څه موده وړاندې د امریکا کانګرس د ایران داسلامي انقلاب د ساتندویه ځواک ( سپاه پاسداران » په ضد یوه لایحه تصویب کړه او ددغه ځواک نوم یې د ترهه ګرو په لست کې راووست .
دغه ځواک په ۱۳۵۷ کال د ایران دانقلاب له پیل سره په یو وخت خپل کار پیل کړ او د ۱۳۵۸ کال د غويي د میاشتې په دوهمه نېټه ددغه انقلاب مخکښ سیدروح الله خمیني په رسمي توګه اعلان کړ او له هغه وخته یې د ایران داسلامي جمهوري نظام د ساتندویه ځواک د وسله والې او پوځي مټ په توګه کار دوام لري .
نوموړی ځواک په بېلابېلو ماموریتونو کې پنځه ځواکونه لري چې عبارت دي له ځمکني ځواک ، هوايي ځواک ، سمندري ځواک ، د بسیج د مقاومت ځواک او د قدس ځواک .
امریکا چې په ایران کې داسلامي جمهوري نظام له ټینګېدو وروسته له دغه حکومت سره مخالفت کوي په دې وروستیو کې په یولړ اقداماتو کې د دغه نظام د پوځي ، وسله والې او قوي مټ د ورانولو په موخه د ترهه ګرو ادارو په لسټ کې ددغه ځواک د راوستلو لپاره په کانګرس کې لایحه تصویب کړه .
که څه هم د دغې ګنګوسې په درشل کې د اروپايي اتحاديې کمیسیون د خپل ویندوی په خوله د متحده ایالاتو له دغه فیصلې سره خپل تلویحي مخالفت اعلان کړی وو خو دغه کار وشو او د ایران حکومت ، پارلمان ، مهمو شخصیتونو او چارواکو هم پرې بېلابېل غبرګونونه وښودل .
د سپاه پاسداران عمومي قوماندان یحیی رحیم صفوي له دغه فیصلې وړاندې ویلي وو چې موږ په هیڅ توګه د امریکا د فشارونو په وړاندې کرار نه کېنو او له هرډول فشاري اړمونو څخه به چې د هغوی په ضد یې په واک کې لرو استفاده وکړو .
یوپیاوړي انقلابي او روحاني شخصیت حجت الاسلام احمد خاتمي هم د تهران د جمعې لمانځه په یوه خطبه کې وویل : هغوی دې پوه شي چې که وغواړي پدې برخه (یعني د سپاه پاسداران په بندیز » کې هم لیونتوب وکړي نو داسې جبۍ به ورته پیدا شي چې ور ننوتل یې دهغوی په واک کې وي خو وتل یې دهغوی په واک کې ندي .
د امریکا په کانګرس کې ددغه لایحې له تصویب څو ورځې وروسته د ایران پارلمان هم په یوه بیانیه کې د امریکا پوځ او ددغه هیواد استخباراتي اداره یا سي آی اې ترهه ګر سازمانونه وبلل . او ویې ویل چې دغه پوځ عراق او افغانستان اشغال کړي دي او سي آی اې هم په بیلابیلو انقلابونو او اقداماتو کې ورانکاری لاس درلودلی دی .
له بلې خوا په ایران کې له اوسني واکمن نظام سره مخالفو ایراني ګوندونو چې زیاتره بهر میشت دي د امریکا د کانګرس له دغه طرحې څخه د زړه له اخلاصه ملاتړ کړی دی .
د ایران د شنو ګوند د روان کال د تلې په ۲۶ مه په یوه بیانیه کې د ترهه ګرو په لسټ کې د سپاه پاسداران د نوم له راوستلو ملاتړ کړی دی او په خپله بیانیه کې یې داسې لیکلي دي :
د ایران د شنو ګوند د امریکا دحکومت له دغه فیصلې ملاتړ کوي او باوري دی چې دغه کار باید ډیر وړاندې ترسره کېده . په ایران په واکمن مذهبي فاشیسټ رژیم کې د سپاه پاسداران رول د ساده ځپنې له یو اوزار ډیر زیات دی . سپاه پاسداران په رژیم کې اتومي وسلو ته د لاسرسي په پروژه کې د طراح او هدایتوونکي په توګه عمل کوي او همدغه راز ددغه سازمان د قدس ځواک د سپاه پاسداران د عمومي قوماندان تر مستقیمې څارنې لاندې د ټول منځني ختیځ ، اروپا او جنوبي امریکا په سیمه کې د ترهه ګرۍ دخپرېدو عامل دی .
دغه ګوند د ایران د اسلامي انقلاب د ساتندویه ځواک په ضد دامریکا دکانګرس د یادې شوې لایحې په ملاتړ کې په دغه ځواک پسې نورې خبرې هم کړې دي چې هغوی ته ورته په امریکا ، اسرائیلو او نورو لویدیځو هیوادونو کې د انقلاب ضد ایرانیانو خپل نظرونه څرګند کړي دي .
