د کابل امنيه قومنداني وايي د ولسمشر حامد کرزي د تازه حکم پر اساس به د کابل له ټولو سړکونو څخه د امنيت په موخه درول سوي سمېټي دېوالونه ليري کړي.
د کابل امنيه قومندان عبدالرحمان رحمان د بي بي سي پښتو څانګي ته ويلي چي هيله لري ټولو هغو ادارو او اشخاصو چي د خپلو ودانيو پر شاوخوا يې يې سمېټي دېوالونه راګرځولي او لاري بندي کړي دي، خپله ليري کړي، خو که يې ليري نکړي دوى به قانوني چلند ورسره وکړي.
ښاغلي رحمان ويلي چي هره اداره چي دغه دېوالونه د خپل امنيت دپاره مهم بولي کولاى سي چي د خپلو ودانيو په انګړى له دېوالونو په ها خوا دغه دېوالونه ودوري او د کابل سړکونه او کوڅې ايله کړي.
تر دې دمخه هم ولسمشر کرزي د دغو دېوالونو د ليري کولو غوښتنه کړې وه، خو نه يوازي دا چي ليري نسول بلکي له کابل څخه د هيواد د نورو ولايتونو سړکونو او کوڅو ته هم وغځېدل.