کله چی څه موده وړاندی دعینک د مسو کان د یوی داوطلبۍ په پایله چینایی پانګه والو ته په برخه شو ، اوبیا دهغه راهیسی چی د پنتاګون جیولوجستانو دافغانستان د کانی زیرمو په هکله خپل راپور په نیویارک ټایمز کی خپورکړ او بیلابیل نړیوال غبرګونونه یی راوپارول ، هغه کسان چی د معدنو سره زما په مسلکی تړاو او دنده ایزو اړیکو خبر دی ، تل رانه ددغه معدن په اړوند پوښتنی کوی . ځو ورڅی دمخه چی د اریانا افغانستان تلویزیون دنړیوال جال سره می دافغانستان دمعدنو په هکله د پروګرام د میلمه په توګه مصاحبه درلوده ، هم ارویدونکو دنوموړی معدن په اړوند پوښتنی وکړی . ماته هم دخپلی مسلکی بوختیا او د دندی د اړتیا له وخت نه چی لا څوان او داحساساتو ډک وم، ددی معدن سره تړلی ډیری په زړه پوری خوږی او همدارنګه ترخی خاطری راپیاد دی . غواړم پدی لیکنه کی دمعدن په اړه د عامو لوستونکو د پوهیدو وړ یو څه معلومات وړاندی اوبرسیره پردی خپلی یوازی هغه څو خاطری ورسره شیریکی کړم چی دا ګړۍ د لیکنی د زغم سره سمون خوړلای شی :
د عینک کلۍ د لوګر د محمد اغا اولسوالۍ سره په اداری تړاو کی د اولسوالی ختیز خواته په یوه غرنۍ سیمه کی پروت دی . د کابل نه نژدی ۵۲ کیلومتره واټن لری چی ۴۵ کیلومتره یی د کابل – لوګر پر لویه اسفلت شوی لار او نژدی ۷ کیلومتره یی بیا د لوګر پر رود باندی د زید اباد له پله نه تر معدن پوری غځیدلی ده . دابرخه پر اومه سړک تیریږی چی دکلی او پټیو وروسته د غرونو په لمن کی د یوی شګلنی دری دلاری د عبنک کلی ته رسیږی . د دری کینی خواته دغره برڅنډه یوه وړه چننه ده او دکلی پر ښۍ خوا دغرونو په منځ کی لږ غوندی هواره ځمکه پرته ده چی څود کوچیانو کورنۍ پری ابادی دی . دوی ددغی چینی اوبه په ډیرو ستونزو سره د شګلنی دری څخه تر خپلو وړو پټیو پوری د یوه واړه لښتې د لاری تیرولی او دخپلو وړو پټیو او ژوندنی چارو محدودی اړتیاوی یی ورباندی پوره کولی . ماته دعینک دکلی یوه اوسیدونکی قصه وکړه چی د کوچیانو د هغه واړه کلی په یوی کورنی کی يوه ډیره ښکلی پیغله ژوند کوی چی د ځوانۍ پسرلی یی پر اننګونو باندی دګلابو ګیډۍ کرلی ، جګی ونی یی دچنارونو غاړی کږی کړی او تورو خمارو کوچیانیو سترګیو یی د دنګو غرو هوسیو ته کشت ورکړیدی . دشاوخوا کلیو ځوانان یی وپالنګ ته درسیدو په هیله فالونه نیسی خو پیغله دټوکیدلی ځوانی دخیالوون ډکی شپی یوازی سبا کوی . داځکه ، دی پیغلی یو شرط ایښی وو : هر هغه ځوان چی غواړی ددی سره واده وکړی ، باید اول دی ته په غیږ ورشی ، که ځوان دا را څملول نو به دهغه سره واده کوی او که یی ځوان را څملاوه نو مات شوی ځوان به د ټول کلی په مخکی وعده ورکوی چی پسله دی ټول ژوند یوازی تیروی او دهیچاسره به واده نه کوی. ویل کیده چی یوه غښتلی اوپرځان ډاډمن ځوان دا شرط ورته وبایلی او دی کار د نورو ځوانانو مورال دومره ور ټیټ کړی وو ، چی چا نور ددی ښکلی پیغلی تر پالنګه د رسیدو توان په ځان کی نه لیده . یو ځل چی زه عینک ته د کارونو دجاج اخیستلو دپاره ورغلی وم ، ددغی پیغلی یو له خپلوانو څخه ماته راغی او شکایت یی وکړ چی زموږ دعینک د ګروپ موټران تل ددوی د اوبوهغه لښتۍ ور ورانوی کوم چی د وړی چینی هغه لږی اوبه ددوی پټیو ته رسوی . ما ورنه دپیغلی د داستان په اړه پوښتنه وکړه ، هغه لږ خجل غوندی شو او پته خوله یی غوره کړه . ما هدایت ورکړ چی له چینی نه ددوی تر کورو او پټیو پوری یوه نل لیکه تیره کړی او ورته می وویل چی دا به د عینک د کارګرانو لخوا نوموړی پیغلی ته ددی ذ راتلونکی واده دپاره یو داسی سوغات وی چی د ټول کلی په درد یی وخوری . پدی کار سره کوچیان نور د اوبو دضایع کیدو او دموسمی ناخوالو څخه خلاص او تل یی دعاوی راته کولی . تر دغه وخته لا ما کوزده هم نه وه کړی ، ځینو پر دغو کوچیانو باندی زما د زړه سوانده مرستی نه داسی ګمان کاوه چی ګویا دغی نازنینی پیغلی ته می سوی غلۍ کړیدی ، خومایی د شرط دپوره کولو خوب هم لیدلای نشو . نسبتا لوی کلی ته رسیږو چی په منځ کی یی د دوو وړو شګلنو درو ترمیان دلوړه غره یوی برخی په ډیر غرور سره سترګی اسمان ته نیولی دی ، ته به وایی چی دغرونو پاچا او عالمونو ته یی د حاتم طایی دسترخوان غوړولی دی . دا غر حق لری چی بی پروا او پر څان ډاډه اوسی څکه چی همدغه د نړیوال پیژندل شوی معدن مرکزی برخه جوړوی او د مسو تر ټولو غوښینه بوجۍ همدغه غره په غیږه کی نیولی ده .
دا معدن د افغانستان ځوان او نوی منځته راغلی جمهوریت ته د یوی تر ټولو په زړه پوری او دلوړ ارزښت لرونکی ډالی په توګه وړاندی شو ، داځکه چی په۱۳۵۲ کال کی د داود خان تر کودتا یوازی څو هفتی وروسته کشف شو او داود خان دا افغان اوولس دپاره یو ښه زیرۍ وباله . دا په رښتیاسره هم یوه دنه منلو وړ خبره وه ځکه چی معدن په ناڅاپی ډول بیله دی چی چا یی په لټولو پسی پښی لوڅی کړی وی ، پیدا شو او پخپله د کانو او جیولوجی سروی د ریاست د انجینرانو په سترګو ور ننوت . معدن د انجینر شیربین په مشرۍ چی یو پیاوړۍ شوروی متخصص وو ، د افغانی انجینرانو یوی ډلی کشف کړ . او دا هم پدی تړاو زما یوه په زړه پوری خاطره : دمعدن له کشف نه یو کال وروسته ما دکابل پولی تخنیک انستیتوت یو ګروپ محصلین هلته د پراکتیک دپاره بوتله . د ښاغلی شیربین نه می هیله وکړه چی شاګردانو ته می لومړی د معدن د کشف په اړه یو څه معلومات ورکړی . په یوه لویه خیمه کی ناست وو او افغان اشپز یی ګرمی ګرمی چای راته راوړی . ده دمعدن دکشف کیسه دیوی معجزی په ډول داسی بیان کړه :
