له ښاغلي يون سره مرکه
مرکه: ایمل خان فیضی
منبع: افغان جرمن آنلاین
پوښتنه: ښاغلى پوهندوى محمد اسمعيل يون، تاسو په يوه ليکنه کې د رسنيو تنظيمي امپراتورۍ ته اشاره کړې، دغه امپراتوري څومره پياوړې ده؟ د بيان د ازادۍ لپاره څومره ګواښ جوړوي او کوم ډول سياسي يا تنظيمي ډلې په کې ګډون لري؟
ځواب: د طالبانو نظام تر ړنګولو وروسته په مطلق ډول هغه اشخاص او ډلې واک ته ورسول شول، چې د طالبانو مخالفين او د امريکايي ائيتلاف کورني غړي وو، دوى مخکې تر مخکې د پښتنو د سياسي، ټولنيزې او کلتوري کمزورۍ لپاره کار کاوه او يو شمیر ګاونډي هیوادونه يې تر شا ولاړ وو. د (طالب) له نامه او (امريکايي) ځواکه يې ناوړه ګټه پورته کړه او د پښتنو د ځورولو، کړولو او کډوالو لپاره يې تر وروستي بريده کار وکړ، دوى پخوا هم له رسنيز ځواک او تبليغاتو څخه ډېره ګټه اخيستله او دا ځل نو سياسي او پوځي واک هم ورسره مل و، لکه د نورو واردو شويو شيانو په څیر يې له وارد شوې ډيموکراسۍ څخه هم اعظمي ګټه پورته کړه او د رسنيو ډګر يې هم راخپل کړ. څو ډوله رسنۍ په دې ترڅ کې راوټوکیدې: حکومتي رسنۍ، انجويزې رسنۍ، ازادې رسنۍ، د ازادو رسنيو په نوم نا ازادې رسنۍ او تنظيمي رسنۍ. له شکلي پلوه اورېدنۍ رسنۍ، ليدنۍ رسنۍ، چاپي رسنۍ او کتنۍ يا انټرنټي رسنۍ وې. تنظيمي او حکومتي رسنۍ خو هسې هم د دوى خپلې وې، ځکه چې په همدې شمال ټلوالې کې راټاله تنظيمونه په حکومت کې د اساسي واک خاوندان شول، انجويزې رسنيو خو هسې هم ډېر سياسي فعاليت نه درلود او که درلود يې هم د خپلو ګټو د خونديتابه په خاطر يې له تنظيمواکانو سره ټکر نه کاوه، اکثره همغه انجيوګانې فعالې وې چې له همدې تنظيمونو سره يې قومي تړاو درلود، ازادې رسنۍ هم داسې وې چې اکثره په همدې ډلو پورې د فکري تمايلاتو لرونکو اشخاصو له خوا رامنځته شوې وې. دا مهال داسې يوه فضا حاکمه وه چې يوازې همدې ډلو او اشخاصو ته زمينه برابره وه، يو کم شمیر واقعي رسنۍ هم رامنځته شوې چې ځينې حقيقتونه يې بيانول، خو د حاکم جبر د افشا جرئت يې نه کاوه، نورو ازادو رسنيو د ټولو شيانو د بيان صلاحيت درلود، خو د حاکمو ډلو د مصنوعي اتلانو، د هغو د ظلمونو او غداريو، نه يوازې دا چې غندنه يې نه کوله، بلکې د تنظيمي رسنيو ترڅنګ يې اوږه په اوږه د هغو ستاينه هم کوله.
