د ۱۳۸۹ لمريز كال د څړموني شپې ورځې وې، ما هغه مهال له يوې موسسې سره كار كاوه چې غوښتل يې د بكوا ولسوالۍ له خلكو سره مرسته وكړي. دا چې څه ډول مرسته وكړو، نو ښاييدل چې لومړى مو سيمه او د خلكو اړتياوې ارزولى واى. سيمې د تګ تابيا مو وكړه، ملي پوځ او ملي پوليسو د دې وړتيا نه درلوده چې موږ تر سيمې بدرګه كړي، او هلته راسره څو شپې واړوي، ځكه لومړى خو يې د مراتبو سلسله ډېره اوږده وه او بل ورسره د دې امكانات هم نه وو، نو له نړيوالو پوځي مرستنيدويانو مو مرسته وغوښته. په سيمه كې مېشتو امريكايي پوځيانو په خوشالۍ زموږ بلنه ومنله، ان دوى لا تر دې دمخه په دې لټه كې وو چې كوم مرستندوى اورګان پيدا كړي او سيمې ته يې بوځي چې له اړو او بېچارو خلكو سره مرسته وكړي.
له كابله لومړى فراه ښار او له هغه ځايه بيا بكوا ته په الوتكه كې لاړو، په بكوا كې مو د امريكايانو په پوځي اډه كې واړول. د شپې اجازه نه وه چې په خېمه كې څراغ روښانه كړو، نو يو لاسي څراغ راكړل شو چې كه د شپې ساراګشت ته ځو له لاسي څراغ څخه كار واخلو. ستونزه دا وه چې ټټۍ نه وه چې رفع حاجت مو كړى واى، بلكې پوځيانو راته يو ډول پلاستيكي كڅوړه راكړه چې په هغه كې مو بايد رفع حاجت كړى واى. د كڅوړې جوړښت داسې وه چې يوه كوچنۍ كڅوړه له بلې لويې كڅوړې سره نښتې جوړې شوې وې. رفع حاجت بايد په كوچنۍ كڅوړه كې شوى واى او بيا په لويه كڅوړه كې ځاى پر ځاى شوى واى، خو ما ته يې چل نه راته، ما چپه كار وكړ، په لويه هغه كې مې رفع حاجت وكړ، چې كار خلاص وشو او غوښتل مې كڅوړه سمبال كړم، په جنجال واوښتم، اوس لويه كڅوړه په كوچنۍ هغه كې نه ځاى پر ځاى كېده. بس يو څه مې ورسره وكړل او په هغه ځانګړى ځاى كې مې كېښوده چې بيا څو ورځې وروسته پوځيان هغو ته اور اچوي.
كله چې پوځيان كثافاتو ته اور اچوي، نو طالبان ادعا كوي چې موږ د پوځيانو پر اډه بريد كړى او سخت مالي او ځاني زيان مو وراړولى، خو خبره دا وي چې هلته يې كثافاتو ته اور اچولى وي.
په دويمه ورځ بايد له له خلكو سره د كتنې لپاره له اډې وتلي واى، نو خولۍ (هېلمټ) مې پر سر كړه، زغره (د مرمۍ ضد واسكټ) مې واغوست، موزې مې كش كړې. دعا مې وكړه او بيا د امريكايي پوځيانو ګاډي ته وختلم. كتار ورو ورو روان و، كتار نه و، بلكې پنځه موټر وو. زموږ موټر د منځ موټر و. په سپېره دښته كې ورو ورو روان و. په لار ځاى ځاى شاوخوا ړنګي كلي و، چې كورونه يو له بله په واټن كې جوړ شوي وو. په بكوا كې مو درې شپې وكړې او په دغو دريو شپو ورځو كې مو ايله دولس كلي وليدل.
په كابل كې سياسي چارواكي وايي چې په تېرو نهو لسو كلونو كې په افغانستان كې ډېر كارونه شوي او ډېر پرمختګ شوى دى. دوى يوازې كابل ليدلى يا هم د لويو ولايتونو مركزونه او لويې لارې چې څه كار پرې شوى دى، خو لرو پرتو كليو ته يې د ورتګ زحمت نه دى ګاللى چې هلته خلك په څه حالت كې ژوند كوي او څه وړ ژوند لري.
د بكوا خلك ډېر غريب دى، دوى د روغتيايي خدماتو، د زده كړې له نعمت او د څښلو د پاكو او صحي اوبو، برېښنا او د ژوند د نورو بنسټيزو اړتياوو څخه بې برخې دي. د كورونو جوړښت يې هم ډېر خوار دى، يوازې يوه دوه كوچنۍ جونګړې لري چې له اتو څخه تر لسو كسانو په كې ژوند كوي. كوټې يې په ګومبزي بڼه جوړي دي، كړكۍ نه لري، بلكې دربڅې لري چې كوټو ته كافي رڼا نه رسېږي.
