دا ليكنه د افغانستان د استقلال د 91 كليزې په غونډه كښې جى د افغانستان د سفارت لخوا د اكست په 19 جوړه شوې وه ولوستل شوه . فضل الله رشتين
الحمد الله و الصلاة و السلام على اشرف المرسلين و الأنبياء محمد صلى الله عليه و آله و سلم . 1
د خپلواكۍ د ټينګولو د پاره د علم، پوهې او ملي وحدت ضرورت
تر څو چې د خلكو تر منځ ملي وحت تامين شوى نه وي تر هغه پورې خپلواكي په خطر كښې وي ، خپلواكي هغه وخت له خطر څخه په امان كښې پاتى كيداى شي چې ملي وحدت تأمين شي . ملي وحدت هغه وخت تامين كيداى شي چې خلك د پوهې او تعليم له فيض څخه برخوردار وي . كله چې ولس د پوهې او تعليم له فيض څخه برخوردار وي نو هغه وخت بياخلك د ملي وحدت په قدر پوهيږي او كله چې ولس د ملي وحدت په قدر پوه شي نو بيا د خپلواكۍ په لذت پوهيږي.
خپلواكي يو ستر دولت دى :
أفغان تل مست په مينه محبت د آزادۍ
له هرڅه نه ورته غوره دى دولت د آزادۍ
د ژوند په لوړو خوړو چې برى مومي ځي وړاندې
همدايې ګڼه نښه ، بركت د آزادۍ
خداى پاك په قرآن پاك كښې فرمائي :
و اعتصموا بحبل الله جميعا و لا تفرقوا ( صدق الله العظيم )
ټول سره يو ځاى د الله تعالى رسئ ونيسئ او مه سره مختلف كيږئ .
ددى معنى داده چې ټول سره يو شئ او د پاك قرآن په احكامو باندې عمل وكړئ.
كه دا كار وكړئ نو ستاسې تر منځ به اتحاد او وحدت پيدا شي.
د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم وينا ده چې : .
هيڅوك به له تاسې څخه جنت ته داخل نه شي تر څو چې د كامل ايمان خاوند نه شي او تاسې دكامل ايمان خاوندان كيداى نه شئ ، تر څو چې خپل منځ كښې مينه ، وروري او ملي وحدت ټينګ نه كړئ .
د حضرت محمد صلى اله عليه وسلم بله غوره وينا ده چې :
هغه څوك له مونږ څخه نه دى چې خلك منحرف او افراطي قوميت ته رابولي ، هغه څوك له مونږ څخه نه دى چې په دغه منظور جكړه كوي ، هغه څوك له مونږ څخه نه دى چې له همدې مفكورې سره مړ شي.
ښه روزنه او تربيه د نيكمرغۍ او برياليتوب پړاو ته د رسيدو پيل دى .
د پوهنې او ښې تربيې له لارې خلك كولاى شي چې خپل هيواد او ټولنې ته ګټور او ارزښتناك خدمتونه سرته ورسوي.
د جهل او نا پوهئ څخه بل لوى مصيبت په دنيا كښې نشته ، يوازې پوهنه او تربيه ده چې په مرسته يې په ټولو ستونزو بريالي كيداى شو ، هر څوك كولاى شي چې خپل قوت او غښتلتوب په پوهنه او تربيه كښې ولټوي.دا غښتلتوب او قوت د ټوپك له زور او قوت څخه زيادموثر دى.
هغه ټولنه نيكمرغه او سعادت منده ده چې كړه وړه يې د پوهنې ، علم ، تعليم او تربيې په بنسټ ولا ړ وي ، د خپلو پوهانو او عالمانو درناوې وكړي ، ځكه چې هر يو پوه او عالم د ګرانښت او درناوي مستحق دى.
پوهنه او تربيه دواړه د ملي وحدت د پاره ضرور دي. كه پوهنه او تربيه نه وي نو د قومونو تر منځ ملي وحدت راتلاى نه شي.
