کور / تازه خبرونه / کندهار : يو تن د نامعلومو وسلوالو له لوري ووژل سو

کندهار : يو تن د نامعلومو وسلوالو له لوري ووژل سو

په کندهار ښار کي د يو تن د نامعلومو وسلوالو له لوري ووژل سو . نوموړى کس نن سهار د ښار په اتمه حوزه کي په ډزو وژل سوى او وژونکي د سيمي څخه په تلو بريالي سوي دي . د کندهار ښار د امنيې قوماندانۍ کشفي مرستيال محمد شاه خان فاروقي ياده پېښه تائيدوي او وايي چي د پيښي په اړه يې پلټني پيل کړي خو تر دې دمه يې څوک نه دي نيولي . دا لومړى ځل نه دئ چي په ښار کي دننه د نامعلومو وسلوالو له لوري د حکومت کارکوونکي وژل کيږي او وژونکي يې د سيمي د ځاى څخه په تلو بريالي کيږي .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه کومي ډلي څه نه دي ويلي .