دا چې د بكوا په څېر زموږ د هېواد ډېرې سيمې وروسته پاتې دي، دا دوه اړخونه لري:
لومړى: د طالبانو وحشت او ببريت خلكو ډار كړى دي، له مرستندويانو څخه مرسته نه شي ترلاسه كولى او نه هم مرستندويان د دې امكانات لري چې دغو لرې پرتو سيمو ته په سختو او ناوړه امنيتي شرايطو كې مرسته ورسوي. كه طالبان مرستندويان ونيسي نو د ژوند څكه به ترې و نه كړي.
دويم: حكومتي دستګاه فاسده شوې او دغو سيمو ته يې مرستې نه رسوي، دوى له اره د دې لپاره پلان نه لري چې په دغو سيمو كې كار وكړي، ځكه دغه سيمې لرې پرتې دي او څوك يې نه ګوري، چې په كوم حالت كې موقعيت لري، دوى خو نړيوالو او خپلو خلكو ته د پرمختګ او انكشاف اسانې خبرې كوي.
پوځي ژوند سخت دى، ډېر سخت او د دې سختۍ پته هغه وخت راته ولګېده چې له پوځيانو سره مې په اډه كې څو شپې وكړې. په زړه كې به راتېرېدل چې دا خلك هسې پروپاګنډ كوي چې بهرنيان افغانستان قبضه كوي. دا خبره او اندېښنه مې له پوځيانو سره شريكه كړه يوه يې راته خندل، څه لېونيان يوو چې دغه خوار غريب خلك د خپل ځان د اوږو بار كړو، موږ خو د انسانانو دغسې د غربت ژوند نه شو زغملى، اوس راته د دغو خلكو د ژوند له امله ذهني نارامي پيدا شوى، د دغو خلكو د ژوند د ښه كولو مسووليت افغان چارواكي لري، خو موږ هم د دې مسووليت لرو چې په دې برخه كې د افغان چارواكو ملاتړ و كړو، خو كه دغه ډول خبرې افغان چارواكي او سياستوال كوي نو بيا زموږ كار له مشكلاتو سره مخ كېږي.
كه لږ له كابل ښاره ووځو، د كابل ولسواليو ته لاړ شو، لكه واخلې خاكجبار ولسوالي، نو د تېرو لسو كلونو د انكشاف پته به راته ولګي، دا خو لا جلا ده چې د بكوا په څېر ولسوالۍ كې څومره پرمختګ او كار شوى دى. اوس ستونزه دا ده چې د كرزي د اداري او د نړيوالو تر منځ اعتماد او باور ورځ بل بلې له منځه ځي او دغه د باور له منځ تلو لړى هغه وخت پيل شوه چې ښاغلي كرزي د جمهوري رياست په انتخاباتي كمپاين كې د خلكو د ملاتړ د راجلبولو لپاره په نړيوالو تور لګاوه چې د افغانستان په چارو كې مداخله كوي او بې ګناه خلك وژني.
حقيقت دا دى چې اوس د كرزي له اداري او د طالبانو دواړو څخه د بهرنيانو پر افغانانو ډېر زړه دردېږي او بهرنيان د كرزي له اداري او د طالبانو دواړو څخه ډېر د افغانانو د انكشاف او پرمختګ لپاره فكر كوي. د دې يو لامل دا هم كېدى شي چې د ښاغلي كرزي د اداري ډېرى لوړ پوړي چارواكي دوه تابعيت لري او له افغانستان څخه ډېر هغه بل هېواد ته ژمن دي او بل دا چې د ښاغلي كرزي د اداري چارواكي په فساد كې ښكلي دي، دوى سپېڅلي خلك نه دي او افغانستان ته ژمن نه دي.
د دې سره څنګ ته طالبان د بل په اشاره ناڅي، او د بل په اشاره كار كوي. طالبان او نورې جنګيالۍ ډلې نه خپل وطن ته ژمن دي او نه هم خپل دين ته. وطن ته ځكه نه دي ژمن چې هره ورځ د خپل وطن په ورانۍ پسې يې را اخېستې ده او خپل دين ته ځكه ژمن نه دي چې دوى هره ورځ د خپل دين د اصولو، اساساتو او پرنسيپونو خلاف كارونه كوي، داسې لوى جنايتونه كوي چې هغه هېڅ د بښولو وړ نه دي.
بهرنيان يو تابعيت دي، خپل هېواد او خلكو ته ژمن دي، خپلو خلكو ته يې دا ويلي چې موږ افغانستان ته ددې لپاره ځو چې هلته له افغانانو سره مرسته وكړو. د بهرنيانو ملاتړ د دې معنى نه لري چې ((خودكش بېګانه پرور)) بلكې دغه متل خپله د ښاغلي د كرزي د اداري په چارواكيو او طالبانو باندې ښه صدق كوي.
هيله ده چې د افغانانو او نړيوالو تر منځ دا تياره برخه رڼا شي او تر منځ يې پوهاوى رامنځ ته شي او دواړه خواوې د افغانستان د انكشاف او پرمختګ لپاره كار وكړي.