پوهنه ، تعليم او تربيه انسان ته د پرمختك جرئت او قوت وركوي .
په دې مورد كښې دا څو پښتو متلونه وړاندې كيږي:
روزنه او پوهنه تر سرو زرو زيات ارزښت لري.
كوم كار چې توره يې نه شي كولاى ، هغه د قلم په ذريعه كيداى شي .
قلم د افكارو ترجمان دى.
اول زده كړه بيا كوژده كړه.
د نالوستو يعنى بې سواده خلكو مينه د خيالونو سره زياته وي ، د يوه ملنګ خيالي كيسه دوي د يو علمي سمينار يا كنفرانس څه زيات تر تاثير لاندې راولي.
هغه خوند چې د سالمې تربيې څخه تر لاسه كيږي هغه تر ټولو خوندونو سوچه او خوندور دى.
هيڅ يو ملت نه شي كولاى چې د پوهې او سالمې تربيې څخه پرته خپله خپلواكي او خپل ملي وحدت وساتي .
په كوم هيواد كښې چې د ملي وحدت او وطن پرستۍ تعصب كمزورى وي هغه وطن له تاريخ څخه ورك كيږي او له منځه څي
مونږ په يوويشتمه پيړۍ كښې ژوند كوو خو متاسقانه مونږ افغانان د پرمختك او ترقۍ په دې پيړۍ كښې له ډيرو مشكلاتو سره مخامخ يو. مونږ له اجتماعي ژوند څخه ناخبره يو خوا بل خوا خواره واره ، تس نس پراته يو ، د ملي وحدت تنابونه مو سست او شليدلي دي .
د خپلواكۍ او عزت ژوند پرته له ملي وحدت څخه ممكن نه دى . كوم ملت چې په اساسي ډول جوړ شوى نه وي او تعميري حالت يې ويجاړ وي هغه ملت په هيڅ شان د زمانې د طوفانونو مقابله كولاى نه شي بلكې په لږه چپه او لږ طوفان له منځه خي مكر كوم ملت چې په پاخه صورت جوړ شوى وي او د موجوديت تاداوونه يې كلك او محكم وي هغه ملت د هر راز سيلابونو او طوفانونو مقابله كولاى شي او هيڅكه يې څوك ې يې محو كولاى نه شي .
دوهم جهاني جنګ په دنيا او خاص ډول مشرق كښې يو لوى بدلون راوست ، هند ، برما ، اندونيزيا ، چين او داسې نور هيوادونه آزاد شول او ډير ژر په خپلو پښو ودريدل . مكر له بده مرغه افغانستان له دغه بدلون څخه ګټه ونه خستله دا ځكه چې زمونږ ملت لكه د نورو شرقي هيوادونو د ملتونو له پخوا څخه جوړ شوى نه ؤ . كه افغان ملت لكه د نورو ملتونو ودان او جوړ شوى وې ، پوهه او تعليم يې حاصل كړى وې او له ښه تنظيم څخه برخوردار وې نو نن به يې دا حالت نه ؤ .
اوس د افغانانو حالت ډير خراب دى .
( د بې سوادئ كچه ) توضيح
هر افغان ته ښائي او دا يې ملي او ايماني وظيفه ده چې د خپل ولس د اساسي ودانۍ او لوړتيا د پاره كار وكړي او په هر ډول چې كيږي خپل ملي وحدت ثابت او څرګند كړي .
د يو ملت د تعمير لومړئ تيږ ه تعليم او تربيه ده. او دوهم شى اقتصادي حالت ښه كول او جكول دي كه تر اوسه پورې دى دواړو ته كار نه دى شوى او چا سمه توجه نه ده كړې نو پس له دې بايد ورته يو اساسي فكر وشي او ددوي علمي او حياتي معيار پورته بوتلاى شي.
