کور / تازه خبرونه / پکتيا : د يوې شخصي امنيتي کمپنۍ څلور ساتونکي ژوبل سول

پکتيا : د يوې شخصي امنيتي کمپنۍ څلور ساتونکي ژوبل سول

چاروکي وايي چي نن تر غرمې مخکي د پکتيا ولايت د شواک ولسوالۍ په اړوند سيمو کي د يوې امنيتي کمپنۍ پر موټرو باندي د وسلوالو طالبانو له لوري وسلوال بريد سوى . چي د امنيتي کمپنۍ څلور ساتونکي پکښي ژوبل سوي دي . د دې ولسوالۍ سره د ګاوندۍ ولسوالۍ ولسوال عبدلولي ځدران وويل بريد په اصل کي د ناټو ځواکونو پر يوه اکمالاتي کاروان باندي سوى دئ چي د امنيت چاري يې دغي کمپنۍ ته ور په غاړه وې . وسلوالو د بريد مسئوليت منلى او ادعا کوي د کمپنۍ پنځه تنه ساتونکي يې وژلي دي خو چارواکي يې نه مني .