د آى ، جې ، سي ملکي چارو د دفتر څخه لراوبر ته په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي په پکتيکا ولايت کي د يوې چاودني له امله اووه تنه ملکي کسان ژوبل سول . په خبرپاڼه کي راغلي چي نوموړي چاودېدونکي توکي په يوه لاسي ګاډۍ کي د يوه سلمانۍ سره په دې موخه چي د ملي پوليسو پر يوه مشر ورته چاودنه ورکړي ځاى پر ځاى سوي ول . کله چي نوموړو چاودېدونکو توکو ته د پوليسو د مشر د تېرېدو په وخت کي چاودنه ورکړل سوه د خبرپاڼي په حواله چي نوموړى ورڅخه روغ رمټ ووتى او په پايله کي يې اووه تنه ملکي وګړي ژوبل سول چي درې يې د درملني په موخه د پوليسو روغتون ته وړل سوي او پاته څلور نور يې سرسرکي ژوبل سوي ول .
ديادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه پوري کومي ډلي څه نه دي ويلي .