،، موږ په سیمه کی دجیولوجیکی نقشی اخیستلو په کار لګیا وو او داګړۍ مو دمعدن لټولو دنده پرغاړه ندرلوده . په یوه سیمه کی به مو کمپنګ کاوه ، خیمی به مو و درولی ، د ورځی به مو ساحوی کار کاوه او دشپی د خوا به مو خپل یاداښتونه د کاغذ پرمخ راوړل . کله چی به په یوه ساحه کی کار خلاص شو ، نو کډی به مو بار کړی او بلی سیمی ته به مو کوچ کاوه . موږ ددغسی یوه کوچ په حال کی وو چی د عینک په کلی کی زموږ ډریور موټر و دراوه او ویی ویل چی خراب شو ، شپه را باندی راغله او پریکړه مو وکړه داشپه دلته تیره کړو اوسبا به بیا په رڼا کی چی موټر جوړ شو ، بیرته حرکت وکړو . هغه وو چی خیمی ودرولی او ویده شوو . سهار محال می ددغه غره په لمن کی یوه تیږه تر سترګو شوه چی د خالکوپیریت ( ژړ طلایی رنګه منرال دی چی مس په ترکیب کی لری ) ځلا می پام ور واړاوه . وروسته چی نور هم پسی و ګرڅیدم ، بارنیت ( دا منرال په مسو ډیر غنی دی ) می هم پلاس راغی . خبره راته په زړه پوری شوه او دلته ورته پاته شوو . پایله یی تاسی وینی چی انشاالله د افغانستان په اقتصاد کی به لوی رول ولوبوی ،، . د تفریح پر وخت اشپز راته راغی او ویی ویل : ،، استاذ این مادن را اصلا مه کشف کدم . اینه ګپ مرا ګوش کو ، سوب که از خو خیستم ، خواستم که چای برای اینها تیارکنم . سنګهارا جم کدم که اجاغ بسازم . دیدم که در یک سنګ یک چیزی میدرخشه . برای این انجینر شوروی اوردم . ګفتم این چیه که بل میزنه . او فامید که ګپ در کجا است . مه خو ادم ناخوان هستم ، این ګپ هارا چی میفامم . حالا دیګرا میګه که همو مس بود که بل میزد . اګه مه همو سنګه به او نشان نمیدادم ، او چای خوده میخورد و میګفت زود کنید ، حرکت است میریم ، خیمه هایته جم کنید . بګو استاذ ، حالا تو بګو ، مادن را مه یافتم یا او ؟ در کاغذ هایت هموتو نویشته کو ، خوب ؟ مه خو ادم غریب استم ، یک بابا اشپز بیچاره . ولا اګه هیچ کس هم در قصه غریبا باشه اما تو ادم خوب و مهربان معلوم میشی ، خداکند که غریبا هم از یادت نروه ،، . تر تفریح وروسته مو بیا خپلی خبری وغځولی . په بله تفریح کی ددوی افغان ډریور راته راغی او داسی قصه یی راته وکړه : ،، استاذ ګوش کو ، ای مادنه مه یافتم ، مه . شب پیش خراب وتراب بودم ، هیج خواب نکدم . درینجا که رسیدیم ، دیګه از حرکت نبودم . کفتم موتر خراب است نیمیروه ، کمی کار میخایه . ګپه تال دادم تا که شب شد ، اخیر همین جا خواب کدیم . سوب که شد ، او ګفت ازین جا بوی مادن میایه ، باید چند روز همین جا بمانیم . اګر مه بهانه نمیکدم ، انها میرفت ، ولاګه مس را به چشم میدید . اینا خو عادتش است کل روز سنګ هارا تا وبالا میکند ، هر جا مس نیست که برایت مادن شود . چطور ؟ ګپ من راست است یانه ؟ در کتابهایتان نام مرا نوشته کو ـ خلیفه موتروان . . . . ،، . ما خو دوی دواړو ته وعده ورکړه چی نومونه به یی لیکم . اوس چی دادی دفرصت نه ګټه اخلم ، له بده مرغه د یوه نوم می لا هم په یاد ندی ، دمرګ او ژوند خبر یی هم نلرم . که مړه وی ، روح دی ښاده وی او که ژوندی وی ، روغتیا یی غواړم . ما خو دادی یادکړه ، دخدای دی نه هیریږی .