افغانان له هر څه نه زيات ښوونځيو او پوهنتونونو ته ضرورت لري ، دوي دعلم حاصلولو ته ضرورت لري ، دوي داسې تربيتي پروګرامونو ته ضرورت لري چې د ملي وحدت د تامين د پاره ترينه كار واخستل شي . كه چيرې په افغانانو كښې يو قوي علمي او اقتصادي حركت پيدا شي نو هغه وخت امكان لري چې د ملي وحدت تعمير آباد او په پښو ودريږي.
علامه سيد جمال الدين افغان د شرق په نوي تاريخ كښې د ملي او اسلامي وحدت لومړنى علمبردار ګڼل شوى دى.
كله چې په نونسمه پيړۍ كښې شرقي هيوادونه د جهل ، ناپوهۍ ، بې اتفاقۍ او استبداد په اور كښې سوزيدل ، نو په دغه وخت كښې علم ته ضرورت ؤ ، اتحاد او اتفاق ته ضرورت ؤ ، تعليم او تربيې ته ضرورت ؤ ، ملي او اسلامي وحدت ته ضرورت ؤ ، په دى معنى چې په دغه وخت كښې داسې يو قوت ته ضرورت ؤ چې خلك د آزادۍ ، حريت ، ملي وحدت په مفهوم پوه كړي تر څو له دغه ستر نعمت څخه په استفاده د ژوند په لذت او خوندپوه شي.
علامه سيد جمال الدين په ټوله اسلامي نړۍ وكرځيد ، ده وليدل چې د خلكو تر منځ ملي وحدت وجود نلري او خلك د جهل او ناپوهئ په اور كښې سوزي . هغه تعليمي او تربيتي پرګرامونه جوړ كړل او خلك يې اتحاد ، اتفاق او ملي وحدت ته وبلل.
د سيد جمال الدين د فكر رڼا اروپا ته هم ورسيده د اروپا فيلسوفان لكه جان جاك او مونت سكو او نورو ددغه ستر مفكر له افكارو څخه استفادې وكړې او دډير واروپائيانو عقل يې د جمود له قيد څخه بهر او هغوي يې د ملي وحدت او خپلواكۍ په مفهوم پوه كړل.
له سياسي پلوه هم خلكو ته دا موقع په لاس ورغله چې د عزت او كرامت او آزادۍ له ژوند څخه خوند او لذت واخلي . د نړۍ په بيلابيلو هيوادو كښې د ملي او اسلامي حركتونو تخم وشيندل شو . په غربي نړۍ كښې هم سياسي نهضتونه په پښو ودريدل .
د علامه سيد جمال الدين په نظر له استعمار څخه د خلاصون د پاره بهترينه او معقوله لار داده چې مسلمانان ځانونه د علم او پوهې په ګاڼه سينګار كړي او په خپل موقف كښې تغير راولي .
نن افغانستان يو بل سيد جمال الدين ته ضرورت لري. د سيد جمال الدين افغاني نه پس دهغه د پايې فيلسوف ، عالم او مفكر پيدا شوى نه دى او فكر نه كوم چې پيدا به هم شي . 91 كاله د مخه چې مونږ افغانانو خپله آزادي تر لاسه كړه نو مونږ په سياسي ، علمي ، نظامي او مادي لحاظ ډير پياوړي وو ، مكرنن 91 كاله پس مونږ په پورتنيو عرصو كښې ډير كمزوري او په هيڅ حساب يو . مونږ افغانان ددې پر ځاى چې مخكښې لاړ شو بر عكس ډير پر شا تللي يو، مونږ اوس د ناپوهئ او بى علمئ په كنده كښې پراته وو ، ز مونږ د وحدت او يووالي مزي سست شوي او شليدلي وي .
زمونږ حالت ډير خراب او د تشويش وړ دى ، زمونږ هيواد لكه د غوښې يوه ټوټه ګرځيدلې ده چې ليوان ورنه راچاپير دي او په بې رحمه ډول ورباندې په خپلو تيزو غاښونو چكونه لكوي .
