نبي كريم صلى الله عليه واله وسلم وفرمايل چي :
– د دې مياستي اوله حصه رحمت ده .
يعني د الله تعالى انعام متوجه وي او دا عام رحمت د ټولو مسلمانانو لپاره دى د دې څخه وروسته چي كوم كسان د دې شكر ادا كوي نو د هغوى لپاره به دا نعمت زياتيږي، لئن شكرتم لازيدنكم، او د دې د منځني حصې څخه يې مغفرت شروع كيږي ځكه چي د روزو يو څه حصه تېره سوه او د دې بدله او اكرام په مغفرت سره شروع كيږي او آخيري خو بالكل د اور څخه خلاصي ده. په نورو ډېرو روايتونو كي د روزې پرختمېدو څخه د خلاصۍ زېرى راغلى دى .
د دې څخه وروسته نبي كريم صلى الله عليه واله وسلم د يو بل شى طرف ته ترغيب وركړى دى چي مالكان دي پخپلو خادمانو باندي په دې مياست كي د كارونو كموالى كوي ځكه چي د هغوى هم روزې دي د كار په زياتوالي كي هغوى ته په روزه كي تكليف دى، البته كه چېري كار زيات وي نو په دې كي څه حرج نسته چي د روزې لپاره دي يو عارضي خادم بل زيات كړي، دا هلته كېداى سي چي خادم روزه دار وي كه نه د هغوى لپاره خو روزه او غير روزه دواړه يو شى دي .
و سيعلم الذين ظلمو اي منقلب ينقلبون .
ژباړه : ژر ى چي ظالمانو خلكو ته به هغه معلومه سي چي هغوى څرنګه د مصيبت ځاى ته ځي (مرام ځني دوزخ دى)
د دې څخه وروسته نبي كريم صلى الله عليه واله وسلم د څلور شيانو د ډېروالي حكم وفرمايه ، اوله كلمه طيبه ، په حديث شريف كي يې دې ته افضل الذكر (ډېر ښه ذكر ويلى دى) فرمايلي دي.
موسى عليه السلام يو وار دالله تعالى جله جلاله په درباركي عرض وكړى :
– ياالله تعالى ماته يو داسي دعا وښيه چي زه تا يادوم او دعاكومه .
الله تعالى جله جلاجله لا اله الله وروښوله ، حضرت موسي عليه السلام عرض وكړى :
– دا كلمه خو ستا ټول بندګان وايي زه خو يو خاص دعا او ذكر غواړم .
د هغې خوا څخه اواز راغلى :
– اې موسى عليه السلام! كه چېري اوه اسمانونه او او ځمكي چي په هغوى كي څه شى دي هغه د ترازو په يوه خوا كي كښېښودل سي او كلمه طيبه په بله خوا كي كښېښول سي نو د كلمه طيبه خوا به درنه وي.
په يوه حديث كي راځي چي څوك دا كلمه په اخلاص وواي نو د اسمان دروازې به خلاصي سي او عرش ته به سيده هغه رسيږي چي د دې ويونكي د كبائرو ګنهونو څخه ځان وساتي .
كلمه طيبه افضل ذكر دى، په دېر احادثو كي د دې ذكر ښه والى معلوميږي دا يې تر ټولو عام كړى دى چي څوك د دې څخه محرومه پاته نه سي بيا هم كه چيري څوك محروم پاته سي نو دا د هغه بختي ده.
دوهم شى چي په پورتني حديث كي د هغه ډېروالى ارشاد سوى دى هغه استغفار دى په احادثو كي د استغفار هم ډېر فضليت راغلى دى په يوه حديث شريف كي راغلى دي چي څوك ډېر استغفار كوي الله تعالى هر تنګدستيا ورته اسانه كوي او دهرغم څخه يې خلاصوي او د داسي لاري څخه روزې وركوي چي د هغه لاري څخه د هغه ګمان هم نه وي .
په يوه حديث شريف كي راغلي دي چي انسان خو ګناهګاره وي خو تر ټولو ښه ګناه ګاره هغه څوك دى چي توبه وكاږي .