کور / تازه خبرونه / پروان: د حکومت پر ضد لاريون روان دئ

پروان: د حکومت پر ضد لاريون روان دئ

په پروان ولايت کي وروسته له هغه د حکومت پر ضد د خلګو له خوا مظاهره پر لاره واچول سوه، چي يو سيمه ايز ملا د حکومتي ځواکونو له خوا د ورانکارۍ په تور نيول سو.
مظاهره چيان وايي د دوى احتجاج به تر هغه وخته روان وي، چي حکومت نيول سوئ کس بيرته خوشي کوي.
بلي خوا ته د پروان والي بصيرسالنګي د آزادۍ راډيو ته وويل چي د دغه ملا په باب د ورانکارۍ په باب د ملي امنيت رياست اسناد لري او د هغه شکمن اعمال له ډېره وخته د امنيتي ځواکونو له خوا څارل کېدل.
بلي خوا ته تازه خبرونه وايي چي د مظاهرې پر مهال تاوتريخوالى هم رامنځته سوئ يو تن مړ سوئ او څلور نور ټپيان دي.