کور / تازه خبرونه / هرات : د دوو سيميزو قوماندانو تر منځ نښته سوې

هرات : د دوو سيميزو قوماندانو تر منځ نښته سوې

په هرات ولايت کي د دوو سيميزو قوماندانانو تر منځ خپل منځي شخړه سوې . نوموړې شخړه تېره شپه د سيد ولي او سيد مرزا د پلويانو تر منځ په چشت ولسوالۍ کي رامنځ ته سوې چي څو ساعته يې جريان کړى . د يادي ولسوالۍ ولسوال ډاکټر
احمد فرهاد خادمي ياده نښته تائيدوي او وايي چي شخړه پاى ته رسېدلې او هيڅ لوري ته پکښي کوم زيان نه دئ اوښتى او امنيتي حالت د امنيتي چارواکو په لاس کي دئ .