1973 کال کې د پاکستان څخه بنګله دیش بیل شو.
که چیرې امیر عبدالرحمن خان د افغان ولس سره سلا مشوره کړی وی دا ناشونې وی چې د افغانستان خاوره تجزیه شوی وی. د امیر حبیب الله خان د حګومت تر پایه پورې افغانان په دې باندې پوی نه و چې د امیر عبدالرحمن خان د انګریزانو سره څه ډول تړون لاس لیک کړی او نه په دې هکله کومه دولتی اعلامیه د عبدالرخمن خان له خوا خپره شوه. د افغانستان د ځمکنی بشپړتیا په هکله د انګریزانو سره لاس لیک شوی تړون پّه انګریزی مطبوعاتو کې هم خپور نشو. یواځې د کویتې ، چترال ، کوهات ، سوات او ډیره جات والیان د امیر عبدالرحمن خان څخه د آنګری پولتیکل اجنت او ایجنسی د جوړیدو په هکله پوښنته وګړه خو امیرعبدالرحمن خان دوی ته وویل : د مرکزی دولت پریکره دا ده چې د افغانستان نوموړو سیمو کې د انګریزی پولیتکل اجنت له خوا په موفته دول اداره کیږی. که څه هم د اتلسم ، نولسم او شلم پیړو تر پیله پوري لر او بر افغانان په لس هاو ځله د انګریزانو سره وجنګیدل او دا جنګونه د د پاکستان ترجوړیدو پوری دوام درلودل د بلې خوا ټول بیل شوی افغانان( د ٍصوبه سرحد او صوبه بلوچستان ولس) د انګریزانو سره په داسې حال وجنګیدل چې د کابل حکومت څخه هیڅ دول پوځی مرسته ترلاسه نکړه. د افغانستان د استقلال په محرکه کې که چیری د وزیر او مسید قبایل په ټل (د شمالی وزیرستان مرکز) او واڼه( د جنوبی وزیرستان) کې د جنرال نادرخان( اعلیحضرت نادرشاه) د څلور زره عسکرو سره مرسته کړی نه وای او که چیری عجب خان افریدی د نادر خان سره ملګرتیا کړی نه وای نو جنرال نادر خان سره دومره پوځي امکانان نه و چې د خوست د کوهات په لور وخوځیږی اود ټل انګریزی چونی فتحه کړی، نو ډیرامکان درلود چې جنرال نادر خان هم د جنرال صالح محمد خان او جنرال عبدالقدوس خان په شان مخ کې له دینه چې انګریزی پوځ سره مخامخ شي ماته وخوړی او یا هم د خوست نه کوهات ته کوز شوی نه وی.عجب خان افریدی څو څله د ټل په چونی باندې یرغل کړې و خو نیولې نه و ځکه چې ټل یو لوی انګریزي پوځې اډه وه. ټل او واڼه د انګریزانو دوې سترې چونی ګانې یا پوځي اډې وې چې د وزیرو او مسیدو قبایلو په غوڅ زور فتحه شوه خو د جګړې قومانده د جنرال نادرخان په لاس کې و.هم دلته ده چې انګریزان ماته خوري او اته میاشتې وروسته د افغانستان خپلواکې په رسمیت پیژنی خو د امیرامان الله خان په امر نادر خان د شمالی او جنوبی وزیرستان واک انګریزی پولیتکل اجنت ته یی وسپارل. د ټل او واڼهّ چونې ګانې بیرته انګریزانو ته سپارل د امان الله خان ستر تاریحی خبط ګڼل کیږي.د ټل او واڼه د بیرته سپارولو په اړه امان الله خان نه د وزیر او مسیدو سره او نه د خپل پوځ او ولس سره سلامشوره وکړه. کله انګریزان بیرته وزیرستان ته راګرځي د وزیر او مسید قبایل د انګرزانو له خواسخت ځپل کیږی او په ټل او واڼه کې یوځل بیا د انګزانو بیرغ پورته کیږی خو امان خان خپل غوږ هم نه ګروي اود خپل حکومت تر پایه پورې د دیورند پورې غاړې ته هیڅ ډول سیاسی او پوځي تشبث نه کوي او د وزیر او مسید اقوامو ضد انګریزی جهاد سره هیڅ ډول مرسته نه کوی. څه چې د نیم ګړی افغانستان خپلواکې ورته وایو نن ترلاسه شوې نه وي که د وزیر او مسید قبایل د د نادر خان سره ملګرتیا کړی نه وای. دا پیښه نن د افغانستان په تاریخ کې د افغان او انګریز دریم جنګ په نامه مشهور شوی دی ټول جګړه د وزیرستان په سیمه کې وشوه.