بله ډله رسنۍ بيا هغه وې چې د ازادو رسنيو په نامه خپرېدلې او يا يې په دې نامه جواز ترلاسه کړى و، خو په واقعيت او حقيقت کې همغه تنظيمي رسنۍ وې چې ځينو تنظيمي اشخاصو نه غوښتل په تنظيمي نامه فعاليت وکړي او يا يې په دې نامه فعاليت موثر نه ګاڼه، نو د ازادو رسنيو په نامه رامنځته شول. په ټوليز ډول په تیرو اتو نهو کلونو کې رسنۍ دولتي وې که ازادې او يا د ازادو په نامه نا ازادې، اکثره يې د څو تنظيمونو، په تیره بيا د جمعيت او په جمعيت کې هم د نظار شورا په انحصار کې وې. ددې رسنيو مالي ملاتړ بيا بله موضوع ده چې دلته يې ټول بيان ممکن نه دى. په عمومي ډول ددې رسنيو مالي لګښت د ايران او د امريکا متحده ايالتونو له خوا ورکول شوى، نورې سرچينې يې هم وې، خو په لويه کې دا دوه هیوادونه وو، ټول پوهیږو چې له سياسي او کلتوري پلوه دا دوه هیوادونه د چا تر شا ولاړ وو. دا په تیرو اته نهو کلونو کې د رسنيو يو عمومي تصوير و. په لنډيز سره ويلاى شو په دې تیر بهير کې اکثرو رسنيو؛ ازادې وې که تړلې، د دې جرئت ونه کړ چې په کابل کې د نظار شورا، اسلامي جمعيت او اسلامي وحدت ډلو د اوسنيو او تیرو ظلمونو لږ تر لږه يو داستان بيان کړي، خو همدې رسنيو بيا ددې توان درلود چې د ښاغلي کرزي په شمول د بل هر چا د مچ وزر قدر ته عيب د غر په شان غټ کړي. يوه ډله وغندي او بله ډله د اتلانو په څیر وستايي، دې سره سره بيا هم يو شمیر رسنيو خپل ټولنيز مسوليت او رسالت ترسره کړى، خو ددې رسنيو شمیر خورا کم دى.
دلته نه شو کولاى د رسنيو ټول حالت په يوه ليکنه کې بيان کړو. ما د خپلې ماسټرۍ دورې تیزس د همدې رسنيو په اړه ليکلى دى. درانه لوستونکي کولاى شي د زياتو معلوماتو لپاره (د افغانستان اوسنۍ رسنۍ ١٣٨٠-١٣٨٧) ولولي.
پوښتنه: څرنګه کیدى شي رسنۍ له دغه فاشيست او متعصب تنظيمي انحصار څخه ووځي، څوک او څه ډول فعاليتونه ددغه فاشيست خوځښت مخه نيولاى شي؟
ځواب: ددې انحصار د ماتیدو لارې چارې شته. سره له دې چې له محتوايي او فکري پلوه زموږ زياتې رسنۍ لا هم په انحصار کې دي، خو يو شمیر رسنۍ داسې هم شته چې خپل مسوليت يې ترسره کړى دى. لکه څنګه چې دمخه مې وويل؛ ددې رسنيو شمیر زيات نه دى خو اوس ورځ پر ورځ په زياتیدو دى.
پر رسنيو د تنظيمي انحصار د ماتیدو لپاره يو اخلاقي، سياسي او علمي جرئت په کار دى، د تیرو څو کلونو پرمهال په بیلابیلو برخو کې ځينو اشخاصو دا جرئت وکړ، يو څه ازادي رامنځته شوه، هغه کسان چې د انتقاد وړ وو، خو له انتقاده معاف وو، پر هغوى هم نيوکې وشوې، د معافيت کلتور تر يوه حده مخ په ړنګیدو شو. زه کولاى شم دلته له ټولو هغو اشخاصو مننه وکړم چې ددې انحصار د ماتیدو لپاره يې په يو نه يو ډول هڅه کړې، خو زه خپله تجربه دلته بيانوم: }د تیرو څو کلونو په بهير کې د اسلامي جمعيت او نظار شورا او يا په مجموع کې د شمال ټلوالې سياسي، فرهنګي او ټولنيز مبصرين او ((مفکرين)) کابل کې پر ميډيا حاکم وو. هیڅوک داسې نه و چې د دوى خبره ورتاوه کړي او دوى ته مستقيم ځواب ورکړي، دې خلا دوى دومره زړور کړي وو چې هر څه يې خپل حق ګاڼه