کور / تازه خبرونه / نيمروز : په يوه نښته کي د ٥ وسلوالو د وژل کېدو خبر ورکړل سو

نيمروز : په يوه نښته کي د ٥ وسلوالو د وژل کېدو خبر ورکړل سو

په نيمروز ولايت د حکومت او وسلوالو طالبانو ترمنځ نښته سوې . نوموړې نښته د دې ولايت په په خاشرود ولسوالۍ کي رامنځ ته سوې . د نيمروز ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالجبار خوردلى ياده نښته تائيدوي او وايي چي نښته هغه مهال رامنځ ته سوه چي کله طالبانو د خاشرود ولسوالۍ پر امنيه قوماندانۍ بريد وکړ او ولقه يې پر وکړ . هغه وايي چي د دې نښتي وروسته د خاشرود ولسوالۍ پوليسو د زرنج ولسوالۍ د پوليسو په مرسته وسلوال بېرته د دې ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ څخه پر شاه وتمبول . د نوموړي په وينا چي په دغه تمبونه کي د نښتي پر مهال د وسلوالو طالبانو درې تنه ووژل سول او دوه تنه نور ژوبل سول . د دې ولسوالۍ ولسوال وايي چي دغه نښته تېره شپه شاوخوا لس بجې پيل او تر دوولس نيمو بجو پوري يې دوام درلود .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوپه طالبانو يا کومي بلي ډلي څه نه دي ويلي .