په افغانستان کي مېشت بهرني ځواکونه وايي چي دهيواد په شمال کي يې يو سيميز طالب قوماندان نيولى . په کابل کي د ناټو د مطبوعاتي دفتر څخه په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي د دې قوماندان د نيولو دپاره عمليات په بغلان ولايت کي ترسره سوي دي . په خبرپاڼه کي همدا ډول ادعا سوې چي د نوموړى کس يې دوه تنه نور چي ګومان کيږي هغوى به هم د طالبانو قوماندان وي نيول سوي .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر ا وسه پوري طالبانو څه نه دي ويلي .