کندهار والي ډاکټر توريالى ويسا تېر ماښام په ولايت مقام کي په هغه روژه مات کي چي د ولايت مقام له لوري معلولينو ته د مېلمستيا په موخه جوړ سوى ؤ ليده کاته وکړه او د هغوى ستونزي يې واورېدې . نوموړي پخپلو خبرو کي د معلولينو سره پر همکاري ژمنه وکړه . د معلولينو په استازي توب عبدالشکور د ولايت مقام په دې کار خوښي وښوده او غوښتنه يې وکړه دا چي روژه د خير او برکت مياشت ده نو د بې وزلو او مجبورو معلولينو سره دي اړوند موسيسي او شتمن کسان مرسته وکړي .