(ټولو څيړنو په ډاګه کړې ده چې پښتانه دافغانستان اکثريت اوسيدونکي دي)
د اصولو له مخې خو د افغانستان ټول خلک افغانان دي، او د مساوي حیثيت او مساوي حقونو لرونکي دي او بايد هر فرد يي مهم او ارزښتمن وګڼل شي.
ددې لپاره چې پرمختيايي زيرمې په عادلانه ډول وويشل شي د وګړوپه باب د معلوماتو موجوديت ډیر مهم دی چې دا څرګنده کړي په کومه سيمه کې څومره خلک اوسيږي.
ددې معلوماتو په برخه کې دوه مسلې حساسې دي: د قوم او ژبې په باب معلومات. اوس په زياترو هيوادونو کې د قوم په باب هيڅ معلومات نه راټوليږي، ځکه هيڅ قوم د کومو خاصو حقوقو مستحق نه دی خو د ژبې په باب معلومات ځکه مهم دي چې ماشومانو ته په مورنۍ ژبه زده کړه او د ژبو ټولو ویونکو ته په خپله ژبه د معلوماتو رسول يو بشري حق دی.
په افغانستان کې زیاتره شيان سرچپه دي. بهرني یرغلګر زموږ په مليونونو خلک وژني خو چې ماته وخوري نو بيا يو قوم د بل پر خلاف لمسوي او دا غلطه مسله عنوانوي چې دې قوم د هغه بل قوم حقوق خوړلي دي. دوې د سمو معلوماتو پرځای غلط معلومات خپروي ، خلک راپاروي او حقیقتونه تحريفوي.
سره له دې چې په تيرو پنځوسو کالونو کې د بيلابيلو 16 علمي ماخذونو د منځني حد په توګه پښتانه په افغانستان کې د اوسيدونکو 61% جوړوي، خو د هيواد او ملت بهرنيو دښمنانو ددې شميرې د کمولو لپاره ډيرې ناروا هڅې وکړې. دوې کله دا خبره کوله چې پښتانه په جهاد کې ډير شهيدان شوي نو اوس اکثريت نه دي. ځينو به دا خوبونه ليدل چې دوې زياتره مهاجر شوي دي او بيرته به هيواد ته راستانه نشي.
د افغانانو د يووالي دښمنانو وروسته يوه بله فرضيه راوويسته او هغه دا چې په افغانستان کې قومي اکثریت نشته او ټول قومونه واړه واړه دي، خو ژبنی اکثريت وجود لري او هغه د دري ژبو اکثریت دي
دا خبره شته چې ډير شمير پښتانه هم دري ژبي شويدي. هزاره، ايماق او ځينې نور قامونه هم د تاجکو په شان دري وايي خو دوې دغه سروې چيرته وکړه چې دغه د بيلابيلو قامونو دري ژبي د افغانستان اکثريت خلک دي.
يوه بله نااشنا کیسه دا ده چې د بن د تړون په يوه ضميمه کې هم دا ليکل شويدي چې د افغانستان په دولت کې به پوستونه د قومي تناسب له مخې ویشل کيږي: 33% پښتنو ته (پښتو ژبو او دري ژبو پښتنو ته)، 27% تاجکو ته، 17% هزاره و ته …… چې دا د منځنيو پيړيو ويش يوازې په دې بدمرغه ملت تپل کيږي، که نه وي دولتي او نادولتي پوستونه خو د تحصيل،تجربې او کفايت له مخې وېشل کيږي او په دغسې حالاتو کې قوم او ژبه کوم معيار نشي کيدای. د ځنګل ددې ويش سره سره هم په دولتي ادارو کې دپښتنو سلنه د14 نه تر20 پورې ده او دې 33% ته هم نه ده رسيدلې.
د ژبني اکثريت د ادعا د ثبوت لپاره د مرکزي احصايې ادارې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ټولې پيسې ولګولې چې خپله دروغجنه دعوه ثبوت کړي، سره له دې چې د قوم پربنياد ویش تحميل شوی خو د 2004 کال د کورونو او خلکو د شمير په سروې کې د قام پوښتنه نه ده شوې او د ژبې پوښتنه شوې ده، د پښتنو زياترو سيمو ته هيڅ ټيمونه نه دي ليږل شوي او که ليږل شوي هم دي ، د پښتنو شميره يي ډیړه کمه ليکلې ده چې په دې باب د ولس شکايتونه بيا بيا د هر چا غوږونو ته رسيدلي دي. د همدغو ناقصو معلوماتو ملي پروفايل بشپړيدل په ۲۰۰۷ کال کې د مرکزي احصايې د مشر او د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د اسيا د برخې د رئيس له خوا مطبوعاتو ته اعلان شو، چې د توطيه ګرو د ټولو هڅو سره سره بيا هم د پښتو ژبې ويونکي د هيواد اکثريت جوړوي . د دغه پروفايل په 29 مخ کې راغلي دي :
(سره له دې چې د قوم په باب موږ له خلکو پوښتنې نه دي کړي خو د ژبې په باب پوښتنې دا معلومات رابرسيره کوي: .د افغانستان 90% خلک په پښتو يا دري خبرې کوي چې په دې 90% کې 56% په پښتو او 44% په دري خبرې کوي. په پاتې لسو کې يې تر نيمايي زيات په ازبکي او پاتې په نورو وړو ژبو خبرې کوي).
که پښتو ژبي په 90 کې 56 وي نو په سلو کې 50.4 راځي او دري ژبي په سلو کې 39.6 راځي. خو دلته بله خبره ده، هغه داچې ټولو ته پته ده چې په لکونو پښتانه په هرات،کابل او نورو سيمو کې اوسيږي چې ژبه يي دري شويده که د دوې سلنه ډيره ټيټه هم ونيسواو يواځې 10% يي وګڼو نو پښتانه 60.4% کيږي . دا چې ټیمونه د پښتنو کليو ته نه دي تللي او يا يي د پښتنو شميره کمه ښودلې ده نو 10% نور هم زياتيږي ، چې 70% کيږي. که راغلي مهاجرين ورسره وشميرو فيصدي لاهم زياتيږي، نو اوس بايد د افغانانو دښمنان پوه شي چې پښتانه د دې هيواد اکثريت اوسيدونکي دي، په همدغه پيمانه يي د هيواد په آزادۍ کې قرباني ورکړې او په همدغه پيمانه د حقوقو مستحق دي.
موږ د متمدنو انسانانو په توګه په قومي بنياد ويشنه اوس هم نه تائيدوواو سره له دې چې پښتانه د 70% په حدودو کې په دې هيواد کې موجوددي، غواړو دولتي او نادولتي څوکۍ د پوهې، زده کړې ، تجربې او کفايت له مخې وويشل شي او ټولې پرمختيايي منابع د هيواد په افرادو په مساويانه او عادلانه ډول تقسيم شي او ترټولو اړو ته دې ترټولو لومړی پاملرنه وشي که هغه د هر قوم وي، د هرې ژبې ويونکي وي، او په هره سيمه کې اوسيږي. هر څوک چې د افغانستان وي، هغه افغانان دي او د هيواد د مساوي حېثيت او حقوقو لرونکي بچيان دي.