دا لومړی ځل دی چې د امریکا حکومت د یوبهرني هیواد وسله وال ځواک د ترهه ګرو ادارو په لسټ کې راولي او دغه ډول اقدام پراخ نړیوال مفهوم لري .
د ایران ایسنا خبري آژانس د رویترز خبري آژانس له قوله پدې اړه په خپل یو راپور کې ویلي وو چې دغه ډول اقدام واشنګټن ته اجازه ورکوي چې د سپاه قدس مالي وضعیت په نښه کړي .
امریکا سپاه قدس چې د سپا ه پاسداران یو ځواک دی په عراق کې په تاوتریخوالي او د عراقي بلواګرولپاره چې په امریکايي ځواکونو حملې کوي د وسلو په برابرولو تورنوي ، خو ایران تل دغه ډول راپورونه ردوي .
د امریکا دبهرنیو چارو وزیرې میرمن کنډولیزا رایس وویل : باید په یاد وساتل شي چې د سپاه قدس ستونزه نه یواځې له ترهه ګرۍ په ملاتړ کې د فعالیتونو شبکه ده بلکه زموږ په نظر د خپراوي په ملاتړ کې هم د فعالیتونو شبکه لري .
د امریکا په کانګرس کې د کانکتیکات ایالت سناتور جولیبرمن چې ځان یو خپلواک ډموکراټ بولي او د سنا د پریکړه لیک له ملاتړو دی وايي چې سپاه پاسداران باید یو ترهه ګر سازمان وپیژندل شي . هغه وايي : دغه کار په سیمه کې زموږ متحدینو ته یو پیغام دی چې امریکا بې کاره نه کیني څو دایران تر ملاتړ لاندې ترهه ګرو ته اجازه ورکړ شي چې سلګونه امریکايي عسکر ووژني .
د آریزوناد ایالت سناتور جان کایل بیا ويلي دي چې دغه لایحه باید د ایران په ضد د امریکا د پوځي اقدام په لړ کې په نظر کې ونه نیول شي .
هغه په عراق کې د امریکايي عسکرو په ضد په حملو کې د سپاه پاسداران په تورنولو سره زیاته کړه : هیڅوک نه غواړي چې د ایران په ضد په سیستماتیک ډول پوځي اقدام وکړي خو هغه څه چې موږ یې غواړو زموږ د عسکرو له وژلو د ډډې لپاره د هغوی هڅول دي چې یوه لاره یې ددغه سازمان په ضد داقتصادي فشار اعمال دی .
خو ایران تل په عراق او افغانستان کې خپله لاسوهنه رد کړې ده ، په افغانستان کې امنیتي ځواکونو څو ځله رسنیو ته د ایراني وسلو په ښودلو سره ویلي وو چې ایران په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو په ضد له ترهه ګرو سره لاس لري خو ایراني چارواکي دې ته ورته تورونه په عراق کې هم ردوي او په دغه دواړو هیوادونو کې د حکومتونو له ملاتړه خبرې کوي .
په عين حال كې په سيمه او افغانستان كې د دغه حكومت لاسوهونكي پټ او ښكاره فعاليتونه او تبليغاتي او كلتوري كمپاينونه ددې ښودنه كوي چې ايران نه يواځې ټولې نړۍ ته دوكه وركوي بلكې خپل ملت ته هم په بله سترګه ګوري .
ځینې سیاسي ځیرونکي باوري دي چې امریکا په دې پوهیږي چې د ایران حکومت یې د یو مهم مخالف په توګه له خپل ځانه د لیرې کولو په خاطر په عراق ، افغانستان او دمنځني ختیځ په نورو سیاستونو کې له سرخوږیو سره مخ کولای شي ، هغوی د عراق په اربیل کې د پنځه ایراني ډیپلوماټانو ، دوه نورو مهمو ایرانیانو نیولو ، په دغه هیواد کې د امریکايي ځواکونو په ضد له ځینو ډلو سره د تړاو په تور د لسګونه نورو ایرانيانو توقیف او همدا راز په افغانستان كې د ملي جبهې په څير د بې ټېمه دريځونو ملاتړ او له مخالفينو سره د پوځي تجهيزاتو مرستې ته اشاره کوي او وايي چې ایران په عراق او افغانستان کې دامریکايي پوځي شتون او د ناټو پراختیاته سرخوږۍ جوړولی شي .
خو اوس پوښتنه داده چې دغه ځواک څه په وس کې لري او دایران د واکمن نظام لپاره څومره د اهمیت وړ دی ؟
ددې پوښتنې په ځواب کې باید وویل شي چې د ځینو رسنیو دوینا له مخې دغه سازمان له بهر نړۍ سره د ایران ټولې وسله والې او ټکنولوجیکې معاملې او کابو ۹۵ فیصده اقتصادي مناقصې په خپل واک کې لري . دغه رسنۍ زیاتوي چې سپاه پاسداران په متحده اماراتو او دبۍ کې دڅه دپاسه ۸۰ خصوصي شرکتونو مالک دی او څه دپاسه یوه لسیزه کیږي چې د ایران د اسلامي جمهوري نظام ستر سټراټیجیک کورني او بهرني سیاستونه غوره کوي .