دا ولې ؟
هوا دا ځكه چې په مونږ كښې بې اتفاقي زياته شوې ده ، له مونږ سره د وطن او خلكو غم نشته ، مونږ په مال او دولت پسې شوى يو ، مونږ د ځان د ګټې د پاره ملي منافع تر پښو لاندې كوو . دا چې مونږ كمزوري شوي يو او هر څوك راباندې مسخرې كوي ددې دليل دادی چې مونږ ماده پرستان شوي يو ، په مونږ باندې نفس غلبه كړې ده ، شيطان زمونږ په اوږو ناست دى او مونږ له يو بل سره په جنګ اچوي ، دا شيطان دى چې يو قوم له بل قوم سره په جنګ اچوي ، په مونږ كښې د ځانځانئ جنون پيدا شوى دى ، په وجود باندې مو د ليونتوب دانې ختلى دي .
تر څو چې زمونږ په زړونو كښې د ټينګ ايمان ، ترحم ، صداقت ، شكسته نفسئ هوا ونه چليږي ، تر څو چې زمونږ له خولو څخه د بې عدالتۍ او نا انصافئ په مقابل كښې د حق آواز نه وي پورته شوى ، تر څو چې مونږ د خپلې اسلامي عقيدې په توره د دشمن سرونه پرې كړې نه وي ، تر څو چې د علم ، پوهې ، تعليم او تربيې په رڼا مو د جهل او ناپوهئ تيرې رڼا كړي نه وي ، نو تر هغه وخته پورې به همداسې له ستونزو سره مخامخ يو .
د ملي وحدت د پاره پيشنهادونه او پرګرامونه :
1- د ملي وحدت د پاره د يوى ستراتيژئ جوړول
دولت بايد د ملي وحدت د تامين د پاره يوه ځانګړې ستراتيژي جوړه او ددغې ستراتيژئ د عملي كولو د پاره مناسب اقدامات وكړي . دولت بايد د ملي وحدت د تامين د پاره عملي لارې چارې ولټوي او په هيواد كښې ټول ميشت قومونه دى ته تشويق كړي چې له بې اتفاقئ او ځانځانئ څخه لاس واخلي او د هيواد دمنافعو د پاره سره د وحدت لاسونه وركړي .
2- د ملي وحدت د پاره د يو ائتلافي حكومت جو ړول :
د ملي وحدت د باره د يو ائتلافي حكومت هغه حكومت دى چې په هغه كښې بيلابيل سياسي حزبونه برخه واخلي او له يو بل سره د حكومت دارئ د چارو د پرمخ بوتللو د پاره صميمانه همكاري وكړي . ائتلافي حكومت د سياسي ستونزو په وخت كښې جوړيږي . څرنګه چې زمونږ هيواد په اوس وخت كښې له سياسي ستونزو سره مخامخ دى نو د يو ائتلافي حكومت جوړيدو ته سخت ضرورت لري . د يو ائتلافي حكومت جوړيدل چې پكښې ټولې سياسي فعالې او موثرې ډلى برخه ولري ، د ملي وحدت د پاره مهم ګڼل كيږي.
3- در اډيو ، تلفزيون او رسنيو له لارې كمپاين كول.
د ملي وحدت د پاره د رسنيو ، راډيو او تلفزيون له لارې كمپاين ډير موثر ثابتيږي . په نړۍ كښې اعلام څلورم قوت ګرځيدلى دى ، هغه څه چې د اعلام له لارې لاس ته راتلى شي هغه په بله وسيله لاس ته راتلاى نه شي . دا ددولت دنده ده چې په دې برخه كښې هلى ځلې وكړي ، رسنئ وهڅوي او تشويق يې كړي چې د ملي وحدت د پاره په رسنيو كښې د ملي وحدت په ارتباط موضوعات نشر كړي او همداشان يې د راډيو تلفزيون له لارې خپاره كړي.