لدی خبری نه څو کاله تیر شوه . دقست پریکړه داسی وه چی په ۱۹۸۷ کال زه د کانو اوصنایعو په وزارت کی دکانو اوجیولوجی سروی لوی ریئس وټاکل شوم . د ټاکل کیدو نه څه موده وروسته یوه ورځ یو سپین ږیرې سړی راغی او وی ویل : ،، ریئس صاحب ، مه همو بابا اشپز استم که مادن عینک را کشف کدم ، یادت میایه ؟ ،، زما رایاد شو او امر می وکړ چی ۱۵ ورځی بخششی معاش ورکری . دا هغه وخت ډیرشی وو . څو ورځی وروسته یو بل څوک راغی چی په خبرو کی ډیر رند او دکابلیانو په اصطلاح چوتار ښکاریدی ، اول یی ډیری دعاګانی راته وکړی او بیا یی وویل : ریئس صاحب مثلیکه مرا نشناخی . مه همو خلیفه دریور . . . . استم ، در مادن عینک قصه خوده برایت کده بودم . از یاد تان رفته ؟ قصه مادن عینک را . مادن را خلیفه دریور . . . کشف کرد و بخششی بابا اشپز ګرفت ،، . ده ته می هم ۱۵ ورځی بخششی منظوره کړه . بله ورځ دترانسپورت مدیر راغی او ویی ویل چی رئیس صاحب تاسی فلانی ډریورته د بخششۍ امر ورکړی دی اما تاسی ممکن هغه و نه پیژنی ، هغه ډیر بیکاره ، قمارباز او بهانه جوی سړی دی . په هر کار کی شل رقمه پلمی جوړوی . زه بیریږم چی نور ډریوران به مو مایوسه شی ، هیله ده هدایت راکړی چی اجرا یی کړم کنه ؟ ما ورته وویل چی ما خو اوس امر لاسلیک کړیدی او په خپل لاسلیک باندی لوبی نشم کولای . په راتلونکی کی به داسی خبری په بام ونیسم . اوس ځه لاړشه او کار یی خلاص کړه . واقعیت خبره خو داده چی دغو دواړو دمعدن په کشف کی خپل یو ډول تصادفی رول درلود . که څه هم داسی رول ته هیچا هیڅکله هم کوم ارزښت ندی ورکړی خو زه تری نه سترګی پټولای نسم . د دوی دغه کار په غیر مستقیم ډول د معدن دکشف دپاره لاره پرانیستل او لامل یی وګرځیدی . ما یی هم تر خپله وسه ستاینه وکړه . کشفیات په ټولیزه توګه د وتلو کسانو کار دی چی کله نا کله داسی پیښی هم لیدلی شوی چی دقسمت دی بخت د عادی خلګو لاسته راوړنی هم د دوی په برخه کړیدی . را و به ګرځم پخپله عینک ته :
پر نوی دنده باندی د ټاکل کدو سره سم ما د هیواد په اقتصاد کی ددی معدن د لوړ پوتنشیال په پام کی نیولو سره دمعدن چاری په نیغه تر خپل کنترول لاندی ونیولی . برمه کارۍ می هلته ۲۴ ساعته په درو شفتونو کی تنظیم کړه . دعینک سره د مرکز اړیکی هم د تلیفونی مزی او هم د بیسیم دستګاه دلاری تړلی وی . هر مازدیګر به می له معدن نه د جاری ورځی او هر سهار به می د تیری شپی د کار راپور تر لاسه کاوه . په میاشت کی به دوه دری ځله پخپله هلته ورتلم او په نیغه می د کارونو جاج اخیست . کله کله به می لا د کارګرانو د خوښی د پاره هنرمندان هم له ځانه سره د کنسرت دپاره اخیستل . کارګران پدی پوه شوی وه چی زما د مخ پوست نازک دی ، نو په یوه یا بل ډول به یی حق او ناحق بخششی رانه تر لاسه کولی . ما هم دخپل صلاحیت په چوکاټ کی دوی نا امیده نه پریښودل . دوی هم بی پاسه خلګ نه وه او چی کله امنیت خراب شو ، دوی پدی لاره کی دخپل ژوند دلاسه ورکړ تر پولی کلک ودریدل خو د ماشین څرخ یی و نه دراوه . او داهم دعینک په اړوند دسیاسی لوبو دتماشا یوه خاطره :