ځینې بیاحتی تردې هم وايي چې سپاه پاسداران یواځې یو پوځي قدرت ندی بلکه یو سیاسي زبرځواک او اقتصادي قدرت دی ، په یو هیواد کې هیواد دی او په یو حکومت کې حکومت دی ، چې همدغه مسئله هم د امریکايي چارواکو له خوا د دغه ډول پرېکړې په کولو کې داهمیت وړ ده .
په ایران کې د محمد خاتمي له ولسمشرۍ څو میاشتې وروسته دغه ځواک اعلان کړی وو چې ځان د ایران د اسلامي جمهوري نظام مالک او حافظ ګڼي او په هره زمینه کې به دخالت وکړي څو د حکومت د بنسټونو د نړېدو مخه ونیسي .
په همدې اساس یې د محمد خاتمي دولسمشر ۍ په وخت کې خپل اهمیت ښکاره کړ او زیات سیاسي قدرت یې هم په لاس راووړ او ځینې خو هان داوايي چې محموداحمدي نژآد هم ددغه سیاسي قدرت په مټ ولسمشرۍ ته رسېدلی دی .
د ایراني اوضاع ځینې کره کتونکي وايي چې سپاه پاسداران په پارلمان کې هم د پام وړ نفوذ وموند او مهم وزارتي او حکومتي پوستونه یې خپل کړي دي هغوی وايي چې حتی د اسلامي انقلاب د رهبر سیدعلي خامنه اي په فیصلو یې هم اغیز ښندلی دی .
له پوځي اړخه هم سپاه پاسداران ډیر پیاوړی ځواک دی او ډیره بودجه یې دځان لپاره ګوښې کړې ده او اوس د ایران کابو ټول پوځي صنایع هم د سپاه په لاس کې دي . د توغندي ، راکټ او هاوان د تولید بودجه له هغوی سره ده او ځینې خو بیاوايي چې که د ایران داتومي بم د تولید مسئله ریښتیا وي او یا په راتلونکي کې وغواړي نو بودیجه یې له همدغه ځواک سره ده .
له اقتصادي پلوه هم سپاه پاسداران ستر مالي پیکر او د نړۍ یوشتمن سوداګریز بنیاد دی ، دغه ځواک د اسلامي جمهوري نظام ګټورې سوداګریزې او اقتصادي سرچینې په واک کې لري او هره ورځ یې هم اقتصاد د پیاوړتیا په حال کې دی .
ځینې رسنۍ ادعا کوي چې دایران زیات شمیر صادراتي او وارداتي څانګې ددغه ځواک په لاس کې دي او د ایران له رسمي بندرونو آزاده سوداګري هم کوي او د ایران په جنوبي څنډو کې خصوصي بندرونه هم لري .
د دغه ځواک مخالفین د سپاه د اقتصادي ولکو دیومثال په توګه د امام خمیني د هوايي ډګر دمدیریت تړون یادوي چې د دغه هوايي ډګر له رسمي پرانستنې یې یوه ورځ وړاندې په خپل مدیریت کې اخیستی وو هغوی وايي چې دا داسې څانګه ده چې نه یواځې ډیره ګټه لري بلکه د صاراتو او وارداتو په برخه کې یې هم د واک او قاچاق زمینه برابروي .
دغه ځواک د جنوبي پارس د ګازي حوزې د ۱۵ او ۱۶ فازونو چې د ایران دګازو ستره زیرمه ګڼل کیږي د ګټې اخیستنې تړونونه په واک کې لري او د پاکستان د ګازي نل لیکې د جوړیدو پروژه هم د څه پاسه ۳۰۰ میلیونه ډالرو په لګښت د دغه ځواک په لاس کې ده .
ددغه ځواک مخالفین وايي چې دغه ځواک د حزب الله ، حماس او جهاد اسلامي د غورځنګونو په ملاتړ سره لاسوهونكي سياستونه تعقيبوي او پدې سربیره په عراق او افغانستان کې هم له ورانکارو ډلو ملاتړکوي .
ځینې افغان سیاسي شناندي خو په پوره ډاډ د خپل هیواد په چارو کې د ایران لاسوهنې ته په اشارې سره د ایران لخوا د طالبانو او مخالفو ډلو رسندويي او نور ملاتړونه یادوي چې په بهر کې دسیاستونو موضوع بیا هم د سپاه پاسداران د قدس ځواک ته متوجه کیږي . او ایراني چارواکي وايي چې موږ پدې برخه کې بې ګناه یو .
پدې منځ او میان کې باید دامریکا د انحصار غوښتنې او زور ویونکو سیاستونو ماهیت هم له پامه ونه غورځول شي ، ځینې سیاسي ځیرونکي وايي که ایران په سیمه ایزه کچه خپل ګاونډي هیوادونه ترسیوري لاندې راوستل غواړي امریکا هم په ناروا كړنو سره د ملتونو په ګېډه پل ايښى او یو لوری هم په آډو صاف ندی .
یوپښتو متل وايي :
پيشي دخدای لپاره موږک نه نیسي