کور / تازه خبرونه / کندهار : د کورنيو چارو وزير او ورسره پلاوي کندهار ته راوسېدل

کندهار : د کورنيو چارو وزير او ورسره پلاوي کندهار ته راوسېدل


تېره ورځ  تر غرمي وروسته د هيواد کورنيو چارو وزير تورن جنرال بسم الله خان محمدي، د ملي امنيت رئېس ، د ملي دفاع وزرات لوى درستيز، د سرحدي قواؤ عمومي قومندان او ورسره نور لوړ پوړي چارواکي کندهار ولايت ته د اوسني حالت د څېړلو په موخه راورسېدل . راغلي پلاوي لومړى د کندهار والي ، مربوطه ارګان د مسئولينو ،د ولايتي شورا د وکيلانو او قومي مشرانو سره وکتل .


د راغلي نظامي پلاوي څخه دكندهار ولايت د ولايتي شوراء رئېس احمدولي كرزي د اختصاصي محكمې د جوړېدو غوښتنه وكړه تر څو پکښي هغه مجرمين چي تر نيول کېدو وروسته ژر خوشي کيږي پکښي يې سرنويشت معلوم او د برخليک پرېکړه يې تعقيب سي .