په تيره يوه لسيزه کې ، چې نړيوال ځواکونه د تروريزم د له منځه وړلو په نامه افغانستان ته راغلي او په همدې نامه يې سلګونه بې ګناه افغانان په تيره بيا پښتانه وژلي ، خو تر اوسه يې هم د خپل ټاکلي مقصد جرړه و نه مونده او نه هم په دې بريالي شول ، چې په افغانستان کې دې جګړه وګټي .
ښه مې په ياد دي ، چې د طالبانو حکومت په رانسکوريدو او د موقتې ادارې په رامنځته کيدو سره به په دولتي ټلويزيونونو کې د هر خبري سرويس په پاى کې دا اعلان کيدو ، چې که چيرې کوم څوک د طالبانو يا تروريستانو غړى ونيسي او يا يې د ځاى ځايګي پته پيدا کړي ، نو يو لک او يا هم پنځوس زره افغانۍ به په انعام کې ورکړل شي ، چې په ډيرو سيمو کې خو د شخصي دښمنيو او تربګنيو د غلطو راپورونو ورکولو ته لاره هواره کړه او په همدې ډول ګڼ شمير بې ګناه پښتانه د بيلابيلو شومو موخو قرباني شول.
هغه مهال زه د ښوونځي د منځنۍ دورې زده کوونکى وم او زده کړې مې په ښار کې په دري ژبه تر سره کولې ، نو کله چې به مې په ټولګي کې له کوم چا سره په څه خبره ورانه شوه ، نو بې له ځنډه به يې راته وويل : ( به خيالم کې ګوانتانامو دلت شده ، که به نام القاعده به پي آر ټي راپور بتيم و سريت شريني بيګيريم).
دا ټو هغه څه و ، چې هر پښتون ورسره مخ و ،په داسې حال کې چې هغه به نه خپله او نه هم د هغه د کورنۍ کوم غړي په تير دولت کې دنده درلوده ، خو په دې ډول ګستاخيو به ويرول کيدل.
زه دلته نه غواړم چې د ځينو کينه ګرو په څير يا تعصباتو ته لمن ووهم او يا هم کوم بل شوم مقصد ولرم ، بلکه موخه مې دا ده چې ولې د يو افغان نوم تر سيوري لاندې ټبرونه ، چې کلونه کلونه مو د روس او انګريز په څير په ګډه او يوه غورځنګ جهاد کړى دى او د خپل ناموس ، وطن او خاورې عزت مو د خپلو سرونو په قربانولو ساتلى دى اوس په بيلابيلو نومونو يو او بل ياد کړو او د بهرنيو دې شومې موخې ته ځاى ورکړو ، چې وايي : ( بيل کړئ ، ايل کړئ).
د غرب استعماري سياستونه ډيرى وخت په يوه ټولنه کې ، د وګړو ذهنيتونه داسې تخريبوي ، چې د ولس په راويښيدو سره اوبه له ورخه تيرې وي او بيا نو هره هڅه بې ګټې وي. اوس هم افغان ولس له همداسې يو آزميښت سره مخ شوى دى او بيلابيلې ډلې يوازې د خپل څو ورځو خوشحاله او عياش ژوند تيرولو لپاره متحد ټبرونه سره جلا کوي.
څه موده مخکې په هندوستان کې د امريکا پخواني سفر بلک ويل د امريکا حکومت ته د افغانستان د تجزيې وړانديز کړى و ، چې وروسته يوازې د سياست والو له غبرګونونو سره مخ شو او عام ولس په څرګنده داسې څه و نه ويل ، چې د بلک ويل پر وړاندې يې غاښ ماتونکى ځواب ورکړى واى او له همدې سره بيا د څه مودې له تيريدو وروسته يو بل امريکايي سياستوال پيټرګالبريټ هم بلک ويل ته ورته نظر څرګند کړ ، چې له دې څخه په څرګنده داسې ښکاري ، چې هغوى د افغانانو اراده معلوموله او دا يې په ګوته کوله ، چې ددوى دې شومو نظرونو پر وړاندې د افغان ولس عامه غبرګون څه دى؟.
که څه هم د بلک ويل او ګالبريټ پر څرګندونو ، د چارو ځينو شنوونکو غبرګون وښود ، خو دومره کم رنګه ، چې ګويا دوى د غرب د استعماري ډالرو تر تاثير لاندې راغلي دي او عام ولس هم يا خو د آيسف وحشي بمباريو تر اغيز لاندې راغلي دي او سخت په ويره کې دي او يا هم دا چې نور له لاريونونو څخه ستړي شوي دي ، ځکه چې ددوى ډيرى سوليز لاريونونه تر وسله والو بريدونو لاندې راغلي او که د ناټو ځواکونو د ړندو بمباريو په پايله کې يې د بې ګناه کسانو مړي د احتجاج په ډول له ځان سره ليږدولي ، بيا هم تر بريد لاندې راغلي او قربانۍ پسې يې قرباني ورکړې.
په پاى کې ټول افغان ولس ته يو ځل بيا وايم چې افغان ولس به تر څو دا بدبختۍ زغمو او د هر ناروا کرغيړنو پلانونو پر وړاندې به غلي او بې ځوابه پاتې کيږو ، ولې پر يو بل زړه و نه سوزوو؟ ولې د يو بل په درد و نه درديږو او ولې د هر طاغوت شومو موخو ته غاښ ماتونکى ځواب و نه وايو او د هغوى پر وړاندې خپل غږ پورته نه کړو؟. نه د پاکستان آى ايس آى خپلي طالب په لمسون وغوليږو او نه هم د ناټو ، بلکه په خپلو ګډو نظريو او فکرونو سره يو ځاى شو او د خپل ملي يووالي په اعلانولو سره په يو غږ د خپلې خپلواکۍ اعلان تر ټولو نړيوالو ورسوو او د غازي امان الله خان په څير يو په يو د خپلې سپيڅلې خپلواکۍ اعلان وکړو.
داسې خپلواکي ، لکه امان الله خان چې تر لاسه کړه ، داسې خپلواکي ، لکه ګاندي چې د هند او جنوبي افريقا ته تر لاسه کړه؟.
ستاسو يو بې پرې ورور : ملنګ جان پولادي