د هلمند ولايت په مرکز لښکرګاه ښار کي په دې ورستيو کي د امنيت د خرابوالي لامل د شخصي امنيتي کمپنيو تګ راتګ دئ
دملي امنيت رئېس ډګروال نظرعلي دغه څرګندوني دوږي په ۳مه دهغه درې ميله وسلو او يوه اندازاه چاوديدونكوتوكو چې دښار او شاخوا سيموكي يې نيولي وي خبريالانو ته دښودلو پرمهال وكړې . نوموړي وويل چي ددغه وسلو او چاوديدونكو توكو سره يې دوه تنه يو ځاى نيولي دي او په اړه يې پلټني رواني دي تر څويې سرچيني ونيسي .
دملي امنيت رئېس د هغي پوښتني په ځواب كي چې په ښار كي حکومت ضد او نوري امنتي پيښي زياتي سوي دي وويل (( دايوه لويه ستونزه ده بې شمېره وسلوالو كسان په ښاركي تګ راتګ كوي كله چي يې امنتي كسان ونيسي او پوښتنه ځيني وکړي هغه دامنيتي كمپنيو ساتونكي وي .
دملي منيت رئېس په ښاركي دټولو پيښو پړه پر همدې وسلوالو ور واچوله او زياته يې كړه چې ډيرى پيښي د همدوى دخوا رامنځته كيږي ياخو شخصي دوښمنۍ وي او ياهم دې ته ورته نورناوړه عملونه تر سره كوي .هغه زياته كړه چي وسلوال طالبان په ښا ر كي فعالت نه سي كولاى كله چي ښار ته ننوځي كشفي اورګانه يې په اړه معلومات تر لاسه كوي او بل فعل نيول كيږي او دقانون منګلو ته سپارل كيږي.