د ۱۹۷۸ کال منۍ رارسیدلی وو . د شوروی اتحاد د جیولوجی وزیر کازلوفسکی د افغانستان د کانو او صنایعو د وزیر محمد اسماعیل دانش په بلنه کابل ته په یوه رسمی سفر راغی . ده پخپله د عینک معدن وکوت او د افغان سیال سره یی پر اړوندو چارو خبری وکړی . شبرغان ته یی هم سفر وکړ چی د جوزجان والی محمد بشیر بشریار یی د میلمه پالنی په دود دروند هرکلی وکړ . هلته یی د ګازو کانونه یی ولیدل اوشوروی ماهرانو ته یی اړینی لارښودنی وکړی . دسفر په پای کی یی دافغان خارجی چارو وزیر حفیظ الله امین سره ملاقات په پام کی نیول شوی وو . دملاقات پر وخت زه هم د دندی له مخی د کازلوفسکی سره هلته ولاړم . کازلوفسکی دافغانستان د کانو دنقشی پروف چی تر اوسه لا له چاپه نه وه وتلی ، له څانه سره راوړی و . ده نقشه را خلاصه کړه او حفیظ الله امین ته یی دهغو کانو په هکله معلومات ورکړ چی دشوروی ماهرانو په مرسته کشف شوی اویا یی دلټون هلی ځلی روانی وی . تر ټولو زیات دعینک دکان په اړه و ږغیدی او ویی ویل چی دا د نړی د څو لویو کانو له ډلی نه دی ، دافغانی او شوروی متخصیصانو دګډو هلو ځلو یوه ډیره ستره لاسته راوړنه او د دوستی یوه ښکلی بیلګه یادیدلای شی . دد ی معدن د راسپړلو په موخه د دوولسو زرو اوسیدونکو دپاره یو ښارګۍ په پام نیول شوی او نژدی لس زره کارګران به پرمعدن باندی کار وکړی . ددغه معدن او د ګازو څخه ترلاسه شوی پیسی به د افغان پرګنو او زیارکښانو د ژوند په سوکالۍ کی لوی رول ولوبوی . او داسی نور یی ډیر څه یاد کړه . حفیظ الله امین په ځیر سره دده خبرو ته غوږ نیولی وو او سره لدی چی د ژبی او بیان لوړ فصاحت یی درلو ، خو داچی یو زیږ پښتون وو ، تل یی سپینی خبری کولی او په خبرو کی یی د دیپلوماسۍ نه ډیرکار نه اخیست . ده شوروی وزیر ته وویل چی ددی معدن په هکله دداود خان د وخت راهیسی د کشف نه وروسته تر دا اوسه پوری په افغانی رسنیو کی ډیری لیکنی شوی چی ما ټولی په دقت سره لوستی دی او د دانش صاحب نه هم پدی باره کی منظم راپورونه غواړم . د عینک په هکله ستاسی په دغو ټولو خبرو کی زما څه نوی شی تر غوږ نشو او دهغه څه هیله چی می درلوده تاسی خو ان یاده هم نکړه . هغه و پوښتل چی تاسی ملګری امین دکومی خبری انتظار درلود ؟ امین : زه غواړم پدی پوه شم چی د استخراج کارونه به کله پیل شی؟ کازلوفسکی : ښایی لس دوولس کاله وروسته دی پړاو ته ورسیږو . امین : موږ یو متل لرو چی بزک بزک نه مر که جو لغمان میرسه . کازلوفسکی : ملګری امین دا یوه ډیره ستره پروژه ده او ډیری پانګی ته اړتیا لری ، افغانستان یی پخپله تمویلولای نشی او شوروی اتحاد په نظر کی لری چی پړاو په پړاو یی ترسره کړی . امین : راشی سپینی خبری وکړو ، زموږ ځوانان دبیکاری د لاسه دکار موندلو په امید ایران او پاکستان ته ځی ، هلته یا په مخدره موادو یا اخلاقی فساد اخته کیږی اویاهم د ساواک او ای اس ای لخوا ور نه جاسوسان جوړیږی . که تاسی ددی پروژی تمویلول پرغاړه اخیستلای نشی نو بی پردی راته پوست کنده ووایاست چی بیا موږ د نورو هیوادو نه مرسته وغواړو او پانګه وال یی راوبولو ، مسو ته اوس ټوله نړۍ اړتیالری اوهغوی به دا بلنه په ډیره مینه ومنی . ددی خبری په ارویدو سره د شوروی وزیر شونډان و ځړیدل ، رنګ یی تک ژړ او تندۍ یی له ګونځو ډک شو . دی چی د دیپلوماتیکی ژبی سره ښه بلد وو ، څو شیبی پټه خوله پاته او بیا یی وویل : ملګری امین ! ستاسی ددی سوال دجواب صلاحیت زماسره نشته خو زه به ستاسی دا فرموده و خپلو مشرانو ته ورسوم . پدی توګه ملاقات په یوه ترینګلی فضا کی پای ته ورسیده او یو له بله سره یی په سړه لهجه خدای په امانی وکړه . سبا ته د جمهور ریئس نورمحمد تره کی سره د لیدلو نوبت وو . هلته هم کازلوفسکی نقشه خلاصه او ټولی هم هغه خبری یی تکرار کړی . تره کی نرمی نرمی شمیرلی خبری کولی او په هره جمله کی یی دیپلوماتیکه ژبه کارول . ده په اخیره کی په ارامه لهجه و پوښتل : تاسی څه فکر کوی چی د عینک استخراج به کله پیل کړو ؟ کازلوفسکی په ډیری رندۍ سره هڅه وکړه چی د حفیظ الله امین د یادونی په اړه د نورمحمد تره کی نظر هم معلوم کړی ، نویی په خندا کی ګویا د ټوکو په توګه وویل : ملګری امین هم پرون د ملاقات پروخت پدی هکله ډیرټینګار کاوه او حتی یاده یی کړه چی که شوروی ملګری نشی کولای نو کیدلای شی د نورو هیوادونو څخه د مرستی غوښتنه وکړو . تره کی یی خبره په نرمه او دیپلوماتیکه ژبه ورغبرګه کړه او ویی ویل : ملګری امین ته زموږ اقتصادی ستونزی ښه معلومی او دحل د لارو چارو لټول یی دده له دندو نه ګڼل کیږی ، د شوروی چارواکو څخه هم زموږ اقتصادی ستونزی پټی پاتی ندی او په ټول ستونزو مو خبر دی ځکه نو زموږ هیله داده چی دوستان مو لږ نوره پاملرنه هم ورته وکړی . که داکار له یوی ورځی نه بلی ته و ځنډوو ، خلګ به را څخه نا امیده شی . کازلوفسکی پدی پوه شو چی دامین او تره کی خبره یوه ده او سره لدی چی ددی خبری تائید هیڅ خوند ورنکړ ، خو شونډانو یی ساختګی موسکلا پری نښوده او د تندۍ کونځو یی هم له احتیاط نه کار واخیست .
د څلورمی برخی پای . نوربیا