کور / تازه خبرونه / روزګان : د وسلو يوه لويه زېرمه کشف سوه

روزګان : د وسلو يوه لويه زېرمه کشف سوه

د آى جې سي ملکي چارو د دفتر له لوري لراوبر ته په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي ګډو ځواکونو په روزګان ولايت کي د وسلو يوې لويه زېرمه کشف کړې . په خبرپاڼه کي راغلي چي د وسلو دغه زېرمه چي ١٥٠ راکټه ، يو شمېر لاسي بمونه او نور توکي موجود ول د بهرنيو ځواکونو او افغان ملي پوليسو له لوري د دې ولايت د ده راود په ولسوالۍ کي د ګزمې پر مهال کشف سوه .