4- د ملي وحدت د تامين د پاره له ځان سره هوډ كول
هر افغان ته ښائي چې دخپل وس او توان سره سم د ملي وحدت د پاره هڅې وكړي . كه پښتون دى ، كه تاجك دى ،كه هزاردى ،كه ازبك دى او كه بل قوم دى ، دوي ټول بايد دا هوډ وكړي چې له قومي تعصباتو څخه لاس واخلي او له ځان سره دا هوډ وكړي چې له قومي تعصباتو څخه څه لاس ته نه ورځي . قومي تعصبات د هيواد د بربادې او ټوټه ټوټه كيدو سبب ګرځي او له قومي تعصباتو څخه ډډه كول د ملي وحدت سبب ګرځي او دا هغه څه دي چې د هيواد ملي ګټې تقاضا كوي .
5- ملي منافع د پرديو هيواد له منافعو څخه نه قربانول.
هر افغان ته ښايي چې خپل ملي مسؤليت په نظر كښې ونيسي ، ملي مسؤليت دادى چې هيڅكله ملي منافع د پرديو له مافعو څخه قربان نه كړي . كه ملي منافع د پريو له منافعو څخه قربان شي نو بيا ملي وحدت منځ ته راتلاى نه شي .دا ډير ستر خيانت دى چې څوك ملي منافع د پرديو د منافعو په خاطر قربانوي.
6- په ښونځيو ، پوهنتونونو او تعليمي موسسو كښې د ملي وحدت د پاره تعليمي زدكړې وركول.
د ښونځيو او تعليمي موسسو په تعليمي نصاب كښې بايد د ملي وحدت موضوع شامله شي .په درسي كتابونو كښې بايد په دې اړه مضامين او اشعار شامل شي تر څو زده كونكي يې ولولي او هغه په خپلو ماغزو كښې وساتي او عمل پرې وكړي.
7- دهغو تنظيمونو ختمول چې د باندنيو هيوادو د ګټو په خاطر ملي وحدت ته تاوان رسوي .
هغه تنظيمونه او ګروپونه چې د نورو هيواد د سياسي ، فرهنګي، اقتصادي او نظامي ګټو د پاره كار كوي بايد له منځه لاړې شي او فعاليتونه يې متوقف شي . ځكه چې ددغو تنظيمونو او ګروپونو دا كار د ملي منافعو سره په تضاد كښې دى او ملي وحدت ته سخته ضربه وركوي . دا ددولت وظيفه ده چې په قاطعيت او جديت سره له دې ستر مشكل سره برخورد وكړي كه داسې ونكړي نو ملي وحدت ټينكيداى نه شي .
8- د هيواد د اولادونو د تعليم او تربيې موضوع ته خاصه توجه كول.
تعليم د ملي وحدت د پاره يو اساسي ركن ګڼل كيږي . د ملي وحدت د تأمين د پاره د تعليم موضوع ډيره مهمه او اساسي ده. هر څومره چې زمونږ د هيواد بچيان تعليم حاصلوي هغومره ورسره له وطن سره مينه زياتيږي او كله چې مينه زياته شي نو د ملي وحدت احساس ورسره پيدا كيږي.
9- د هيواد په فرهنګ د پردي فرهنګ د تيري مخه نيول .
دا كار د هيواد د فرهنګ په پياوړي كيدو سره امكان لري چې عملي شي ، هر څومره چې زمونږ ملي فرهنګ تقويه كيږي ، هغومره د پردي فرهنګ له يرغل څخه په امان كښې پاتې كيږو ، هر څومره چې له پردي فرهنګ څخه په امان كښې پاتې كيږو په هغه اندازه مو ملي وحدت ته ګټه رسيږي .د ملي فرهنك تقويه كيدل او قوي كيدل د ملي وحدت تقويه كيدل دي .