او د خبرې د منطق وړاندې وروسته حالت ته يې هم نه کتل، لومړى سړى چې ما يې خبره ورتاوه کړه، هغه ښاغلى صالح محمد رېګستانى و، چې د طلوع ټلويزيون په يوه ګرم سياسي بحث کې ورسره برابر شوم. ښاغلى ريګستانى نه حق په جانب و او نه يې هم منطق قوي و، په داسې يو مرحله کې چې ته د حق پلوى يې او د منطق وسله هم درسره وي، د مقابل لوري ماتول يا قانع کول اسانه خبره ده. هغه بحث (يو د څلورو په مقابل کې) و، بحث د حقيقت په ګټه پايته ورسید. کله چې بحث خلاص شو، نو زه پوه شوم چې دوى نه غواړي دا بحث نشر شي. ما طلوعوالو ته وويل چې بحث بايد حتمي نشر شي، هغوى وعده راکړه. د (گفتمان) دا پروګرام د اوونۍ پر ټاکلې نیټه نشرېږي. ماته پته ولګیده چې ښاغلى رېګستانى نه غواړي دا بحث نشر شي، د کابل طلوعوالو ته مې بيا وويل، هغوى وويل: ((موږ تر سياسي فشار لاندې يو، زموږ مشر، محسني صيب په دوبۍ کې دى، هغه سره تماس ونيسه)) هغه ته مې ټلیفون وکړ، هغه دا مهال اسټراليا ته روان و، خو په پاى کې مې ورسره اړيکي ټينګ کړل، هغه وعده راکړه چې بحث به نشرېږي، خپل پرسونل ته يې برېښناليک وليکه چې بحث نشر کړي. بيا دا وېره راسره وه چې له بحث څخه زما اساسي خبرې غوڅې نه کړي، زما په ډېر ټينګار په خبرو کې کمى رانغى، بحث دوه اوونۍ وروسته نشر شو، خلکو به خپل قضاوت کړى وي، له هغې راهيسې ښاغلى رېګستانى بيا ددې څو کلونو په بهير کې ما سره په بحث کې ناست نه دى او يا سره برابر شوي نه يو. هغه بحث چې (يو د څلورو په مقابل کې) وي او بيا هم دوى د بحث د سانسور غوښتنه کوي، د رسنيو واقعي تصوير له همدې څخه څرګندېږي. د څو کلونو په بهير کې زه همیشه په يوه ناانډوله بحث کې د تنظيميانو پر وړاندې ودرېدلى يم. هغه څوک چې ډېر زيات په همدې رسنيو کې مطرح دي له هغو اکثرو سره زه مخامخ شوى يم. ما له (ښاغلي رېګستاني، بیژن، فهيم دشتي، حفيظ منصور، واقف حکيمي، سردارمحمد رحمان اوغلي، انجنير عاصم، جارالله منصوري، احمد بهزاد، رهنورد زرياب، پرتو نادري، احمدضيا رفعت، صديق چکري، منيژه باختري او ځينو نورو سره) په بحثونو کې ګډون کړى، دا چې ما څه ويلي او دوى څه ويلي دا قضاوت خلکو ته پرېږدم او خلکو به هم خپل قضاوت کړى وي، خو يو شى چې درنو لوستونکو ته وايم هغه دادى چې ما د دوى خبره بې ځوابه نه ده پرې ايښې. همدې حرکتونو پر رسنيو د تنظيمي انحصار د ماتیدلو لړۍ پيل کړه، خو د تنظيمي انحصار ماتیدا د يو تن او يا څو تنو کار نه دى، دا ډېر کار، ډېر وخت او داسې ډله ييز کار ته ضرورت لري چې د فکر او امکاناتو له دواړو وسايلو برخمن وي، د متبادلو رښتينو ازادو رسنيو رامنځته کول، د زياتو کدرونو روزل، د اخلاقي او سياسي جرئت کارول، د دولتي ځواکونو او نړيوالو ځواکونو قانع کول، ټول هغه عوامل دي چې کولاى شي زموږ رسنۍ رښتيا هم د ازادو رسنيو لور ته سوق کړي. تراوسه چې کومه مبارزه شوې د دې زياته برخه بيا هم په شعوري ډول، د همغو رسنيو له لارې شوې چې اکثره تنظيم پلوه وې، تنظيم پلوه رسنيو په دې خاطر چې د ازادو رسنيو تمثيل وکړي د څو تنظيمپالو اشخاصو ترڅنګ به يې يوه ازاد شخص ته هم بلنه ورکوله چې راشي او بحث کې ګډون وکړي. پر ما څو ځله د هغو اشخاصو له خوا نيوکه وشوه چې نه خپله کار کوي او نه بل کار ته پرېږدي، د هغوى انتقاد دا و چې (طلوع) او دېته ورته نورې رسنۍ افغانستان کې ملي نفاق ته لمن وهي، هغوى بحث هسې هم په خپله ګټه جوړوي، ستاسو ګډون هلته پرته له دې چې هغوى ته مشروعيت ورکړي، نوره ګټه نه لري؟ زما ځواب ورته دا و: ((تر هغه چې رښتينې ازادې رسنۍ رامنځته کیږي، دا هم يوه وسيله ده چې خپل پيغام خلکو ته ولیږدو، دا چې (يو د څلورو په مقابل کې) په بحث کې ګډون وي، خلک خپله پرې پوهیږي، که زموږ پيغام کې حقانيت وي، نو خلک به سم قضاوت وکړي. زموږ وظيفه د حقيقت بيان دى او قضاوت د خلکو کار دى)){ اوس وايم موږ بايد د سياسي، علمي او کلتوري کدرونو يو نسل وروزو چې هغوى د افغانستان د ملي ګټو او ملي ارزښتونو ټينګ ملاتړ وکړي، دا اشخاص بايد فوق العاده علمي او اخلاقي جرئت ولري، د رښتينو ازادو رسنيو شمیر بايد زيات شي او دوى بايد د هغو رسنيو هر اړخيزه مقابله وکړي چې ازادې نه دي، خو د ازادو رسنيو په نامه فعاليت کوي. د ازادو رسنيو يو عنصر د هغو د مالي سرچينو شفافيت دى، د ساري په توګه که د رسنيو مالي سرچينې څرګندې شي، نو د ښاغلي شيخ محسني ( تمدن) ټلويزيون به په څو ورځو کې له فعاليته غورځي، همداسې ځينې نور يې هم در واخله.
پوښتنه: تاسو په حکومت کې د تنظيمي برخې يادونه کړې، کیدى شي وواياست دغه ډله تر ټولو ډېره د حکومت پر کومو برخو واکمنه ده او څوک دي؟
ځواب: د طالبانو د نظام تر ړنګیدو وروسته په يو ځايي ډول د شمالټلوالې وسلوال او ناوسلوال پر کابل راخواره کړاى شول. د دولت له واړه ماموريته بيا تر جمهوري رياسته ټول د دوى لاس ته ورغلل، ښاغلى برهان الدين رباني چې نږدې پنځه کاله يې د کابل مخ نه و ليدلى، يو ځل بياد ((جمهور رئيس)) په توګه راڅرګند شو، د يوه فرمان په ترڅ کې يې هغو کسانو ته چې د دوى په اصطلاح يې په ((مقاومت)) کې ګډون کړى و، د غيابت پنځه کلن امتيازات وروبښل، دا داسې يوه مرحله وه چې رباني بايد همدا سبا په اصطلاح واک نوي موقت رئيس ته لیږدولاى واى. کله چې د بن د توافقاتو پر اساس موقت حکومت جوړ شو، بيا هم په کې نظار شورا ته مطلق واک ورکړل شو، د کورنيو، بهرنيو چارو او دفاع وزارتونو، د ملي امنيت رياست او جمهوري رياست معاونيت او نور مهم پوستونه نظار شورا او يا هم پنجشیر درې ته ورکړل شول. په موقته اداره کې يوازې (١٦-١٧) تنه مسلکي او ديموکرات افغانان له حکومت سره يو ځاى شول، دوى يوازې د افرادو په توګه مطرح وو، نه د يوه سيستم او د ټولنې د کوم قشر د استازو په توګه. په دې ډول که دوى د کومې ادارې په راس کې هم وو، لاندې نورې چلونکې او اساسي ادارې د همدې اسلامي جمعيت تنظيم په لاس کې وې. د همدې موقتې ادارې په بهير کې د ملګرو ملتو د يوه کارکوونکي وينا هيلې مجلې همغه وخت رانقل کړې او د هغه له خولې يې ليکلى وو چې يوازې په کابل کې د حکومت د (١١٠٠) حساسو پوستونو له جملې (٨٣٢) يې د نظار شورا يا د پنجشیر ولسوالۍ د وګړو په لاس کې دي.
