د امريکا حکومت وايي که نړۍ واله ټولنه د اېران مخنيوى ونکړي، دغه هيواد به يو کال وروسته په اټومي طاقت بدل سوئ وي.
د نيويارک ټايمز ورځپاڼي په سپينه ماڼۍ کي د لوړ پوړو مامورينو په حواله کاږي چي اېران د هغي مادې ترلاسه کولو ته يو کال وخت لري چي پخ سوي يورانيم په اټومي وسله باندي تبديل کړي.
نيويارک ټايمز په اټومي چارو کي د ولسمشر اوباما د سلاکار جري سامور له خولې کاږي چي يو کال که څه هم ډېر وخت دئ، خو متحده ايالات او اسرائيل به راتلونکې اونۍ د اېران پر اټومي پروګرام بحث وکړي او وروسته به پر دغه هيواد د خبرو د ناکامۍ په صورت کي د نظامي حملې لاري چاري هم وسنجوي.