10- د خلكو اقتصادي حالت ښه كول :
كله چې د خلكو اقتصاد ښه شي، خلكو ته كار او روزكار ميسر شي نو له دې سره ملي وحدت ته فائده رسيږي . كه خلك په كيډه ماړه وي نو له يو بل سره يې مينه هم زياتيږي . كه خلكو ته كار او روزكار ميسر شي نو بيا دى ته نه مجبوريږي چې د كاراو غريبئ د باره نورو هيوادو ته لاړ شي . غريبي او فقر د خلكو په روحياتو بد تاثير كوي ، دا بد تاثير د مأيوسئ سبب ګرځي ، د خلكو اميد له حكومت څخه شليږي او په نتيجه كښې د خلكو او حكومت تر منځ فاصله پيدا كيږي ، كله چې دا فاصله پيدا شي نو بيا د حكومت د كمزورئ سبب ګرځي . يو حكومت هغه وخت قوي كيداى شي او په خپلو پښو دريداى شي چې د ولس معيشتي حالت يې د ډاډ او اطمينان وړ وي .
11- د دولت له خوا له ملي وحدت څخه له سرغړونكو سره قانوني چلند كول.
هغه څوك چې د ملي وحدت په لار كښې خنډونه اچوي له هغوي سره بايد د قانون له مخى چلند وشي . كه دا كار ونه شي نو ملي وحدت راتلاى نه شي .
12- د هغو زور مندانو او ټوپك سالارانو مخه نيول چې د ملي وحدت په لار كښې ستونزې پيدا كوي.
ځيني زورمندان او ټوپك سالاران شته چې د خپلې بقا په خاطر د ملي وحدت له نظريې سره مخالف دي ، ددغو خلكو مخه بايد ونيول شي ، كه دا كار ونه شي نو حالات به د بهبود په لور حركت ونه كړي .
12- د قوم پرستئ د رواج ختمول .
قوم پرستئ په هيواد كښې رواج موندلى دى ، دا يو بد رواج دى ، ددى رواج ختمول د دولت كار دى . دا رواج بايد او حتما ختم شي ، كه دا رواج ختم نه شي نو ملي وحدت راتلى نه شي . كه دا رواج ختم نه شي نو حالات به نور هم خراب شي ، بې اتفاقي به نوره هم زياته شي او له دې سره به وطن نور هم ټوټې ټوټې او زرې زرې شي .
په درناوي
الحاج فضل الله رشتين
د هيواد د استقلال د ورځې په مناسبت يو څو اشعار
ملي ترانه
دا زمونږ زيبا وطن د ا زمونږ ليلى وطن
دا وطن مو ځان دى دا افغانستان دى
دا د مينې كور زمونږ دا د پلرو ګور زمونږ
نه وركوو چا لره دا د سترګو تور زمونږ
نه دى د بل چا وطن دا دى د شير شاه وطن
كور د خوشحال خان دى دا افغانستان دى
دا وطن دى ځان زمونږ دا وطن ايمان زمونږ
وايي په خاپوړو كښې داسې ماشومان زمونږ
دا مو د بابا وطن دا مو د دادا وطن
په مونږ باندى ډير ګران دى دا افغانستان دى
ځار يې له سيدنونو شم ځار يې له ډاكونو شم
ځار يې له خوړونو شم ځار يې له دې غرونو شم
دا زمونږآشنا وطن درد له مو شفا وطن
زړكې مې پرې روښان دى دا افغانستان دى
د آزادۍ پيغام
بشر ته چې نسيم راوړو پيغام د آزادۍ
اوچت شول ملتونه په هلر ګام د آزادۍ
نړۍ او نړۍ وال كه آزادۍ نه قربانيږي
افغان سر په تلي وړي تل په نام د آزادۍ
د آزادۍ بيرغ
اوچت دى وي توغونه په جهان د آزادۍ
بشر دې پاتې نه شي په ارمان د آزادۍ
تر څو چې دا دنيا وي نو اوچت دې له هر چا وي
بيرغ په دې نړۍ كې د افغان د آزادۍ
اوچت دې تل نښان وي په جهان د آزادۍ
برباد دې هميشه وي غليمان د آزادۍ
د نيا ورته سر ښكته په تعظيم وي تر قيامته
كوم قام چې سر او مال كاندي قربان له آزادۍ