په بیړنۍ لويه جرګه کې يو شمیر هیوادپالو افغانانو هڅه وکړه چې دا تنظيمي انحصار ختم کړي، يو څه پرمختګ وشو، خو د قناعت وړ نه و، تر هغه وروسته په انتقالي دوره کې يو شمیر روښنفکران په حکومت کې داخل شول، خو بيا هم د عدالت د تامين لپاره لا ډېر واټن پاتې و. په انتخابي اداره کې ټولو فکر کاوه چې د تنظيمي انحصار د ختمیدو وخت راغلى، خو د خلکو د هيلو خلاف د دولت مشرتابه بيا هم د مضر مصلحت عنصر ته ترجيح ورکړه، بيا هم تنظيمي او قومي انحصار په حکومت کې په قوت پاتې شو. د جمهوري رياست د دويمې دورې تر ټاکنو وروسته بيا هم د دې تنظيمي عنصر پر وړاندې هر اړخيزه مبارزه ونه شوه، که څه هم د پخوا په انډول تنظيمي انحصار يو څه کمزورى شو، خو ختم شوى لا نه دى، اوس هم په حکومت کې د بل هر قومي او سياسي ګروپ په پرتله د خپل نفوس او سياسي اغیز په انډول، د اسلامي جمعيت ونډه زياته ده.
پوښتنه: ستاسو په وينا، ستاسو د حقيقتونو د لټون او بيان يوه لړۍ پيل کړې ده. لطفاً په دې هکله معلومات راکړئ چې د حقيقتونو د لټون او بيان لړۍ يانې څه؟ فردي که ډله ييز کار دى؟ موخه يې په دقيقه توګه څه ده؟ د کومې کړنلارې پر بنسټ پرمخ ځي؟
ځواب: پر خپل وخت د حقيقتونو بيان اسانه خبره نه ده، قرباني غواړي، د طالبانو تر سقوط وروسته پر افغاني ميډيا د جنګسالارانو او د هغو د اړوندو ويندويانو د وهم سيورى خور و. د کاذبو فاتحينو د کاذب منطق ماتول يوه افغاني او انساني جرئت ته اړتيا لرله، څو تنو ملتپالو افغانانو دا جرئت وکړ، ما هم تر خپله وسه خپله ونډه په کې واخيسته، اوس د هغو د تکبر دېو په ګونډو شوى، يو نوى نسل په زرغونیدو دى، چې د حقيقت له لټون او بيان سره مينه لري. موږ هيله لرو چې دا نسل د منطق او جرئت په وسله سمبال شي. د دې کار د سمبالښت لپاره يو فعال رسنيز مرکز ته اړتيا ده، داسې رسنيز مرکز چې د ميډيا له اوسنيو عصري امکاناتو برخمن وي. له ورځپاڼې نيولې، تر راډيو، ټلويزيون، وېبسايټ، اژانس او نورو پورې ټول په کې شامل وي. دا مرکز کولاى شي، په بیلابیلو ډګرونو کې په زرګونو افغان کدرونه وروزي. د داسې يو مرکز له لارې موږ کولاى شو خپل ملتپال پيغامونه په څو دقيقو کې خپل ملت ته ورسوو. ميډيا اوس يو موثر قوت دى، بیلابیل تنظيم سالاران او جنګسالاران اوس له دې قوت څخه د خپل ځان د بقا او د ملت د کمزورۍ لپاره کار اخلي، خو ملتپال افغانان لا تراوسه پورې له داسې يو موثر قوت څخه برخمن نه دي. موږ په ډله ييز ډول د داسې يو موثر رسنيز مرکز د جوړولو نيت کړى، که لوى رب يې پر جوړولو بريالي کړو، نو بيا به د حقيقتونو په لټون پسې لا څراغونه بلوو او حقيقتونه به روښانوو.