د واشنګټن پوسټ ورځپاڼه وايي د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د فساد په تور د نيول سوي چارواکي محمدضياء صالحي د خوشي کېدو غوښتنه په شخصي توګه کړې ده.
ضياء صالي تيره اونۍ د افغانستان د لويي څارنوال محمداسحق الکو په امضاء د فساد په تور نيول سوئ دئ. پر نوموړي باندي تور دئ چي له طالبانو سره يې تماس او په رشوت او اختلاص کي لاس درلودئ.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼه وايي د جمهوري رياست وياند وحيد عمر د ضياء صالحي د خوشي کېدو پر غوښتنه له خبرو ډډه کړې، خو د ولسمشر کرزي حقوقي سلاکار نصر الله ستانکزي رد کړې چي ګني ولسمشر د ضياء صالحي د خوشي کېدو غوښتنه کړې ده.