د نیم ګړی افغانستان د دوه هم ځل د تجزیی دپاره د افغانستان لرې او نژدې ګاوندیان ډیره خوبونه ولیدل چې افغانستان د دوهم ځل د پاره تجزیه کړي. روسانو د ماتې په وخت کې غوښتل چې افغانستان خاوره په شمال او جنوب باندې وویشي او د دې کار دپاره ستمیان راوپاره او د قومیت پر بڼست فدارلې نظام دجوړولو نارې سورې پیل کړل ځکه چې فدرالی نظام د دې ګرغیړن پلان لومړنې قدم ګڼل کیږي. د بل لورې ایران هم غواړي چې د درې فارسی ژبې هیوادونو په نامه د افغانستان ( د افغانستان شمالې سیمې ) تاجکستان او ایران سره ګډ کړي. ایران د فارسی ژبې د فرهنګي حوزې( فارسی – یک – یو فارسی) د جوړیدو په لټه کې ده او غلام کرزی هم سم دم قره قل او ترکستاني چپن ورته اغوستی دی او په کال کې درې ځلې د درې فارسی ژبې هیوادونو په غونډه کې برخه اخلی او د درې فارسی ژبې هیوادونو کلتوری بڼست پیاورې کوی، نو څرګنده خبره ده چې پښتانه هم د طالبانو بڼست پیاوړې کوی. بله څرګنده خبره دا ده چې د افغانستان هیڅ یوه قوم ، سیمه یا د کوم مذهب پیروان داسی څرګڼد ادعا نه دې کړی چې د افغانستان د تجزیی غوشتونکې دي او د بلې خوا هم نه کوم څوک دننه په افغانستان داسې بربند ادعا کړی چې د افغانستان خاوره تجزیه کوی او نه کوم کورنی ځواک شته چې دا وس ولري چې د افغانستان خاوره تجزیه کړی که چیرې کوم داسې زورور قوم ، سیمه یا ګوند او یا د کوم مذهب پروان موجود وی او د افغانستان د تجزیی لیوالتیا درلودې نو روسانو ، ایرانیانو او یا امرکایانو کارځنیې اخستی وی او لا دمخه د افغانستان خاوره تجزیه کړی وی. تر اوسه پورې هیڅ یوه افغانی دولت یا دافغان ولس کوم کس یا سیمه یا کوم ګوند د دیورند کرښه نه ده منلی اوټول افغانان په لر او بر پښتونخوا کې شپې او ورځې شمیري چې څنګه لر او بر افغانستان سره یو ځای شي او د دیورند خنجر د افغانانو د زړونو څخه ویستل شي. زه خو داسې نر نه په افغانستان کې نه وینم چې په ښکاره د افغانستان د تجزیې شعار پورته کړي یا به بله عباره داسې کوم ځاین افغان وینم چې د افغانستان د تجزیی غوښتونکې وي او نه د افغانستان په تاریخ کې په هیڅ کوم قوم پورې منسوب شخصیت نه دې تیر شوی چې ووایو د افغانستان د تجزیی غوشتونکې و نو دا بهرنیان څه خیال کوی چې افغانستان څه شی دی. د امریکا پخوانی سفیر په هند کې د رابرټ بلکويل او د ملګروملتونو پخوانی استازی پيټر ګالبريټ دو مره پوهیږی چې په افغانستان کې بیلابیل اقوام اوسیږی نو راځی چې د افغانستان خاوره د قومیت پر پڼست تجزیه کړو. نه پوهیږم چې خوار امریکایان په چا باندې نازیږی په شورای نظار که په دوستم ، په حزب وحدت او یاستمیانو باندې.امریکایان ښه پوهیږی پښتانه د بهرنیانو سره اړخ نه لګوي نو راځی چې غیر پښتانه غښتلې کړو په اردو او پولیس کې یی ځای پر ځای کړو او پر هغوی باندې افغانستان تجزیه کړو. آشنا دا ډیر خام خوب دی تاسو لیدلی دی. داسې خوبونه خلک په تورتمو وحشتناکو شپو کې خلک ویني . خبره دا ده چې هیڅ کوم تاریخی سند نشته چې د افغانستان غیر پښتانه د افغانستان د تجزیی کومه ّهڅه کړې وي په بله غباره د افغانستان تجزیی داخلې بازار نه لري او نه د کابل د ادارې اجیر اردو نه کوم شی جوړیږی اوس خو د ټول نړی ستر ځواکونه تر شایی ولاړ دی کوم شي ځینې نه جوړیږي نه پوهیږی سبا به چې بهرنیان نه وي څوک دا اجیر اردو ساتی . روسانو هم د افغانستان د تجزیی خوب لیدلې وو خو د جګړې په پای کې شوروی اتحاد تجزیه شوه نه افغانستان. مرحوم سید شمس الدین مجروح د افغان ولس د غښتلتیا په هکله وایی :
ټیت مې مه بوله اوغورځنګ را باندې مکړه – زه په دې افتادګی لوی ګړنګ یم
که چیرې امیرعبدالرحمن خان انګریزانو سره په خوښه یا په بله عباره پخپل سره د یورند کرښه منلی نه وی نو د انګرریز سرکه اسمان ته هم ختلی وی دا وسه نه درلودله چې د افغانستان خاوره تجزیی ګړی او تور کرغیړن امیر د خپل حکومت تر پایه پورې دا کرغیړن تړون د افغانانو څخه پټ وساتل او افغانان پوی نشو چې څه پیښه شویده ځکه چې امیر ته د افغانانو ضد انګریزی روحیه معلومه وه.
په درناوی